ټي ټي پي: امنیتي ځواکونو ته د دندو پرېښودو موده پای ته رسیدلې نورې پلمې راته د منلو نه دي

د تحریک طالبان پاکستان ډله (ټي ټي پي) وایي له هغه وخته دوه میاشتې واوښتې چې دوی له امنیتي ځواکونو غوښتي و چې خپلې دندې پرېږدي او نورو چارو ته دې مخه کړي.

د تحریک طالبان پاکستان ډله (ټي ټي پي) وایي له هغه وخته دوه میاشتې واوښتې چې دوی له امنیتي ځواکونو غوښتي و چې خپلې دندې پرېږدي او نورو چارو ته دې مخه کړي.
د دغې ډلې ویاند محمد خراساني په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل پښتو ته هم رسیدلې ویلي، چې له دې وروسته د دغې ډلې ټولو وسله والو ته سپارښتنه شوې چې له دې وروسته دې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په نیولو او وژلو سرفه نه کوي او ان هغه سرتیري او افسران چې د رخصتیو تیرولو لپاره خپلو کورونو ته ځي هغوی دې هم ونیسي او د دغې ډلې د مشرتابه له سپارښتنې سره سم دې هغوی ووژني.د خبر پاڼې په یوې بله برخه کې لیکل شوي، که د دغې ډلې د کوم وسله وال کس د کورنۍ غړي د حکومت له خوا نیول کیږي، دوی دې هڅه وکړي چې د حکومتي افسرانو د کورنۍ غړي برمته کړي، او که د دوی کورونه ویجاړیږي، دوی دې هم په بالمثله ځواب کې د هغوی کورونه په کنډوالو بدل کړي.تر اوسه د پاکستان امنیتي ادارو د دغې خبرپاڼې په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو دوه میاشتې وړاندې ټي ټي پي د دغه خبرداري تر څنګ له ټولو امنیتي ځواکونو غوښتي و، چې خپلې دندې دې خوشې کړي، دا دی له هغه وخته دوه میاشتې تیرې شوې، خو دا چې وړاندې به څه کیږي، ښایي اوس ورته د ځواب موندنه ګرانه وي.


د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې جوړه شوې قومي جرګه چې په کورمه کې د راټوکیدلي کړکېچ د هواري لپاره هلې ځلې کوي وایي چې په ډېرو اختلافي ټکو هوکړه شوې او ښایي ډېر ژر یې له خلکو سره د جرګې پرېکړې شریکې شي.
په سیمه کې خبریالان وایي، چې د جرګې مشرانو ورته ویلي، د جرګې له سترو پرېکړو یوه یې د پاړه چنار او پېښور تر منځ د لویې لارې خلاصول دي.
دوی دا رنګه ویلي چې د خرلڅۍ دروازه او نورې لویې او وړې لارې به هم ډېرې ژر د تګ راتګ لپاره پرانیستل شي.
د پاړه چنار او پېښور تر منځ لویه لار چې څه د پاسه دوو میاشتو راهیسې تړل شوې، له امله یې په پاړه چنار او د کورمې په نورو سیمو کې د خوراکي او سون توکو بیې لوړې شوې او دارو درمل هم نه پیدا کیږي چې دغې ستونزې د ولسي خلکو کړاوونه او لالهاندۍ ډېرې کړېدي.
دغه کړکېچ له هغه وروسته راوټوکېد چې په یو موټریز کاروان وسله والو برید وکړ او په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۴ کسان ووژل شول او همدومره نور ټپیان شوي وو.
له هغې وروسته دغې شخړې فرقه ایزه بڼه خپله کړه او د شیعه او سني مذهبو تر منځ وسله واله جګړه ونښته چې د راپورونو له خوا ۱۳۳ کسان په کې د دواړو خوا وژل شوي وو.
د دغه راټوکیدلي کړکیچ د هواري لپاره لومړی د خیبر پئتونخوا او بلوچستان صوبو ۱۲۵ کسیزه جرګه سیمې ته ورغلې وه، خو ډېرې مثبتې پایلې یې نه لرلې، د یوې اونۍ راهیسې په کوهاټ کې ناستې جرګې د دواړو غاړو سره خبرې اترې کړې، او ډاډ څرګندوي چې ډېر ژر به د دغه روان کړکیچ لپاره د هواري لارې چارې په ګوته کړي.

