طالبان:‏ د پنجشېر شاوخوا ۳ زره قیراطه زمرد د نږدې ۱۴۳ زره ډالرو په ارزښت وپلورل شول

طالبانو په پنجشېر ولایت کې د دغه ولايت له کانونو څخه د تازه استخراج شویو زمردو له پلورلو خبر ورکړی دی. په پنجشېر ولایت کې د طالبانو ویاند سیف الدین لټون ویلي، چې دغه زمرد د داوطلبۍ له لارې پلورل شوي دي.