پاکستاني رسنۍ: شمالي وزیرستان کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه عملیاتو کې ۱۳ وسله‌وال وژل شوي

پاکستاني رسنۍ ډان راپور ورکړی، چې د یکشنبې په سهار د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو له‌خوا ډیورنډ کرښې ته څېرمه په یو لړ عملیاتو کې ۱۳ وسله‌والو وژل شوي دي.