طالبانو په غزني کې یوه ښځه او نارینه د ”زنا“ په تور په دورو وهلي دي

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یوه ښځه او یو نارینه یې چې په “زنا” تورن وو په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یوه ښځه او یو نارینه یې چې په “زنا” تورن وو په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
د طالبانو د سترې محکمې له لوري د سې شنبې په ورځ د (لېندۍ ۲۰مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې دوه ورځې وړاندې یې د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې یوه ښځه او یو نارینه چې په “زنا” تورن وو په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړې ده.
د خبرپاڼې د معلومات له مخې، چې تورن کس یې ۳۹ دورې وهلی او درې کاله د بند سزا او تورنه ښځه یې هم ۳۹ دورې وهلې او د پنځه کاله بند سزا یې ورکړې ده.
د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې د یادو تورنو کسانو د پېژندګلوي په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو وايي، دوی ته یې د یادې ډلې د سترې محکمې تر تایید وروسته دغه سزا ورکړې ده.
په تېرو اتو ورځو کې طالبانو په کاپیسا او میدان وردګ ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون شپږو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزاګانې ورکړې دي.
که څه هم پر طالبانو په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو په اړه د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو له لوري سختې نیوکې کېږي؛ خو لا هم طالبان لږ تر لږه په یوه یا دوو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر خلکو په عام محضر کې بدني سزاوې عملي کوي.
د طالبانو دغه کړنې په نړۍواله کچه غندل کېږي؛ خو طالبان وایي دوی «د اسلامي شریعت» د تطبیق په موخه دغه چاره ترسره کوي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت یوه سلاکاره کیټي نېټ وایي، د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی یوازې فزیکي نه؛ بلکې د هغو پالیسیو له لارې هم پلي کېږي، چې زدهکړو ته د ښځو لاسرسی منعه کوي او په ټولنه او اقتصاد کې د دوی ګډون محدودوي.
نوموړې دغه څرګندونې د کابل لپاره د امریکا سفارت پر اېکس پاڼه په خپره شوې یوې ویډیو کې کړې دي.
هغې ویلي: «موږ باید د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د ټولو ډولونو په وړاندې ودرېږو او مېرمنې ځواکمنې کړو، چې له خپلو حقونو بېرته برخمنې شي.»
د هغې په وینا، د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی د بشري حقونو تر ټولو پراخه سرغړونې دي چې په ټوله نړۍ کې ښځې او نجونې اغېزمنوي.
دغه سفارت تېرماښام د امریکا د پراختیا نړۍوالې ادارې د ماموریت مرستیال مشر مایکل اشکوري څرګندونې هم خپرې کړې وې.
هغه ویلي و، افغان ښځې او نجونې د هغو بندیزونو له امله چې پر هغوی لګول شوي، هغوی یې بې هویته کړې او د هغوی غږ یې ټپ کړی دی.
د هغه په وینا، د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ظالمانه قانون وضعیت نور هم پېچلی او کړکېچن کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د بشري حقونو د نړۍوالي ورځې په مناسبت وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو خوندیتوب په اوږدمهال او خطرناک ډول د له منځه تلو په حال کې دی او تر ډېره یې زیان ښځې او نجونې ګالي.
د ډسمبر ۱۰مه، د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان لهخوا د بشري حقونو نړۍواله ورځ نومول شوې ده؛ خو افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې پر دغه هېواد حاکمه ډله د بشري حقونو څخه د سرغړونې په ډېرو مسایلو کې ښکېله ده.
یوناما د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت پر طالبانو غږ کړی، چې د بشري حقونو نړۍوال مکلفیت ومني.
یوناما له طالبانو څخه غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د ښځو، نارینهو، نجونو او هلکانو د اوسنیو او راتلونکو نسلونو د خوندیتوب او هوساینې لپاره د بشري حقونو نړۍوال مکلفیت ومني.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما مشره روزا اوتنبایوا وايي: «په خواشینۍ سره، موږ په افغانستان کې په دوامداره توګه د برعکس چارو شاهدان یو، د امنیت په برخه کې له ښهوالي او د وسلهوال تاوتریخوالي له کمښت سره، سره د بشري حقونو خوندیتوب په اوږدمهال او خطرناک ډول د له منځه تلو په حال کې دی، چې ډېر زیان یې ښځو او نجونو ته رسېږي.»
مېرمن اوتنبایوا وايي، د طالبانو له لوري له زدهکړو او کار څخه د ښځو او نجونو منعه کول د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو سیسټماتیک تبعیض په ګوته کوي.
روزا اوتنبایوا زیاته کړه:« له واک سره مسؤلیت ملګری وي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د خلکو د مشروع استازي په توګه د واکمنو چارواکو ادعا باید د ګډو ارزښتونو او معیارونو د ساتلو او پرمختګ لپاره له ریښتینو هڅو سره یو ځای وي.»
همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ استازې فیونا فریزر خبرداری ورکړی، چې که په افغانستان کې ښخې او نجونې له خپلو حقونو څخه بې برخې پاتې شي، دا به د افغانستان لپاره د یوې څرګندې ناکامۍ لامل شي.
فوینا فریزر وايي:« د بشري حقونو اسناد د یوې وسیلې په توګه رامنځ ته شول، چې د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې له ټولنو سره مرسته وکړي چې د ځان لپاره یوه ښه راتلونکې جوړه کړي. که افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې له خپلو حقونو څخه بې برخې پاتې شي، دا په افغانستان کې د ټولو اوسېدونکو د هوساینې په برخه کې د یوې څرګندې او قصدي ناکامۍ لامل کېږي.»
سره له دې چې، د طالبانو له لوري له کار او زدهکړو څخه د افغان ښځو او نجونو منعه کېدو په نړۍواله کچه سخت غبرګونونه له ځانه سره لرلي؛ خو په کور دننه هم یادې مسلې طالبان د نظر د اختلاف له امله پر دوو برخو وېشلې دي.

د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، په افغانستان کې د “فساد او بډو” کچه په بېساري ډول راټېټه شوې ده؛ خو خلک په کابل او ولایتونو کې طالبان په بډو اخیستو تورنوي.
له فساد سره د مبارزې نړۍوالې ورځې په درشل کې تېره ورځ د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت په یوه ویډیویې پیغام کې ادعا کړې، چې پر افغانستان د یادې ډلې له واکمنېدو وروسته د فساد کچه ټېټه شوې ده.
نوموړی وایي:« د اسلامي امارت له بریا را وروسته د فساد او بډو اخسینې کچه په بېساري ډول راټېټه شوې ده. اوس ویلی شو، چې د پخوا پرتله افغانستان له اداري فساد څخه یو پاک هېواد دی.»
خو نوموړی وايي، ښايي په ټېټه کچه به د فساد په اړه ځینې ستونزې لا هم وي؛ خو دوی یې په وړاندې کلکه مبارزه کوي.
نوموړی ادعا کوي، چې د تېر حکومت پر مهال، د دولتي ځمکو غصب، د پيسو په بدل کې د څوکیو وېش او په قراردادونو کې بې کچې فساد کېده.
خو یو شمېر کسان بیا له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وايي، چې لوړپوړي او ټېټ پوړي اکثریت طالب چارواکي په فساد کې ښکېل دي.
دغه کسان چې د طالبانو له ډاره نه غواړي نومونه یې په راپور کې ذکر شي وايي، په دولتي ادارو کې ډېر عادي کارونه د بډو ورکولو په زور ترسره کېږي.
دوی وایي، په ولایتونو کې ډېر طالب چارواکي غیر رسمي استازي لري او ډېرې رغنیزې او دولتي پروژې د یادو استازو په لاس د بډو په اخیستلو ځانګړو کسانو او شرکتونو ته ورکول کېږي.
د شریف الله په (مستعار نوم) د کندهار یو اوسېدونکی وايي:« خپل پخوانی کور مې غوښت له سره ورغوم، دوه میاشتې مې د کندهار په ښاروالی او د ښار او کور جوړونې په ریاست کې عریضه لاس پر لاس وګرځوله، په پای کې مجبور شوم، د دوی ځینو کسانو ته مې مېلمستیا وکړه او درې ایفون موبایلونه مې ورته واخیستل بیا یې ماته د کور د جوړېدو اجازه راکړه دا یې یوه کوچنۍ بېلګه ده.»
داسې راپورونه هم ورکول شوي، چې د طالبانو مشر په یو شمېر وزارتونو کې د پراخ فساد د شتهوالي له امله په خپلو وزیرانو کې ادلون بدلون راوستی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو مشر د یادې ډلې د کانونو او پټرولیم، افغانستان بانک، عامې روغتیا او برېښنا وزیران بدل رابدل کړل او داسې ویل کېده چې دغه وزیران په درغلیو او فساد کې ښکېل وو.

د طالبانو د عامې روغتیا په وزارت کې سرچینو اې اېف پي ته ویلي، چې په طبي موسسو کې د ښځو پر زدهکړو د بندیز له امله لږ تر لږه ۳۵۰۰۰ ښځینه زدهکړیالانې له زدهکړو بې برخې شوې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغو زدهکړیالانو په لسو دولتي او تر ١٥٠ زياتو خصوصي موسسو کې زدهکړې کولې.
یو شمېر زدهکړیالانو چې له زدهکړو منعه کړل شوې دي، د طالبانو له لوري د دغو مرکزونو د تړلو له پرېکړې څخه وېره او مایوسي څرګنده کړې ده.
له دغو محصلینو څخه یوه یې سجا (مستعار نوم) چې د پوهنتون زدهکړیاله وه او د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته یې د روغتیایي زدهکړو موسسې ته مخه کړه، وویل: «دا زما وروستۍ هیله وه چې یو څه وکړم، یو څوک شم؛ خو هر څه له موږ څخه د نجونو په جرم اخیستل شوي دي.»
