فرید حمیدي د سې شنبه په ورځ (د لېندۍ ۲۰مه) وویل: «د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې لیکوالانو دغه ورځ له تبعیض، تاوتریخوالي او ظلم څخه د پاکې نړۍ په هیله د لوړ انساني ارمانونه او ارزښتونه په توګه ثبت کړی، چې ټول انسانان ترې ګټه پورته کولی شي. دوی د دې ارمانونو مادي اړخونو ته پام نه دی کړی. پایله دا شوه چې هغه ملتونه چې ځواک او شتمني یې لرله له دې حقونو برخمن شول.»
د بشري حقونو نړۍواله ورځ هر کال د ډسمبر میاشتې په ۱۰ مه نېټه نمانځل کیږي.
د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه په همدې ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې له لوري په ۱۹۴۸ کال کې تصویب شوه.
په دغې اعلامیه کې د ټولو انسانانو لپاره مساوات، ازادي، انساني کرامت او حقوقو په اړه بنسټیز اصول وړاندې کوي.
ښاغلي حمیدي وویل: «بې وزله او کمزوري ولسونه زیات استثمار، بېوزلۍ، بې ثباتۍ، تاوتریخوالي، تبعیض او نه ختمیدونکي بدبختیو سره مخ شول. د بشری حقونو د تش په نامه د مدافعینو له خوا له بشري حقونو څخه دوه اړخیزه استفاده دغه لوړ انساني ارزښتونه له جدي او حیاتي ننګونو سره مخ کړي دي.»
هغه زیاته کړه، چې نړۍواله سوله، سوکالي او ثبات د بشري حقونو او عدالت له درناوي پرته ناشونی دی.
هغه پوښتنه کړې، نن چې د بشري حقونو نړۍواله ورځ ده، د افغانستان، فلسطین، سوریې، اوکراین او لسګونو نورو مظلومو هېوادونو خلکو ته څه پیغام لري؟
حمیدي زیاته کړه: «بشري حقونه د انسان ستره لاسته راوړنه ده. د دې د تحقق لپاره، نړۍوال نیت او اراده اړینه ده.»
د بشري حقونو نړۍواله ورځ په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د ارزښتونو د ساتنې، ترویج او ملاتړ لپاره لمانځل کیږي.
د بشري حقونو نړۍوالې ورځې موخه دا ده، چې د انسانانو د حقوقو او ازادیو په اړه پوهاوی او په نړۍ کې د هغوی د ساتنې لپاره هڅې زیاتې شي.
په افغانستان کې بیا طالبانو ټول بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي او تل ټینګار کوي، چې یاده ډله یوازې د شرعي احکامو پربنسټ چارې پر مخ وړي.
سره له دې چې افغانستان یوه اسلامي ټولنه ده، خو بیا هم افغانان د اسلامي احکامو ترڅنګ د بشري حقونو د په پام کې نیولو هم ټینګار کوي.