• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کرېکټ بورډ: افغان کرېکټ ملي لوبډلې له زمبابوې سره د شل اوریزې لوبلړۍ لپاره تمرینات پیل کړل

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۳۴ GMT+۰

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د چهارشنبې په ورځ د زمبابوې په کوربه توب د دغه هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

افغان کرېکټ بورډ پر ټولنیزو شبکو له لارې پر خپلو رسمي پاڼو د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تازه انځورونه خپاره کړي او وايي، چې د افغانستان د شل اوره کرېکټ ملي لوبډله د زمبابوې د ملي لوبډلې په وړاندې د شل اوره نړۍوالو سیالیو لپاره د ښه چمتوالي په موخه تمرینات پیل کړي.

د افغان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، یادې لوبې د ډیسمبر میاشې په ۱۱مه نېټه پیلږي.

افغان لوبډله زمبابوې په دغه سفر کې د کوربه هېواد له ملي لوبډلې سره درې شل اوره، درې پنځوس اوره او دوې ټېسټ لوبې کوي.

له زمبابوې سره د شل اوره لوبې د راشد خان په لوبډلمشرۍ، پنځوس اوره او ټېسټ لوبې بیا د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ ترسره کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان لوبډله د یادو سیالیو ترسره کولو لپاره څلور ورځې وړاندې زمبابوې ته رسیدلې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

افغان فوټبال لیګ کې استقلال جوانان او اټک انرژي لوبډلې بریالۍ شوې

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۹ GMT+۰

د افغانستان فوټبال د اتلانو لیګ د څلورم پړاو سيالیو پر مهال د یکشنبې په ورځ لومړۍ لوبه کې د کابل استقلال لوبډلې د کابل جوانان پيروزي لوبډلې ته یو پر صفر ماته ورکړه. د همدې ورځې په دويمه سيالۍ کې بیا د هرات اټک انرژۍ لوبډلې د فاریاب خراسان لوبډله ۲ پر صفر ماته کړه.

د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ د څلورم پړاو سياليو په درېیمه ورځ په لومړۍ لوبه کې کابل استقلال لوبډلې یو پر صفر د کابل جوانان پيروزي لوبډلې ته ماته ورکړه او درې نومرې يې خپلې کړي.

د سيالۍ په ۶۰ مه دقیقه کې د کابل استقلال لوبډلې عبدالحسين صمدي یو ګول تر سره کړ او لوبډله یې تر بريا ورسوله.

د نن یکشنبې ورځې په دويمه لوبه کې د همدې سياليو اتلې د هرات اټک انرژۍ لوبډلې دوه پر صفر د فاریاب خراسان لوبډله ماته کړه.

د سياليو په ۳۲ مه دقیقه کې د هرات اټک انرژۍ په لوبډله کې محبوب حنفي او په ۷۸ مه کې خلیل احمد احمدي ګولونه تر سره کړل.

د هرات اټک انرژۍ لوبډله د افغانستان اتلانو لیګ د دویم او درېيم فصل اتلولي له ځان سره لري.

د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ په څلورم پړاو کې ۱۲ لوبډلې د اتلولۍ ګټلو لپاره یو د بل سره لوبيږي.

په دې سياليو کې د کابل استقلال او جوانان پیروزي، د هرات اټک انرژي، صرافان او سرخ پوشان، د فراه ابو مسلم او عدالت، د بلخ موج ساحل، د سرپل خادم، کندهار عینو مېنه او د فاریاب خراسان او سرسبز یاشلر لوبډلې برخه لري.

بنګله دېش هند ته په ماتې ورکولو د ۱۹ کلنو کرېکټ اسیا جام اتلولي وګټله

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۸ GMT+۰

د ۱۹ کلنو کرېکټ اسیا جام په پایلوبه کې بنګله دېش هند لوبډلې ته د ۵۹ منډو په توپير ماته ورکړه او د دې جام اتلولې یې په خپل نوم کړه.

د ۱۹ کلنو کرېکټ اسیا جام په پايلوبه کې هند د لوبې پچه وګټله او بنګله دېش ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

بنګله دېش لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو هند لوبډلې ته ۱۹۹ مندې هدف وټاکه.

هند لوبډلې په ۳۵.۲ اوره کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۹ منډې جوړې کړې او د ۵۹ منډو په توپير يې په پايلوبه کې ماته وخوړه.

دغه سيالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربه توب پيل شوې وې.

د ۱۹ کلنو د کرېکټ اسیا جام یو ورځنۍ سیالۍ د لیندۍ په ۹مه نېټه پیل شوي وې.

په دغو سیالیو کې افغانستان، پاکستان، هند، بنګله‌دېش، سریلانکا، جاپان، نپیال او متحده عربي اماراتو لوبډلې شاملې وې.

د افغانستان په ګډون سریلانکا، جاپان، نیپال او عربي اماراتو لوبډلو په ګروپي سیالیو کې خپلې لوبې بایللې وې.

د ۱۹ کلنو کرېکټ اسیا جام پایلوبه؛ هند د بنګله‌دېش په وړاندې توپ اچونه کوي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۲۴ GMT+۰

د ۱۹ کلنو کرېکټ اسیا جام پایلوبه د هند او بنګله‌دېش د ۱۹ کلنو ملي لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي. دغه دواړه لوبډلې په نیمه پایلوبه کې پاکستان او سریلانکا ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته وتلې دي.

