طالبان: ملګري ملتونه په کندهار او هلمند کې د کوکنارو د بدیل کښت پروژې پیلوي

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون ویلي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان، د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په کندهار او هلمند ولایتونو کې د کوکنارو د بدیل کښت پروژې پیلوي.





