طالبان: له ایران او پاکستانه نږدې ۱۰۰ کورنۍ راستنې شوې

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه شاوخوا ۹۵ کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه شاوخوا ۹۵ کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې.
دغه اژانس پر اېکس پاڼه لیکلي دي، چې دغه کورنۍ د افغانستان له څلورو لارو تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا او ورېښمو پله له لارې ستنې شوې دي.
د دغه خبر له مخې، د دغو راستنو شویو کورنیو له ډلې ۷ یې د تورخم له لارې، ۲۱ یې د سپین بولدک له لارې او ۶۷ یې هرات د اسلام کلا له لارې راستنې شوې دي.خو د دغو راستنو شویو د ټولټال شمېرو په اړه څه نه دي ویل شوي او دا هم نه دي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په زور راستنې کړل شوې او که په خپله خوښه.دغه اژانس لیکلي، چې له دغې ډلې ۶ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې او پر لسګونو کورنيو مرستې وېشل شوې دي.له بل پلوه ایراني چارواکي وایي، چې د روان کال ترپایه به له دغه هېواده له دوو څخه تر دوه نیم مېلیونو پورې بې اسناده افغان کډوال واېستل شي.تازه په پېښور کې سرچېنې وایي، شاوخوا ۲۰۰ تنه افغانان یې نیولي دي.
پولیس سرچېنو ویلي، دغه افغانان وروسته له هغې ونیول شول چې پولیسو د امنیت او ټیکاو راوستو په موخه پراخ عملیات پیل کړل.


د طالبانو ستره محکمه وایي، چې د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې یې یو تورن کس ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړې ده.
د دغې محکمې لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جلریز ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې یې د غلا په تور تورن کس ته په عام محضر کې د ۳۲ درو سزا ورکړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د ۳۲ درو ترڅنګ دغه کس په درې کلن تنفیذي بند هم محکوم شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغې سزا پر مهال یوشمېر سیمهییزو طالب چارواکو او عامو خلکو ګډون لاره.
تېره ورځ هم د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې خبر ورکړی و، چې په خوست او فاریاب ولایتونو کې یې اوو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړې ده.
د دغې محکمې لهخوا په دوو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي و، چې په خوست ولایت کې شپږو کسانو ته او په فاریاب ولایت کې یو کس ته تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغې ډلې لهخوا تعزیزي سزاوې ډېرې شوې، چې هره ورځ د دغې ډلې د سترې محکمې لهخوا د دغه ډول سزاوو د ورکړې خبرونه خپرېږي.
که څه هم چې د طالبانو دغه کړنې د نړۍوالو بنسټونو لهخوا غندل شوې؛ خو طالبان وایي چې دوی په دې توګه غواړي «اسلامي شریعت» پلی کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون ویلي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان، د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په کندهار او هلمند ولایتونو کې د کوکنارو د بدیل کښت پروژې پیلوي.
ملي ټلویزیون ویلي، چې په دې اړه د ملګرو ملتونو د بیلابیلو سازمانونو او کندهار والي ملا شیرین تر منځ ناسته شوې او په اړوند موضوع خبرې شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون نن پنجشنبه د (لیندۍ ۱۵مه) په ایکس پاڼه د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې سازمان، د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په کندهار او هلمند ولایتونو کې د کوکنارو د بدیل کښت پروژې پیلوي او له دې لارې له کروندګرو او بڼوالو سره مرستې کوي.
د طالبانو لپاره د کندهار ولایت د رسنیو مرکز هم په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کندهار والي ملا شیرین د دغې پروژې د پیل لپاره د ملګرو ملتونو له چارواکو سره غونډه کړې او هغوی ته یې په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د کندهار ولایت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو یاد سازمانونه به په دغو پروژو کې له بزګرانو سره د غنمو، جوارو، پيازو او ځینو نورو برخو لپاره د اقلیم سره سم د تخمونو، شنو خونو جوړولو، بې وزلو ته د څارویو وېش، بزګرانو روزنې، د بزګرانو حاصلاتو لپاره د بازارموندنې او اقلیمي بدلونونو له امله بې ځایه شویو افغانانو سره د وړتیا لوړولو په برخو کې مرستې وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي د کوکنارو د بدیل کښت دغه پروژه به د ۲۰۲۵ کال پر مهال پلې شي.
ملکرو ملتونو تر اوسه پورې له خپلو رسمي ادرسونو څځه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د دوحې د درېیمې ناستې پر مهال په قطر کې له طالبانو سره د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې د مرستو ژمنې شوې وې.
د ۱۳۰۴ په چنګاښ میاشت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې رزمیری ډيکارلو د دوحې د غونډې په وروستۍ وینا کې ویلي و، چې د خصوصي سکټور د دوو کاري ډلو پر جوړولو او د کوکنارو د له منځه وړلو په اړه هوکړه شوې او له طالبانو سره به ګام په ګام تعامل وشي.

