• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان په بېلابېلو پلمو په افغانستان کې د زده کړو دروازې بندوي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۲:۳۷ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې، طالبانو د یوولسو خصوصي لوړو زده کړو موسسو جوازونه لغوه کړي دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وایي، چې د یوولسو خصوصي لوړو زده کړو موسسو جوازونه یې د دغه وزارت د رهبرۍ شورا د پرېکړې پر بنسټ لغوه کړي دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د دغو موسسو د جوازونو د لغوه کولو لاملونه د علمي، تحصیلي او اداري اصولو ته د نه پاملرنې، خیالي قراردادي استادان، خیالي محصلین، ، د رهبرۍ او اداري کارکوونکو د کمښت، په ټولګیو کې د نه حاضرېدو او د ازموینو د نه شتوالي، د لازمو ښوونیزو اسانتیاوو د نه شتون او یو لړ نورو پرله پسې سرغړونې یادې کړي دي.

دغه یوولس د خصوصي لوړو زده کړو موسسې په غزني، فراه، بادغیس، تخار، کندز، بغلان، بلخ، سمنګان او هرات ولایتونو کې دي.

تر دې مخکې طالبانو د نجونو پر مخ د طبي انسټېټونو دروازې هم بندې کړې.

د طالبانو د عامې روغتیا په وزارت کې سرچینو اې اېف پي ته ویلي، چې په طبي موسسو کې د ښځو پر زده‌کړو د بندیز له امله لږ تر لږه ۳۵۰۰۰ ښځینه زده‌کړیالانې له زده‌کړو بې برخې شوې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغو زده‌کړیالانو په لسو دولتي او تر ١٥٠ زياتو خصوصي موسسو کې زده‌کړې کولې.

دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان د روزنیزو موسسو او مرکزونو د فعالیتونو مخه نیسي، یادې ډلې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د نجونو او ښځو پروړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې هم بندې کړې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

داعش - خراسان ډلې د خلیل الرحمان حقاني د وژنې مسوولیت پر غاړه واخیست

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۱۳ GMT+۰

داعش - خراسان ډلې د طالبانو د کډوالو چارو د وزیر خلیل الرحمان حقاني د وژنې مسوولیت پر غاړه واخیست او ویې ویل چې نوموړی یې له څلورو ملګرو سره یو ځای په یو ځانمرګي برید کې وژلی دی.

نن چهار شنبه په کابل کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د وزارت دننه له جومات څخه راوتلو چې ځانمرګی برید پرې وشو.

خلیل رحمان حقاني د مولوي جلال الدین حقاني ورور او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تره دی، چې ددې ډلې په مهمو کسانو کې شمېرل کېده.

خلیل رحمان حقاني ډېری په جرګو مرکو او د قومونو او قبایلو د همغږۍ په چارو کې بوخت و.

داعش - خراسان ډلې د خپل ځانمرګي بریدګر انځور خپور کړی او ویلي یې دي چې پر خلیل حقاني د دوی یو ملګري ځانمرګی برید کړی دی.

انټوني بلېنکن: د امریکا له وتلو وروسته له افغانستان سره نږدې ۸ میلیارده ډالره مرسته شوې

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۹ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د امریکا کانګرس د شهادت اورېدو ناستې ته وویل چې امریکا له افغانستان نه تر وتلو وروسته له دغه هېواد سره نږدې ۸ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

نوموړی زیاتوي چې دا مرسته د بهرنیو موسساتو له طریقه شوې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یې بهیر څارلی دی.

هغه د بایډن ادارې د یو شمېر منتقدینو هغه خبرې رد کړې، چې له افغانستان نه یې په وتلو سره روسیه زړوره کړې، چې پر اوکراین برید وکړي.

بلینکن وویل: "زه له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو او پر اوکراین د روسیې د برید ترمنځ اړیکه نه وینم. برعکس، که موږ په افغانستان کې پاتې وای او زموږ ځواکونه هلته بوخت وای، زموږ دښمنان به خوشحاله وای. روسیې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ کال کې پر اوکراین برید وکړ. هغه مهال موږ په افغانستان کې زرګونه سرتېري درلودل.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د دغه هېواد د ولسمشر پخوانی دریځ تکرار کړ چې دوی د اشرف غني حکومت د ژر سقوط اټکل نه کاوه.

