افغان د فوټبال لیګ کې ابومسلم، سرسبز یاشلر مات کړ او صرافان هرات او جوانان لوبه مساوي کړه

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ څلورم پړاو سیالیو کې نن د سې شنبې په ورځ لومړۍ لوبه د صرافان هرات او جوانان پیروزي تر منځ له ګول وهلو پرته مساوي شوه او دوهمه لوبه کې ابومسلم فراه لوبډلې سرسبز یاشلر فاریاب لوبډلې ته ۳ـ۱ ماتې ورکړه.