د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د ۱۹ کلنو د کرېکټ اسیا جام سیالیو پایلوبه نن یکشنبه د (لیندۍ ۱۸مه) په دوبۍ کرېکټ نړۍوال لوبغالي کې ترسره کیږي.

د یادو سیالیو په پایلوبه کې د هند او بنګله‌دېش د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې سره مخ شوې دي.

د لوبې پچه د هند لوبډلې وګټله او د بنګله‌دېش لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د ۱۹ کلنو د کرېکټ اسیا جام یو ورځنۍ سیالۍ د لیندۍ په ۹مه نېټه پیل شوې.

په دغو سیالیو کې افغانستان، پاکستان، هند، بنګله‌دېش، سریلانکا، جاپان، نپیال او متحده عربي اماراتو لوبډلې شاملې وې.

له یادو لوبډلو څخه د سریلانکا او پاکستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلو تر نیمه پایلوبې ځانونه ورسول، خو د افغانستان په ګډون سریلانکا، جاپان، نیپال او عربي اماراتو لوبډلو په ګروپي سیالیو کې خپلې لوبې بایلودې.

افغان فوټبال لیګ کې ابومسلم، خدیم ته ماتې ور کړه، عدالت او سرسبز یاشلر لوبه سره مساوي کړه

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۸ GMT+۰

د افغانستان فوټبال فدراسيون له لوري د اتلانو لیګ د څلورم پړاو سيالیو پر مهال د شنبې په ورځ لومړۍ لوبه کې د فراه ابومسلم لوبډلې سرپل خدیم اف سي ته درې پر يو ماتې ورکړه. د سياليو دويمه لوبه د فراه عدالت او فاریاب سرسبزیاشلر لوبډلو ترمنځ ۲ پر ۲ مساوي پای ته ورسېده.

د فراه ابومسلم لوبډله، چې تر ډېره د سياليو د قهرمانۍ هڅه کوي په خپل ترکيب کې د افغانستان د ملي لوبډلې د لوبغاړو ترڅنګ بهرني لوبغاړي هم له ځان سره لري.

دغې لوبډلې په بريا د سياليو پيل وکړ او په خپله لومړۍ لوبه کې يې درې امتيازونه تر لاسه کړل.

د فراه ابومسلم لوبډله کې افریقايي لوبغاړي ایمانويل یاغر، لوبډلمشر امان الله سرداري او جبار شيرزي ګولونه وکړل.

د همدې سياليو د شنبې د ورځي دويمه لوبه د فراه عدالت او فاریاب سرسبز یاشلر لوبډلو ترمنځ ۲ پر ۲ مساوي پای ته ورسېده.

په همدې سيالۍ سره دواړو لوبډلو یو یو امتياز تر لاسه کړ.

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ څلورم پړاو سيالۍ د جمعې په ورځ په هرات ولایت کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ پیل شوې.

د وزلوبې شپږم پړاو سیالیو لومړۍ لوبه کې سرپل د فارياب لوبډلې ته ماتې ورکړه

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۲۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د المپيک، بدني روزنې عمومي رياست وايي د وزلوبې شپږم پړاو سیالیو لومړۍ لوبه کې سرپل لوبډلې خپلې سیالې فارياب ځوانانو لوبډلې ته د ۷/۰ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او د ياد ليګ لومړۍ بريا يې خپله کړه. د لیګ په لومړی ورځ د درې لوبډلو ترمنځه سیالۍ شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د المپيک، بدني روزنې عمومي رياست نن شنبې « د لیندۍ ۱۷مه» په اېکس کې لیکلي چې د وزلوبې شپږم پړاو ليګ کې د سرپل، تخار، هرات، جوانان فاریاب، یما پطرولیم، بدخشان، بغلان، پنجشېر، جوانان بلخ، سمنگان او کندز لوبډلو کډون کړی.

طالبان وايي د وزلوبې په شپږم پړاو لیګ کې کې د افغانستان پر چاپندازانو سربېره د تاجکستان او قزاقستان چاپندازان هم شته.

100%

د دغو سياليو په لومړۍ ورځ درې لوبې ترسره شوې، چې لومړۍ لوبه کې سرپل لوبډلې خپلې سیالې فارياب ځوانانو لوبډلې ته د ۷/۰ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او د ياد ليګ لومړۍ بريا يې خپله کړه.

دويمه لوبه کې بدخشان لوبډلې سيالې سمنګان لوبډلې ته د ۴/۱ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه.

په درېيمه لوبه کې يما پټرول لوبډلې سيالې بلخ ځوانانو لوبډلې ته د ۱۰/۰ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او په دغه ليګ کې يې لومړۍ برياوې خپلې کړې.

100%

طالبان وایي دا لوبې د المپيک، بدني روزنې عمومي رياست په همکارۍ او د وزلوبې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار په يکه توت وزلوبې لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ پيل شوې، چې لس ورځې به دوام وکړي.

وزلوبه چې د افغانستان د لرغونو لوبو له ډلې څخه ده، شاوخوا شپږ کاله مخکې په افغانستان کې په رسمي توګه د دغه هېواد د اولمپیک د ملي کمېټې له خوا د یوې ملي لوبې په توګه ثبت او د وزلوبې فدراسیون رامنځته شو.