بلېنکن: له افغانستان نه د وتلو تړون له ټرمپ څخه جو بایډن ته په میراث پاتې و

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۷ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان نه د دغه هېواد د وتلو په اړه وویل، چې جوبایډن ته ددوحې تړون له ټرمپ څخه په میراث پاتې و. انتوني بلینکن ویل، چې د امریکا په غوښتنه افغان حکومت پنځه زره طالب بندیان خوشي کړل او امریکا د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزير انتوني بلېنکن د چار شنبې په ورځ کانګرس کې د شهادت پر مهال وویل، طالبانو هوکړه کړې وه، چې بین الافغاني خبرې به کوي او لویو ښارونو ته به نه ننوځي خو دې ډلې خپل پرمختګ ته دوام ورکړ.

بلینکن زیاته کړه، چې ده له ۲۰ زرو څخه ډیر اسناد او له ۵۰ د ډیرو شاهدانو مرکې کانګرس ته سپارلي دي.

انتوني بلینکن وویل، چې له افغانستان څخه د وتلو په تړاو د زده کړې هر ډول هڅه باید د هغو پیښو په شرایطو کې ترسره شي چې مخکې پیښې شوې.

انتوني بلېنکن د کانګرس په غونډه کې له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه سمه وګڼله.

هغه وويل: «موږ ته ويل شوي وو، چې افغانستان به د ترهګرو په پټنځاى بدل شي، خو القاعده په افغانستان کې ځان بيا جوړ نه کړ او موږ د القاعدې مشر بې له کوم عسکره وواژه.»

بلېنکن: که له افغانستان څخه نه وای وتلي طالبانو زموږ پر ځواکونو برید کاوه

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۱ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېټې کې وویل چې که امریکا له افغانستان څخه نه وای وتلې نو طالبانو پر امریکايي ځواکونو بریدونه کول.

انټوني بلېنکن وویل چې بایډن د دوحې تړون له شرایطو څخه پر سرغړونې سربېره له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو پریکړه وکړه.

بلېنکن ویلي، که بایډن د ټرمپ تړون ته ژمن نه وای، طالبانو به پر امریکايي پوځیانو بریدونه کړي وای او واشنګټن به افغانستان ته د نورو سرتېرو لېږلو ته اړ شوی وی.

نوموړي زیاته کړه چې بایډن باید په افغانستان کې د جګړې د دوام او پای ته رسولو تر منځ انتخاب وکړي.

مایکل مک کال: بلېنکن له افغانستان نه د امریکا د وتلو پرمهال په رخصتیو تللی و

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۵۳ GMT+۰

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس د بلینکن د شهادت په اوریدلو کې د بایډن پر ادارې له افغانستان نه د وتلو له امله نیوکې وکړې. مایکل مک کال وویل جو بایډن د امریکا د اساسي قانون خلاف طالبانو ته تسلیم شو او بلینکن خبرداریو ته پام ونه کړ او د وتلو پر مهال په رخصتۍ و.

مک کال وویل چې د بایډن ادارې د طالبانو له خوا د دوحې له تړون نه سرغړونې او له افغانستان څخه د وتلو په اړه د ناټو اخطارونه له پامه وغورځول.

هغه د چار شنبې په ورځ کانګرس کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د شهادت پر مهال وویل چې حتا کله چې د خطر زنګونه غږول شوي وو، د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په افغانستان کې د امریکا پر وړاندې او د امریکا د دوو لسیزو همکارانو پر وړاندې پر شته ګواښونو سترګې پټې کړې او په رخصتیو تللی و.

مکل وویل: «په داسې حال کې چې طالبان ولایت په ولایت په رانږدې کېدو وو، تاسې زموږ د بهرنیو چارو د وزیر په توګه خپل مسوولیت نورو ته سپارلی و او کله چې د اګست پر ۱۴مه کابل طالبانو ته تسلیم شو، تاسې په رخصتۍ وئ. زه له دې خوښ نه یم. زه غواړم تاسې ته یادونه وکړم چې تاسې زموږ د ډیپلوماتانو او متحدینو امنیت په خطر کې واچاوه».

هغه وویل، « تاسې ترهګرو ته د ډیپلوماتیکو ملګرو په سترګه وکتل».

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته په خطاب کې وویل، چې «تاسې د امریکا له دښمنانو (طالبانو) سره د امریکا د ملګري او متحد په څېر چلند وکړ».

بلینکن نن د امریکا کانګرس ته حاضر شوی چې له افغانستان نه د متحده ایالتونو د ځواکونو وتلو په تړاو د کانګرس د غړو پوښتنې ځواب کړي.