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان تېره ورځ په خپل پلرني ټاټوبي ډېره اسماعیل خان کې یوې خبري ناستې ته ويلي، چې کله هم د «پاکستان حکومت کومې دیني مدرسې ته لاسرسی پیدا کړی بیا مدرسه نه ده پاتې شوې.»
مولانا فضل الرحمان دا خبره داسې مهال کوي، چې تېره میاشت د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې د امنیت د ټينګښت په پار له حکومت سره د دیني مدرسو په ثبتېدو ټینګار وکړ.
د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان تېره ورځ پنجشنبه د (لیندۍ ۲۲مه) په خپل پلرني ټاټوبي ډېره اسماعیل خان کې د خبریالانو یوې غونډې ته ويلي، چې د «پاکستان په تاریخ کې چې د دغه هیواد حکومت کومه مدرسه ثبت کړې او لاسرسی یې ورته پیدا کړی بیا مدرسه نه ده پاتې شوې.»
هغه وايي، دا سمه ده چې حکومت دې د امنیتي حالت د کابو کېدو لپاره ګامونه پورته کړي، خو د «مدرسو په چارو کې لاسوهنه یې موږ ته معلومه ده چې کومې مدرسې ته حکومت ور رسیدلی بیا مدرسه د حکومت په یوه اداره بدله شوې ده.»
هغه د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې د مدرسو یادونه کړې چې کله له حکومت سره ثبت شوې او د حکومت لاسرسی ورته شوی هغه اوس په کالجونو او ښوونځیو بدلې شوې دي.
مولانا فضل الرحمان زیاتوي: «د مدرسو ازادي چې له لاسه ووته بیا مدرسه نه؛ بلکې د حکومت یوه اداره وي، هلته دیني علوم ختم شي، سند، بهاولپور، پېښور او ځینو سیمو کې چې کله هم مدرسې حکومت له ځان سره ثبتې کړې اوس ښوونځي او کالجونه په کې جوړ دي او د مدرسې نوم لا ترې ورک شو.»
هغه وايي، د دیني مدرسو په وړاندې د حکومت د داسې ګاومونو اخیستلو په وړاندې به ټول پاکستان او پلازمېنه اسلام اباد کې لاریونونه وکړي.
په پاکستان کې د مدرسو په اړه یوازې د دغه هیواد حکومت اندېښنې نه لري؛ بلکې د پاکستان په ګاونډ کې پراته هیوادونه هم شکایت کوي چې له دغو مدرسو افراطیت د پاکستان په ګډون ورڅېرمه هیوادونو ته خپریږي؟
له ۲۰۰۴ کال نیولې بیا تر ۲۰۲۱ پورې د افغانستان تېرو جمهوري حکومتونو په افغانستان کې د حکومت پر خلاف د نا امنۍ په رامنځته کېدو کې د دغو مدرسو رول ډیر بللی وو، او د پاکستان حکومت ته یې په دغې موده په رسمي او نا رسمي ډول خپل شکایتونه هم کړي وو، خو پاکستان پرې غوږ نه ګراوه.
اوس تازه د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې د نا امنۍ تر ډېرېدو وروسته د دیني مدرسو د ثبت چاره پیلوي چې د مذهبي ګوندونو له سخت غبرګون سره مخ شوې ده.

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د ایران خلکو ته په یو ویډیویي پیغام کې ټینګار وکړ، چې ایران کې به اسلامی جمهوریت له هغه ژر نسکور شي چې خلک فکر کوي.
دا له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې دوهم ځل دی چې نتنیاهو د ایران خلکو ته پیغام خپروي.
نوموړي د نومبر په ۲۲مه په یو پیغام کې ویلي وو، چې اسلامي جمهوریت به ډېر ژر ړنګ شي.
د اسراییلو لومړي وزیر په خپل نوي پیغام کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په دغه هیواد کې اسلامي جمهوریت به له هغه ژر نسکور شي چې فکر یې کیږي. هغه وايي: ښځه، ژوند، ازادي. دا د ایران راتلونکی دی. دا د سولې راتلونکی دی.»
نتانیاهو په سوریه کې د بشار الاسد د ملاتړ لپاره د اسلامي جمهوریت له خوا له ۳۰ میلیارد ډالرو څخه زیاتو لګښتونو ته په اشارې سره زیاته کړه: له ۱۱ ورځو جګړې وروسته د هغه [د اسد] رژیم نسکور شو.
نتانیاهو یادونه وکړه چې "ستاسو ظالمانو" په غزه کې د حماس د ملاتړ لپاره میلیاردونه ډالر ولګول، خو نن حماس له منځه تللی دی.
د اسراییلو لومړي وزیر وویل، چې د ایران حکومت په لبنان کې د حزب الله د ملاتړ لپاره تر ۲۰ میلیارده ډالرو زیاتې پیسې لګولي، خو یوازې په څو اونیو کې د اسراییلو په بریدونو کې د دې ډلې یو زیات شمېر مشران او ځواکونه ووژل شول.
د حزب الله عمومي منشي نعیم قاسم د ډسمبر په پنځلسمه ویلي و، چې اسلامي جمهوریت به د لبنان هرې کورنۍ ته له ۱۲۰۰۰ څخه تر ۱۴۰۰۰ ډالرو پورې مرستې ورکړي.

