په کابل کې د وزلوبې د غوره لیګ سیالیو شپږم پړاو پیل شو

په کابل کې د وزلوبې سیالیو لپاره د غوره لیګ شپږم پړاو د پنجشنبې په ورځ د (لیندۍ په ۱۵ مه) نېټه پیل شو.

په کابل کې د وزلوبې سیالیو لپاره د غوره لیګ شپږم پړاو د پنجشنبې په ورځ د (لیندۍ په ۱۵ مه) نېټه پیل شو.
په کابل کې د وزلوبې د غوره لیګ سیالیو شپږم پړاو پیل شو
په کابل کې د وزلوبې سیالیو لپاره د غوره لیګ شپږم پړاو د پنجشنبې په ورځ د (لیندۍ په ۱۵ مه) نېټه پیل شو.
په دغو سیالیو کې به د تخار، بدخشان، کندوز، سرپل، سمنګان، پنجشیر، فاریاب، بلخ او هرات لوبډلې کې برخه اخلي چې لس ورځې به دوام ومومي.
داسې هم ویل کیږي چې په دغو سیالیو کې د منځنۍ اسیا د ځینو هېوادونو لوبغاړي هم برخه لري.
د وزلوبو سیالي هر کال د لیندۍ په میاشت کې د بېلابېلو ولایتونو د لوبډلو له خوا په کابل کې پیلیږي چې تېر کال په دغو سیالیو کې د سرپل لوبډلې اتلولي ګټلې وه.
دغه لوبې به د طالبانو تر واک لاندې د ملي ټلړیزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپریږي.


نن د پاکستان د نابینایانو کرکټ ملي لوبډلې د دغه هېواد په ملتان کې په شل اوره نړیوال جام کې بنګله دېش ته په لسو ویکټو ماتې ورکړه او دا جام یې خپل کړ.
بنګله دېش لومړی توپ وهنه وکړه او شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۹ منډې جوړې کړې.
د پاکستان دولتي راډیو د خبر له مخې د بنګله دېش ځواب کې پاکستان دغه هدف په ۱۰ اورونو او په څلورو توپونو سره پرته له کومې وېکټې له ورکړې ترلاسه کړ.
د پاکستان لپاره نثار علي په ۷۲ منډو ناسوځېدلی پاتې شو او اوپنر توپ وهونکی محمد صفدر په ۴۷ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.
د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف د پاکستان د نابینایانو کرېکټ لوبډلې شل اوره نړیوال جام د بریا مبارکی ورکړې ده.

د کابل د فوټسال غوره لیګ شپږم پړاو سیالۍ د پیل مراسم د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې په تالار کې ترسره شول. دغه لیګ د دوو لوبډلو ترمنځ په سیالۍ سره پیل شو.
د یکشنبې په ورځ په کابل کې ، د کابل فوټسال غوره لیګ شپږم پړاو سیالۍ د ۱۳ لوبډلو په ګډون پیل شوې.
یادې سیالۍ به د الف او ب په ګروپي شکل تر سره شي.
په الف ګروپ کې زیتون، افغانستان ورزش، شقایق، عدالت، یاران همدلي او پیشنتاز او په ب ګروپ کې اطمینان، شریفي سپورټ، ظاهر اسد، پوشاک مددي، شهید نسیم، پنجشیر ایف سي او یاران افغان لوبډلې شاملې دي.
د دغو سیالیو په لومړی ورځ زیتون د اطمینان او افغانستان سپورټ لوبډله د شریفي سپورټ لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ښکته شوې.
په دغو دوو لوبو کې زیتون او اطمینان لوبډلو د ۳ـ۳ مساوي او د افغان سپورټ لوبډلې د شریفي لوبډلې ته ۱ـ۴ ګولونو ماتې ورکړه.
د دغه ټورنمنټ لومړۍ او دویم مقام ګټونکي لوبډلې به د افغانستان د زونونو د فوټسال سیالیو وروستي پړاو ته لار ومومي او هغه دوه لوبډلې چې په دغه ټورنمینټ کې تر ټولو کمې نمرې ترلاسه کړي د کابل د فوټسال یون لیګ سیالیو ته به لار ومومي.