د بیان ازادۍ کور په کابل کې د ارزو ټلویزیون تړل او د دغې رسنۍ د کارکوونکو نیونه په کلکه غندلې ده. دغه بنسټ له طالبانو غوښتي، چې د دغې رسنۍ کارکوونکي دې سمدلاسه خوشې کړي.
د بیان ازادۍ کور د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ د طالبانو د استخباراتو او امر بالمعروف او نهې عن المنکر کارکوونکي د دغه ټلویزیون دفتر ته ورغلي او د دغې رسنۍ فعالیت یې ځنډولی دی.
خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو د دغه رسنۍ د فعالیت د ځنډولو سره د ارزو ټلویزیون شاوخوا شل کارکوونکي هم په یوې خونه کې بندیان کړي.
د خبرپاڼې له مخې، طالبانو د دغې رسنۍ ارشیف او د کارکوونکو شخصي مبایلونه پلټلي او د دغې رسنۍ ځیني کارکوونکي یې په جلاوطنۍ کې د یوشمېر رسنیو سره د همکارۍ، د ښځینه کارکوونکو د حضور او د سریالونو د خپراوي په تور نیولي دي.
دغه بنسټ له طالبانو غوښتي، چې د دغې رسنۍ کارکوونکي دې سمدلاسه خوشې کړي او د رسنیو ځپنه او پر خبریالانو د فشارونو له راوستو دې ډډه وکړي.
دغه بنسټ دارنګه له نړۍوالې ټولنې او اغېز لرونکو هېوادونو غوښتي، چې طالبان دې له بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د بیاځلې سرغړونې له امله تر فشار لاندې راولي او د افغانستان له رسنیو او خبریالانو دې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
د بیان ازاداۍ کور د رسنیو له نړۍوالو ملاتړ کوونکو، د بشري حقونو سازمانونو او په کابل کې د یوناما له دفتره هم غوښتي، چې د دغو خبریالانو د سملاسي خلاصون او د رسنیو په ملاتړ کې دې جدي ګام واخلي.

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې د دغه هیواد حکومت په تېره نومبر میاشت د ۱۲ افغانانو په ګډون ۱۴۴ زندانیان په ایران کې اعدام کړي دي. دغه سازمان وايي، په اعدام شویو کې څلور ښځې، یو یهودي-ایرانی وګړی او یو ذهني ناروغ هم شامل و.
د ایران د بشري حقونو سازمان تېره ورځ ناوخته (لیندۍ ۱۴مه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هیواد حکومت په تېره نومبر میاشت د ۱۲ افغانانو په ګډون ۱۴۴ بندیان په ایران کې په دار ځړولي دي.
دغه سازمان ویلي، چې د ۱۴۴ اعدام شویو زندانیانو له ډلې چې ۱۲ یې افغانان هم و، څلور ښځې، یو یهودي-ایرانی وګړی او یو ذهني ناروغ هم شامل و چې د ایران حکومت اعدام کړي.
یاد سازمان په دې سره په منځنۍ کچه د اعدام شویو زندانیانو شمېر په هره ورځ کې څلور تنه ښودلی دی.
د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، چې د ایران حکومت تر دې یوه میاشت مخکې، د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې تر ټولو زیات ۱۶۶ اعدامونه ترسره کړي چې له ۲۰۰۷ کال را وروسته د دغه سازمان د اعدامونو د شمېر د ثبت تر ټولو لوړ کچ ښيي.
ویل کیږي، چې په ایران کې یوازې څلور سلنه اعدامونه په رسمي رسنیو کې اعلان شوي او پاتې نور اعدامونه د ایران د بشري حقونو سازمان ثبت او تایید کړي دي.
د ایران د بشری حقوقو سازمان یو ځل بیا د اعدامونو موضوع ته د ایران د ولس او نړۍوالې ټولنې پام را اړوي او د اعدامونو د بندولو لپاره د ایران پر حکومت د فشار راوړلو په اړتیا ټینګار کوي.
د دغه سازمان مشر، محمود امیری مقدام وویل: «په دوو میاشتو کې د لږ تر لږه ۳۱۰ کسانو په اعدامولو سره، ایران په تېرو دوو لسیزو کې د ایران په زندانونو کې د اعدامونو تر ټولو پراخه څپه پیل کړې ده. هغه کسان چې اعدام شوي په ټولیز ډول د ټولنې له کمزورو طبقو څخه دي. ډیری دغه کسان له عادلانه محاکمې برخمن نه دي. د دې لپاره چې حکومت د اعدام سزا ودروي، نړۍواله ټولنه باید بیړني ګامونه پورته کړي.»
په ایران کې د ۲۰۲۲ کال پرتله، چې هغه مهال ۲۵۶ کسان د مخدره توکو په تور اعدام شوي، په ۲۰۲۳ کې ۸۴ سلنه زیاتوالی په کې راغلی او دغه شمېر ۴۷۱ ته لوړ شوی دی.
د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې ایران یوازې په اکتوبر میاشت کې د ۱۳ افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶۶ کسان اعدام کړي.
پر بشري حقونو د څار سازمان هم په ایران کې د اعدام سزا پر ډیروالي اندېښنه ښودلې او د دې سزا د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې.