د طالبانو مشر په دې وروستیو کې تعلیمي موسسو ته امر وکړ، چې په طبي موسسو کې د نویو ښځینه زدهکړیالانو د نوم لیکلنې څخه ډډه وکړئ او نور نجونې نه شي کولی، چې د طبي زدهکړو لپاره طبي موسسو ته ولاړې شي.
خو په دې اړه کوم رسمي مکتوب او اعلامیه نه ده خپره شوې.
یو شمېر طبي موسسو ویلي، چې په مکتوبي بڼه د دغه امر تر لاسه کېدو پورې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي؛ خو ځینو بیا ژر تر ژره له زدهکړیالانو څخه ازموینې واخیستې او نور یې فعالیت بند کړ.
سجا چې یو کال یې په طبي موسسه کې زدهکړې کړې دي وویل: «ټول ګنګس دي هیڅوک رښتیا نه وايي، چې څه خبره ده. موږ هره ورځ د دوو یا درېیو مضمونونو ازموینه ورکوو. په داسې حال کې چې مخکینۍ ازموینې مو څو میاشتې مخکې ورکړې وې.»
په کابل کې د یوې طبي موسسې مدیر چې ۱۷۰۰ زدهکړیالان لري او له دې ډلې ۷۰۰ تنه یې ښځینه زدهکړیالانې دي وویل: «موږ له زدهکړیالانو او استادانو څخه ډېر پیغامونه ترلاسه کړي دي او دوی پوښتنه کوي، چې د طبي موسسو د خلاصون کومه هیله شته؟ هیڅوک خوښ نه دي.»
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دغو موسسو کې ۳۵ زره ښځو د نرسنګ، قابلهګۍ، د غاښونو او لابراتوار په برخو کې زدهکړې کولې.
ملګرو ملتونو د طالبانو دغه پرېکړه غندلې او دا یې د ښځو پر وړاندې سیستماتیک او د نه منلو وړ تبعیض بللی دی.
د دې سازمان کارپوهانو دغه پرېکړه "د ښځو وژنه" بللې او خبرداری یې ورکړی، چې د دغه بندیز دوام د "غیر ضروري کړاو، ناروغۍ او احتمالاً د افغان ښځو او ماشومانو د مړینې لامل کېدای شي."
ملګرو ملتونو ویلي، چې دا پرېکړه به په هغه هېواد کې ویجاړونکې پایلې ولري چې په نړۍ کې د مېندو او ماشومانو د مړینې له لوړې کچې سره مخ دی.
ځینو سرچینو خبر ورکړی، چې د طالبانو د مشر وروستۍ پرېکړې د دغې ډلې چارواکي په دوه ډلو سره وېشلي دي.
په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو د رسېدو راهیسې، دغې ډلې پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي او په دې سره افغانستان د نړۍ په کچه یوازینی هېواد دی، چې نجونې یې له شپږم ټولګي څخه پورته له زدهکړو منعه کړل شوې دي.
د طالبانو دغه پرېکړه له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
ځینو هېوادونو په افغانستان کې د سیستماتیک تبعیض او جنسیتي تبعیض قضیه د هاګ محکمې ته استولې او ویلي یې دي، چې د طالبانو په اړه باید څېړنې وشي.
د جرمونو نړۍوالې محکمې هم ویلي، چې ډېر ژر به د طالب مشرانو د نیولو امر صادر کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وایي، چې په روغتیایي موسسو کې د نجونو پر زدهکړو لګېدلي بندیزونه د افغانستان ټولو خلکو ته زیان رسوي.
نوموړي د سې شنبې په ورځ د (لېندۍ ۲۰مه) په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې وار د مخه روغتیایي بنسټونه کمزوري و او له امله یې مېندې او ماشومان له سختو ستونزو او کړاونو سره لاس او ګرېوان وو، چې د دغه نوي بندیز سره به د هغوی روغتیایي وضعیت نور هم د اندېښنې وړ شي.
نوموړی وړاندې لیکي، که په دغې برخه کې د نجونو مخه نیول کېږي؛ نو په راتلونکې کې د دغو نیمګړتیاو جبرانول ستونزمن څه چې ناشوني به هم وي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله تېره اونۍ په خپل وروستي فرمان کې په طبي موسسو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه، چې هم په کور د ننه او هم بهر کې له توندو غبرګونونو سره مخامخ شو.
ګڼو نړۍوالو بنسټونو له طالبانو غوښتي، چې دغه فرمان لغوه کړي او د مېندو او ماشومانو روغتیا ته دې پاملرنه وکړي؛ خو تر دې مهاله داسې څرک نه لګېږي، چې د طالبانو مشر دې له خپل دغه فرمانه په شا شي.
په دغو موسسو کې شاوخوا ۳۰ زره نجونې د روغتیا پالنې، قابلهګۍ او لابراتوار په برخو کې پر زدهکړو بوختې وې.