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې افغان پياوړی ورو توپ اچوونکی مجیب الرحمان به د زمبابوې پر وړاندې يو ورځنیو او شل اوره لوبلړيو کې له افغان لوبډلې سره ملتیا کوي. مجیب الرحمان لهاوږدې مودې راهيسي د لاس د ټپ له کبله له افغان لوبډلې سره په لوبو کې نه و.
افغانستان کرکټ بورډ د یکشنبې په ورځ د زمبامبوې پر وړاندې د يو ورځنيو او شل اوره لوبلړيو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.
کرکټ بورډ ويلي، چې په دې نوملړ کې يې د لومړي ځل لپاره تکړه افغان کیڼ لاسي پيليز توپ وهونکي زبید اکبري او په شل اوره لوبو کې يې دروېش رسولي هم شامل کړي دي.
د افغان لوبډلې پياوړی پيليز توپ وهونکی ابراهيم ځدراڼ، چې څه موده وړاندې د ښنګري ټپ له کبله يې عمليات کړی، لا هم تر درملنې لاندې دی او په دې سياليو کې به له افغان لوبډلې سره نه وي.
د افغانستان کرکټ بورډ د مالوماتو له مخې، د افغانستان او زمباموې ترمنځ دغه سيالۍ به د زمبابوې په پلازمېنه هرارې کې د ډسمبر مياشتې پر ۱۱ مه نېټه پيل شي او د ۲۰۲۵ کال د جنوري مياشتې تر شپږمې نېټې به دوام وکړي.
د زمبابوې پر وړاندې په شل اوره لوبو کې په افغان لوبډله کې راشدخان لوبډلمشر، رحمان الله ګوربز او محمد اسحاق ويکټ ساتونکي، صديق الله اتل، حضرت الله ځاځی، محمد نبي، دروېش رسولي، زبید اکبري، ګلبدين نایب، کريم جنت، ننګيال خروټی، مجیب الرحمان، نوراحمد، فضل الحق فاروقي، فريد احمد ملک، نوین الحق او عظمت الله عمرزی شامل دي.
د افغان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د يو ورځنيو سياليو لپاره د افغان لوبډلې لپاره حشمت الله شهيدي لوبډلمشر، رحمت شاه رزمتی مرستيال لوبډلمشر، رحمان الله ګوربز او اکرام علي خېل ويکټ ساتونکي، عبدالمالک، صديق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمدنبي، ګلبدين نايب، راشدخان، ننګيال خروټی، الله محمد غضنفر، مجیب الرحمان، فضل الحق فاروقي، نويد ځدراڼ، بلال سمېع او فرید احمد ملک غوره کړي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ زياتوي، چې د دغو سيالیو د مهالوېش له مخې به شل اوره لوبې د ډسمبر میاشتې پر ۱۱مه، ۱۳مه او ۱۴مه نېټه او درې یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ به د همدې میاشتې پر ۱۷مه، ۱۹مه او ۲۱مه او لومړۍ ټېسټ لوبه د ډسمبر له ۲۶مې تر ۳۰مې او دویمه ټېسټ لوبه د جنوري له دویمې تر شپږمې نېټې پورې ترسره شي.

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډلې نن یکشنبه د کرکټ اسیايي شورا اړوند اسیا جام سیالیو کې خپله دويمه لوبه کې له سريلانکا د ۱۳۱ منډو په توپير ماته وخوړه. افغان لوبډلې د سريلانکا ۲۴۴ منډې هدف پوره نه کړ او يوازې يې ۱۱۲ منډې جوړې کړې.
د ۱۹ کلنو اسیا جام سیاليو د شپږمي لوبې پچه سريلانکا لوبډلې وګټله او لومړۍ يې توپوهنه غوره کړه.
سریلانکا لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته ۲۴۴ منډې هدف وټاکه.
سريلانکايي توپ وهونکي شاروجان شانموګاناتن په ۱۳۲ توپونو ۱۰۲ منډې جوړې کړې.
د افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې په توپ اچونه کې الله محمد غضنفر درې سريلانکایي لوبغاړي وسوځول.
د لوبې په دويمه پاڼۍ کې ټول افغان لوبغاړي په ۲۸.۲ اور کې وسوځېدل او يوازې يې ۱۱۲ منډې جوړي کړې.
د ۱۹ کلنو اسیا جام سیاليو کې افغانستان خپله لومړنۍ لوبه هم د ۴۵ منډو په توپیر پر بنګله دېش بايللې وه.
د دې سياليو په بي ګروپ کې افغانستان، سریلانکا، بنګله دېش او نيپال لوبډلې یو تربله لوبيږي.
افغانستان به خپله درېيمه لوبه د سې شنبې په ورځ له نيپال لوبډلې سره تر سره کړي.

د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو په لړ کې د سریلانکا د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې لوبډلمشر د لوبې پچه وګټله او د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په وړاندې یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو په لړ کې افغانستان د خپلې دویمې لوبې پچه هم بایلله.
د نننۍ لوبې پچه د سریلانکا د ۱۹ کلنو لوبډلې وګټله او د افغانستان لوبډلې ته یې د توپ اچونې بلنه ورکړه.
تردې مهاله د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په دغه جام کې یوه لوبه کړې ده، او خپله لومړۍ لوبه یې د بنګله دېش د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې ته ۴۵ منډو په توپیر بایللې ده.
د سریلانکا د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په وړاندې په نننۍ لوبه کې د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په ۱۱ کسیز نوملړ کې د محبوب ستانګزي په لوبډلمشرۍ، عزیر الله نیازی، فیصل شینوزاده، برکت ابراهیمزی، حمزه علیخیل، نظیف الله ابراهیمي، نصیب معروف خیل، عزت خان، الله محمد غضنفر، عبدالعزیز خان او نصرت خان نورستاني اخیستل شوي دي.
د افغان ۱۹ کلنو لوبډلې په ننني نوملړ کې د خاطر ستانګزي پر ځای عزت خان په لوبډله کې ور زیات کړی دی.
همدارنګه نن د بنګله دېش او نیپال د ۱۹ کلنو ملي لوبډلو تر منځ هم د لوبې پچه اچونه تر سره شوه.
بنګله دېش د لوبې پچه وګټله او د نیپال لوبدلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.