• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د وزلوبې شپږم پړاو سیالیو لومړۍ لوبه کې سرپل د فارياب لوبډلې ته ماتې ورکړه

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۲۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۲۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د المپيک، بدني روزنې عمومي رياست وايي د وزلوبې شپږم پړاو سیالیو لومړۍ لوبه کې سرپل لوبډلې خپلې سیالې فارياب ځوانانو لوبډلې ته د ۷/۰ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او د ياد ليګ لومړۍ بريا يې خپله کړه. د لیګ په لومړی ورځ د درې لوبډلو ترمنځه سیالۍ شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د المپيک، بدني روزنې عمومي رياست نن شنبې « د لیندۍ ۱۷مه» په اېکس کې لیکلي چې د وزلوبې شپږم پړاو ليګ کې د سرپل، تخار، هرات، جوانان فاریاب، یما پطرولیم، بدخشان، بغلان، پنجشېر، جوانان بلخ، سمنگان او کندز لوبډلو کډون کړی.

طالبان وايي د وزلوبې په شپږم پړاو لیګ کې کې د افغانستان پر چاپندازانو سربېره د تاجکستان او قزاقستان چاپندازان هم شته.

100%

د دغو سياليو په لومړۍ ورځ درې لوبې ترسره شوې، چې لومړۍ لوبه کې سرپل لوبډلې خپلې سیالې فارياب ځوانانو لوبډلې ته د ۷/۰ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او د ياد ليګ لومړۍ بريا يې خپله کړه.

دويمه لوبه کې بدخشان لوبډلې سيالې سمنګان لوبډلې ته د ۴/۱ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه.

په درېيمه لوبه کې يما پټرول لوبډلې سيالې بلخ ځوانانو لوبډلې ته د ۱۰/۰ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او په دغه ليګ کې يې لومړۍ برياوې خپلې کړې.

100%

طالبان وایي دا لوبې د المپيک، بدني روزنې عمومي رياست په همکارۍ او د وزلوبې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار په يکه توت وزلوبې لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ پيل شوې، چې لس ورځې به دوام وکړي.

وزلوبه چې د افغانستان د لرغونو لوبو له ډلې څخه ده، شاوخوا شپږ کاله مخکې په افغانستان کې په رسمي توګه د دغه هېواد د اولمپیک د ملي کمېټې له خوا د یوې ملي لوبې په توګه ثبت او د وزلوبې فدراسیون رامنځته شو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

په هرات کې د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ څلورم پړاو سیالۍ پیل شوې

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۵۹ GMT+۰

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نن د جمعي په ورځ په هرات ولایت کې د دغه هېواد د فوټبال د اتلانو لیګ څلورم پړاو سیالۍ پیل شوې.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د اتلانو لیګ په دغو سیالیو کې د فوټبال ۱۲ لوبډلې یو د بل په وړاندې لوبیږي.

دغه فدراسیون وايي، په دغه پړاو کې لوبډلې نه یوازې د کورنۍ اتلولۍ لپاره هڅه وکړي، بلکې د اسیا کلب سیالیو ته د رسیدو لپاره یو زرین چانس د دغه لیګ د اتلې لوبډلې په تمه دی.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې سیالیو اتله لوبډله که د اسیا د فوټبال کنفدراسیون د جواز لرونکي کلب میعارونه پوره کړي، نو د زړې وچې د فوټبال په لوړه کچه سیالیو کې به د ګډون چانس ترلاسه کړي.

د فوټبال فدراسیون وايي، د یاد لیګ په پرانېستنه کې د طالبانو د ورزش ادارې مسولینو هم ګډون کړی او دغه لیګ په هېواد کې دننه د فوټبال د ودې او د فوټبال د استعدادونو د پیدا کولو په موخه ترسره کیږي.

د دغه لیګ په لومړۍ ورځ سرخ پوشان خوافي هرات او موج ساحل اف سي او دوهمه لوبه د صرافان هرات او عینو مېنه کندهار لوبډلو تر منځ تر سره شوه.

په دغه لیګ کې سرخ پوشان خوافی موج ساحل اف سي ته ۱ د صفر په وړاندې او صرافان هرات بیا عینو مېنه کندهار لوبډلې ته ۱ د صفر په وړاندې ماتې ورکړه.

د یاد لیګ د لوبو په دوام سبا هم دوه لوبې کیږي چې ابو مسلم فراه د خدیم اف سي سرپل او سرسبز یاشلر فاریاب د عدالت فراه په وړاندې لوبیږي.

د بنګله دېش او هند د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې د اسیا جام سیالیو پایلوبې ته ووتلې

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۰۴ GMT+۰

د ۱۹ کلنو اسیا جام کرېکټ سیالیو په نېمه پایلوبه کې بنګله دېش د پاکستان او هند د سریلانکا لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغه جام پایلوبې ته ووتل. د دې جام پایلوبه د یکشنبې په ورځ د هند او بنګله دېش د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

د ۱۹ کلنو اسیا جام کرېکټ سیالیو په نیمه پایلوبه کې نن جمعه بنګله دېش له پاکستان سره او هند له سریلانکا سره لوبه وکړه.

د نېمه پایلوبې په لومړۍ لوبه کې د بنګله دېش د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې د پاکستان له لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د پاکستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې په ۳۷ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۱۶ منډې جوړې کړې او سیالۍ لوبډلې ته یې په پنځوس اورونو کې د ۱۱۷ منډو هدف ورکړ.

