امریکا د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت له اوکراین سره تازه مرسته کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن د جمعې په ورځ ویلي چې هیواد یې له اوکراین سره تازه د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت مرسته کوي. ښاغلي بلېنکن ویلي چې په دغو مرستو کې د کییف لپاره وسلې او پوځي تجهیزات شامل دي چې د مسکو په وړاندې له ځانه دفاع وکړي.