د طالبانو استخباراتو په تخار کې د طبي موسسو یوشمېر زدهکړیالانې د اعتراض له امله نیولې دي

له تخار ولایته سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتو د اعتراض له امله دوه تنه زدهکړیالانې نیولې او له ځانه سره یې بېولې دي.

له تخار ولایته سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتو د اعتراض له امله دوه تنه زدهکړیالانې نیولې او له ځانه سره یې بېولې دي.
د سرچینو په وینا، د طالبانو استخبارات لاهم په تخار ولایت کې د معترضو زدهکړیالانو د نیولو په هڅه کې دي.
د طالبانو استخباراتو دغه زدهکړیالانې د پنجشنبې په ورځ نیولې دي.
د تېرو دوو ورځو په اوږدو کې د طبي انستیتوتونو د تړل کېدو له امله یوشمېر نجونو زدهکړیالانو د دغو ښوونیزو مرکزونو د تړلو له امله په اعتراضونو لاس پورې کړ.
یوې معترضې زدهکړیالې افغانستان انټرنشنل ته ويلي:« نن د ټولو زدهکړیالانو نجونو ژوند له ګواښ سره مخ دی.»
هغې وویل، چې د طالبانو استخبارات د دغو معترضو زدهکړیالانو د نیونې لپاره « کوڅه په کوڅه» ګرځي.
هغې د دغو زدهکړیالانو د نیولو په تړاو وویل:« موږ پرون غږ اوچت کړ؛ خو نن د طالبانو استخباراتو زموږ دوه همکارانې ونیولې.»


پاکستانۍ ورځپاڼې "هم" د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو د کمولو لپاره د چین د ځانګړي استازي د هڅو د ډېریدو اعلان کړی.
دې ورځپاڼې د طالبانو د یوه چارواکي له خولې ویلي، چې یو شیایویونګ په بیجینګ کې د طالبانو، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د درې اړخیزې ناستې وړاندیز کړی.
پاکستاني او طالب چارواکو «هم» نیوز ته ویلي، چې کابل او اسلام اباد ته د چین د ځانګړي استازي له سفرونو وروسته بیجینګ د پاکستان او طالبانو د حکومت ترمنځ د کړکېچ د کمولو هڅه کوي.
د دې ورځپاڼې په وینا، د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د پاکستان د مخالفو وسله والو ډلو پر سر د طالبانو او پاکستان ترمنځ اختلافات د دې لامل شوې، چې د دواړو لورو اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شي.
د طالبانو یوه چارواکي دغې ورځپاڼې ته ویلي، چې د طالبانو او پاکستان له جګپوړو چارواکو سره د چین د ځانګړي استازي د لیدنو تمرکز د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ د ترینګلتیا په اړه د چین اندېښنه ښيي.
د دغه طالب چارواکي په وینا، د چین ځانګړي استازي په بیجینګ کې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې د ترسره کولو طرحه د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو ته وړاندې کړه.
دغه چارواکي وويل، چې چين تر دې وړاندې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د غونډې په څنډه کې په عشق اباد کې د درې اړخيزې غونډې د جوړولو وړانديز کړى و، خو دغه غونډه وځنډېده.
د پاکستان او چین انسټیټیوټ مشر مشهید حسین دې ورځپاڼې ته وویل، چې چین په فعاله توګه د پاکستان، طالبانو او چین درې اړخیزې ناستې ته د اسلام اباد او کابل ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره د ارتباطي پله په سترګه ګوري.
مسهید وویل، "چین د افغانستان په اړه درې اړخیزه تګلاره لري، چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د پاکستان له تګلارې چې یوه نیمګړې او ناکامه تګلاره ده توپیر لري.
دغه پاکستاني کارپوه زیاته کړه: «اوس بیجینګ په کابل کې د اسلام اباد په پرتله ډېر نفوذ لري.»
په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان هم ویلي، چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ واټن لا پراخېږي او اوس داسې یوې مرحلې ته رسېدلی، چې له چین سره یې د پاکستان پر اړیکو اغېز کړی دی.
پاکستان چې د افغان حکومت او نړۍوالو ځواکونو پر وړاندې د طالبانو د شل کلنې جګړې په ترڅ کې د کابل د وسله والو مخالفینو په ملاتړ تورن شوی، هیله من و چې د طالبانو له واک ته رسېدو سره به یې هېواد کې د وسله والو ډلو بریدونه کم شي.