نړۍوال بانک وایي، چې د افغانستان اقتصاد د منځنۍ ودې سره، سره بیا هم له جدي ننګونو سره مخامخ دی. دغه بانک د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې په دغو ننګونو کې مالي خنډونه، د سوداګرۍ نا انډولي او د پانګونې په برخه کې د محدود ظرفیت ننګونې شاملې دي.
په دغه راپور کې راغلي، چې د افغانستان د ناخالصو تولیداتو ۲.۷ سلنه منځنۍ وده د "شخصي لګښت" څخه ترلاسه کېږي.
د راپور له مخې، د دغې ودې کچه د تېرو اقتصادي زیانونو یوازې ۱۰ سلنه جبران کړې، چې دا د افغانستان د اقتصادي بیا رغونې "ورو او ټکنۍ" بڼه په ډاګه کوي.
په راپور کې د افغانستان لپاره د نړۍوال بانک د مشر فارس حداد زیرووس له قوله راغلي، چې د افغانستان د اوږدمهاله ودې امکانات د کورني خصوصي سکټور د پام وړ ظرفیت څخه په ګټې اخیستنې او د ټولیز سوداګریز چاپېریال ښه کولو سره تړاو لري.
هغه وایي: «د دغو ننګونو د حل کلیدي لارې د پانګونې زیاتوالی، کوچني کاروبارونه، مالي چارو ته د لاسرسي زمینې برابرول او د تعلیم یافته او مسلکي ښځینه متشبثینو ملاتړ دی. له دې پرته، افغانستان د دوامدار پرمختګ لپاره د محدودو امکاناتو سره د اوږد مهاله ننګونې سره مخ دی.»
راپور وړاندې کاږي، چې د خوراکي توکو د بیو د راټیټېدو سره یو اړخیزه بیارغونه، د کورنیو په سوکالۍ تدریجي پرمختګ کې مرسته کړې؛ خو ګڼې افغانې کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مبارزې ته دوام ورکوي او بې وزلي لا هم پراخه ده.
په راپور کې دا رنګه راغلي، چې د ښځو، ماشومانو او بې ځایه شویو وګړو په ګډون زیان منونکې ډلې د ټولنیز خوندیتوب د میکانیزمونو د نشتوالي له امله د اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
راپور زیاتوي، چې په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان صادرات په خپل حال پاتې وو؛ خو واردات ډېر شوي، چې دغه چاره د سوداګرۍ کسر لا پراخوي.
د راپور په وروستۍ برخه کې راغلي، چې په سوداګرۍ کې دغه کسر د اړتیا وړ توکو لکه تېلو، خوراکي توکو او ماشینونو په وارداتو د افغانستان د تکیې له امله زیات شوی، چې کېدای شي د افغانستان اقتصادي ثبات ته ګواښ پېښ کړي.