د ایران د بشري حقونو سازمان وايي ایراني حکومت د یو افغان په ګډون ۱۰ تنه اعدام کړي

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، ایراني حکومت د دغه هیواد د کرج په قزل‌حصار زندان کې د یوه افغان په ګډون ۱۰ زندانیان په دار ځړولي دي. ویل کیږي دغه بندیان په جلا، جلا قضیو کې د «قصدي وژنو او مخدره توکو د قاچاق» په تور په اعدام محکوم شوي وو.