اسلام اباد تل افغان طالبان په دې تورن کړي، چې د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي، خو طالبانو هر ځل دا تور رد کړی دی.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د ارزو تلويزيون تړل او د اوو کارکوونکو نيول یې وغندل. د باخبره سرچينو په وینا، دغه کسان له افغانستان انټرنشنل او امو شبکو سره د همکارۍ په شک نيول شوي دي.
د افغانستان انټرنشنل او امو شبکو مسوولین وايي، چې له ارزو تلویزیون او د دې رسنیو له کارکوونکو سره یې هېڅ ډول همکاري نه ده لرلې.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د چهارشنبې په ورځ د طالبانو دا کړنه "د رسنیو له حقونو ښکاره سرغړونه" وبلله.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي: «د طالبانو د استخباراتو او د امر بالمعروف کارکوونکو د ټلویزیون د یوه ساتونکي په وهلو او ټکولو سره له نورو کارکونکو سره یې په ناوړه چلند ټلیفونونه اخیستي دي.»
د طالبانو استخباراتو د ټلويزيون دفتر تلاشي کړی او د دغې رسنۍ کارکونکي یې څېړلي دي.
د دغه مرکز په وینا، طالبانو تر څېړنو وروسته د دغه ټلویزیون اووه کارکوونکي له ځان سره بیولي دي.
د ارزو ټلویزیون د کابل دفتر مدیر امان الله عظيمي، ویاند خالد بارکزی، د تولید د برخې مدیر او اداري مدیر امير حسين عطريان، د تولید د برخې مدیر ظهیر او کارکوونکي سمیع، هارون او بکتاش د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوي دي.
طالب چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي، چې طالبانو د ارزو ټلوېزيون د دفتر په دروازه کې يو سټېکر ځړولى، چې په کې ليکل شوي: "د غير اخلاقي او مبتذله سریالونو د خپرېدو له امله تر امر ثاني پورې تړل شوى."
د افغانستان د خبريالانو مرکز يو ځل بيا له امر بالمعروف او د طالبانو د استخباراتو له رياست څخه وغوښتل، چې د رسنيو لپاره دې ناقانونه لارښوونې او محدوديتونه لغوه کړي، د ارزو کارکوونکي دې خوشې کړي او د دغه تلويزيون د فعاليت مخه دې نه نيسي.

د ملي محور ګوند د یوې اعلامیې په خپرولو د طالبانو له خوا د نجونو پر طبي انسټیټوټونو د بندیزونو په غبرګون کې لیکلي:«له توپير پرته د علم زده کړه نه يوازې انساني او اسلامي حق دی، بلکې د ټولنيز عدالت غوښتنه او زموږ د ملي ګټو بنسټیزې اړتياوې دي.»
په دې اعلامیه کې راغلي، چې طالبانو یا اسلام نه دی درک کړی یا هم د هېواد د پرمختګ دوښمنان دي.
دغه ګوند وایي: «د طالبانو امارت په تېرو څه باندې درېيو کلونو کې ثابته کړه، چې يا خو يې اسلام نه دی درک کړی او يا يې هم په لوی لاس د هېواد له پرمختګ، خپلواکۍ او سوکالۍ سره دوښمني را اخيستې ده.»
د دغه ګوند په اند طالبانو له خپلې وروستۍ پرېکړې سره ثابته کړه چې د اصلاح کوم نیت او اراده نه لري.
د ملي محور ګوند زیاته کړه: «له وروستۍ پرېکړې څخه داسې ښکاري، چې د طالبانو مشرتابه د اصلاح هېڅ نيت او اراده نه لري او د اوسنيو سياستونو له تداوم سره هېواد يو ځل بيا د جنګ، جهل، فساد، افراط او بلواکۍ په يوه بله غميزه اړوي.»
دغه ګوند وایي، طالبان له بشري حقونو، اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو سره په څرګند تقابل کې روان دي او له همدې امله یې د فرمانونو او اوامرو اطاعت نه یوازې واجب نه دی، بلکې د هېواد له ملي ګټو سره جفا ده.