د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې د بنګله دېش د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې په ۲۲،۱ اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځیدو سره د تمیم د ۶۱ ناسوځیدلو منډو په مټ ۱۲۰ منډې جوړې کړي او د یاد جام پایلوبې ته ووتله.

همدارنګه د نیمه پایلوبې په دوهمه لوبه کې د هند د ۱۹ کلنو ملي لوبډله د سریلانکا د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ښکته شوه.

د دغې لوبې پچه د سریلانکا د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې وګټله او د هند په وړاندې یې د توپ وهنې پرېکړه وکړل.

د سریلانکا د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې په ۴۶،۲ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۷۳ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې په پنځوس اورونو کې د ۱۷۴ منډو هدف ورکړ.

خو د هند د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د ویبهاو سوریاونشي د ۶۷ او ایوش مهاتېر د ۳۴ منډو په مټ په ۲۱،۴ اورونو کې د سریلانکا د ۱۹ کلنو لوبډلې له لورې ورکړل شوی هدف پوره کړ او د جام پایلوبې ته ووت.

د ۱۹ کلنو اسیا جام کرېکټ سیالیو پایلوبه د یک شنبې په ورځ د هند او بنګله دېش د ۱۹ کلنو ملي لوبډلو ترمنځ د عربي متحده اماراتو په دوبۍ نړیوال کرېکټ لوبغالې کې ترسره کیږي.

په کابل کې د وزلوبې د غوره لیګ سیالیو شپږم پړاو پیل شو

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۲۹ GMT+۰

په کابل کې د وزلوبې سیالیو لپاره د غوره لیګ شپږم پړاو د پنجشنبې په ورځ د (لیندۍ په ۱۵ مه) نېټه پیل شو.

په کابل کې د وزلوبې د غوره لیګ سیالیو شپږم پړاو پیل شو

په کابل کې د وزلوبې سیالیو لپاره د غوره لیګ شپږم پړاو د پنجشنبې په ورځ د (لیندۍ په ۱۵ مه) نېټه پیل شو.

په دغو سیالیو کې به د تخار، بدخشان، کندوز، سرپل، سمنګان، پنجشیر، فاریاب، بلخ او هرات لوبډلې کې برخه اخلي چې لس ورځې به دوام ومومي.

داسې هم ویل کیږي چې په دغو سیالیو کې د منځنۍ اسیا د ځینو هېوادونو لوبغاړي هم برخه لري.

د وزلوبو سیالي هر کال د لیندۍ په میاشت کې د بېلابېلو ولایتونو د لوبډلو له خوا په کابل کې پیلیږي چې تېر کال په دغو سیالیو کې د سرپل لوبډلې اتلولي ګټلې وه.

دغه لوبې به د طالبانو تر واک لاندې د ملي ټلړیزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپریږي.

د پاکستان د نابینایانو کرېکټ لوبډلې شل اوره نړیوال جام وګاټه

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۱۷ GMT+۰

نن د پاکستان د نابینایانو کرکټ ملي لوبډلې د دغه هېواد په ملتان کې په شل اوره نړیوال جام کې بنګله دېش ته په لسو ویکټو ماتې ورکړه او دا جام یې خپل کړ.

بنګله دېش لومړی توپ وهنه وکړه او شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۹ منډې جوړې کړې.

د پاکستان دولتي راډیو د خبر له مخې د بنګله دېش ځواب کې پاکستان دغه هدف په ۱۰ اورونو او په څلورو توپونو سره پرته له کومې وېکټې له ورکړې ترلاسه کړ.

د پاکستان لپاره نثار علي په ۷۲ منډو ناسوځېدلی پاتې شو او اوپنر توپ وهونکی محمد صفدر په ۴۷ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف د پاکستان د نابینایانو کرېکټ لوبډلې شل اوره نړیوال جام د بریا مبارکی ورکړې ده.

د کابل فوټسال غوره لیګ شپږم پړاو سیالۍ پیل شوې

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۳۴ GMT+۰

د کابل د فوټسال غوره لیګ شپږم پړاو سیالۍ د پیل مراسم د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې په تالار کې ترسره شول. دغه لیګ د دوو لوبډلو ترمنځ په سیالۍ سره پیل شو.

د یکشنبې په ورځ په کابل کې ، د کابل فوټسال غوره لیګ شپږم پړاو سیالۍ د ۱۳ لوبډلو په ګډون پیل شوې.

یادې سیالۍ به د الف او ب په ګروپي شکل تر سره شي.

په الف ګروپ کې زیتون، افغانستان ورزش، شقایق، عدالت، یاران همدلي او پیشنتاز او په ب ګروپ کې اطمینان، شریفي سپورټ، ظاهر اسد، پوشاک مددي، شهید نسیم، پنجشیر ایف سي او یاران افغان لوبډلې شاملې دي.

د دغو سیالیو په لومړی ورځ زیتون د اطمینان او افغانستان سپورټ لوبډله د شریفي سپورټ لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ښکته شوې.

په دغو دوو لوبو کې زیتون او اطمینان لوبډلو د ۳ـ۳ مساوي او د افغان سپورټ لوبډلې د شریفي لوبډلې ته ۱ـ۴ ګولونو ماتې ورکړه.

د دغه ټورنمنټ لومړۍ او دویم مقام ګټونکي لوبډلې به د افغانستان د زونونو د فوټسال سیالیو وروستي پړاو ته لار ومومي او هغه دوه لوبډلې چې په دغه ټورنمینټ کې تر ټولو کمې نمرې ترلاسه کړي د کابل د فوټسال یون لیګ سیالیو ته به لار ومومي.