د بیان ازادۍ کور له طالبانو غوښتي، چې د ارزو ټلویزیون کارکوونکي دې سمدلاسه خوشې کړي

د بیان ازادۍ کور په کابل کې د ارزو ټلویزیون تړل او د دغې رسنۍ د کارکوونکو نیونه په کلکه غندلې ده. دغه بنسټ له طالبانو غوښتي، چې د دغې رسنۍ کارکوونکي دې سمدلاسه خوشې کړي.