د ملي محور ګوند پر ولس غږ کړی، چې د مدني مقاومت او نافرمانۍ له لارې د حق په مبارزه لاس پورې کړي، د امارت له اوامرو سرغړونه پيل او له هر ډول مرستې او همکارۍ ډډه وکړي.
دغه ګوند زیاته کړه: «په دې لړ کې موږ د پوهنتون له نارينه محصلينو او د ښوونځيو د لوړو ټولګيو له زده کوونکو غوښتنه کوو، چې د خپلو خويندو د ننګې او ملاتړ لپاره دې هره مياشت په وروستۍ رسمي ورځ ښوونځي او پوهنځي ته له تګ څخه ډډه وکړي او له ولس څخه مو غوښتنه دا ده، چې همدا ورځ د نجونو د زده کړو لپاره کمپاين ته ځانګړې کړي او د قلم، ژبې او اعتصابونو له لارې د اعتراض غږ پورته کړي.»
طالبانو درې کاله وړاندې تر ثاني امر پورې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي، دوه کاله وړاندې يې د ثاني امر له مخې د نجونو پر مخ د پوهنتون دروازې او تېره ورځ یې د ثالث امر له مخې د چټکو زده کړو ښوونځي او د طبي زده کړو دروازې هم د نجونو پر مخ وتړلې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي، د طالبانو له خوا په خصوصي طبي انستیتوتونو کې د نجونو پر زده کړو د بنديز لګولو پرېکړه د افغانستان پر روغتيايي سيستم ناوړه اغېزه کوي.
یوناما د چارشنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې له طالبانو غوښتي، چې حکومت دې پر دې پرېکړې له سره غور وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر ویلي، چې د رسمي چینلونو له لارې د طبي روزنیزو مرکزونو د تړلو راپور په اړه څیړنه کوي او تر اوسه یې رسمي تایید نه دی ترلاسه کړی.
یوناما ویلي، چې که دا پرېکړه عملي شي د نجونو او ښځو پر زده کړو او روغتیايي خدمتونو ته د هغوی پر لاسرسي به محدودیتونه لا ډېر شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر ویلي، چې د دغه فرمان پلي کېدل به د افغانستان پر روغتیايي سیستم او د هېواد پر پرمختګ ناوړه اغېز وکړي.
یوناما د طالبانو له چارواکو غوښتي چې «د افغان ښځو او نجونو او په ټول هېواد کې د ټولو خلکو پر ژوند د منفي پایلو په پام کې نیولو سره د دې فرمان پر تطبیق له سره غور وکړي.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بربوک د طالبانو پر وروستیو بندیزونو سخته نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی چې دا پالیسي افغانستان د بشري کړکېچ لا ژورې کندې ته ټیل وهي. بربوک وايي، "په افغانستان کې د ښځو ژوند لادمخه د زندان په څېر دی".
بربوک د ښځو پر روغتیايي زده کړو د طالبانو بندیز غندلی او دا یې پر بنسټیزو حقونو او د هېواد پر راتلونکي مستقیم برید بللی.
طالبانو په دې وروستیو کې د قابله ګۍ په زده کړو بندیز ولګاوه، چې بربوک یې "نه یوازې له بنسټیزو روغتیايي خدماتو او زده کړو څخه انکار، بلکې د ګڼو خلکو د ژوند محکومول" بولي. بربوک ټینګار کړی، چې روغتیاپالانې په افغانستان کې، چې د مور او ماشوم د مړینې لوړه کچه لري، یوه مهمه ونډه لري.
هغې نن د چارشنبې پر ورځ وویل: "د روغتیا او زده کړو په برخو کې د ښځو د ګډون په مخنیوي سره طالبان په اصل کې د افغانستان راتلونکی له منځه وړي." بربوک څرګنده کړه چې جرمنی د افغان ښځو ترڅنګ درېدو ته ژمن دی.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د واک پر ګدۍ له کښېناستو وروسته د ښځو پر حقونو پراخ بندیزونه لګولي؛ له ښوونځیو، کارځایونو، او عامه ځایونو یې ښځې منع کړې دي. منتقدان خبرداری ورکوي، چې دا ډول پالیسۍ نه یوازې د افغانستان اقتصادي او ټولنیزې ستونزې ژورې کوي، بلکې کابل نور هم له نړیوالې ټولنې منزوي کوي.