د پاراچنار په کورمه ولسوالۍ کې د دوو میاشتو راهیسې د موټرو په تګ راتګ بندیز له امله په سیمه کې خوراکي مواد، تېل، ګاز او درمل ختم شوي دي.
په کورمه ولسوالۍ کې د مسافر وړونکو موټرو پر کاروانونو د ډزو او قومي نښتو له امله دوه میاشتې کیږي چې لویې لارې د ټرافیک پر مخ تړل شوي. د لویې لارې او افغانستان پولې د تړل کېدو له امله د پاړه چنار پاس کورمې په بېلابېلو سیمو او د پاکستان او افغانستان پر پولې پرتو کلیو کې د خوراکي توکو، تېلو، ګازو او درملو کمښت راغلی چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
پخواني عمومي مفتش سيد ارشاد حسين ویلي دي، چي د لارو بنديدو له امله په بازارونو کې خوراکي توکو، سبزیو او مېوې دوکانونه خالي دي او ناروغان په ځانګړې توګه ماشومان د درملو د نه شتون له امله مړه کیږي. د همدې لپاره باید ژر تر ژره د تګ راتګ لارې خلاصې شي.
سید ارشاد حسین زیاته کړه، چې د ځمکنیو او هوایي لارو تړل کېدو په سیمه کې میلیونونه خلک بند کړي او له یو دردناک حالت سره مخ دي.
بل خوا په کورمه ولسوالۍ کې د امن پاڅون او ناکرارۍ ختمولو په موخه په کوهاټ کې د یوې اونۍ راهیسې روانه جرګه نوره پای ته رسېدلې ده.
د معلوماتو له مخې، د ګوندونو د مشرانو، د ادارې د مشرانو او د واليانو ترمنځ خبرې اترې بشپړې شوي او تمه ده چې وروستۍ پرېکړه ترسره شي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۲مه) وویل، چې ۳۹ هغه بندیان یې چې د له تشدد پرته جرمونو باندې محکوم شوي و بښلي او د ۱۵۰۰ نور بندیانو سزا یې چې د اوږدې مودې لپاره په بند کې دي، کمه کړې ده.
د ولسمشر بایډن له خوا دا بښنه یوه اونۍ وروسته له هغه ترسره کیږي چې هغه د خپل زوی هنټر بښنه بې له کوم قید او شرط لاسلیک کړه.
چارواکو تېره اونۍ وویل، چې سپینه ماڼۍ د بایډن غوښتنو ته غوږ دي چې هغه به پر هغو زرهاو خلکو باندې دا لطف وکړي چې د متحده ایالاتو د قضایي سیسټم له خوا یې حق کې غلطې پرېکړې شوي.
دا حکم د پنجشنبې په ورځ د هغو کسانو لپاره دی چې د کویډ ۱۹ دور کې په کورنې بند کې ساتل کیدل.
بایډن وویل، چې د دغو کسانو بند به لنډ شي که چېرې د نن ورځې قوانیو، پالیسو او عملونو له مخې تورن شوي وي.
سرچینو تېره اونۍ رویترز ته ویلي وو، چې د دغې بښنې په اړه چې خبرې کیږي ویل شوي په دې لېست کې د مخدره توکو د تشدد پرته جرمنو او په ناحقه توقیف شوي خلک شامل دي.
بایدن وویل: "د ولسمشر په توګه، زه د هغو خلکو د بښلو لوی امتیاز لرم چې پښیمانه دي او د ځان رغونه غواړي، امریکایانو ته هغه فرصت برابرو کړم چې په ورځني ژوند کې او په خپلو ټولنو کې ونډه واخلي او د نا متشدد سرغړونکو لپاره د مجازاتو توپیرونو لرې کولو لپاره به ګامونه پورته کړم په ځانګړي توګه هغه کسان چې د مخدره توکو په جرمونو محکوم شوي دي.»
ولسمشر زیاته کړه، چې په راتلونکو اونیو کې به نور ګامونه پورته کړي او د هغه اداره به د معافیت غوښتنو بیا کتنې ته دوام ورکړي.
سپینې ماڼې وویل، چې دا تر ټول لوی شمېر دی چې بایډن ورته یوه ورځ کې بخښنه کړې ده.