ازبکستان افغانستان ته د بریښنا د لیږد تړون د یو بل کال لپاره هم وغځاوه

د طالبانو تر واک لاندې د برښنا شرکت وایي چې له ازبکستان سره یې د بریښنا د لیږد تړون د یو بل کال لپاره غځولی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د برښنا شرکت وایي چې له ازبکستان سره یې د بریښنا د لیږد تړون د یو بل کال لپاره غځولی دی.
دغه شرکت د سې شنبې په ورځ ویلي، چې د دغه شرکت مشر عبدالباري عمر تاشکند کې د ازبکستان د بریښنا د ملي شرکت له مشر سره د ۲۰۲۵ زیږدیز کال لپاره د بریښنا د لیږدولو قرار داد تمدید کړیدی.د طالبانو د بریښنا شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه قرارداد د لاسلیک کولو پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو استازو هم ګډون کړی و.د بریښنا شرکت په خبرپاڼه کې راغلي: «د بریښنا شرکت پلاوي د قرار د تمدید تر څنګ له ازبکستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټه بریښنا د لیږدولو په اړه هم خبرې اترې کړېدي.»په خبرپاڼه کې دا رنګه زیاته شوې چې دواړو غاړو هوکړه کړې، چې د یو لړ مسلکي او تخنیکي ارزونو وروسته به افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټه بریښنا بنسټیزې چارې چې له سرخان څخه پیلیږي او د پلخمري له لارې تر کابله رسیږي هم پیل شي.تر دې وړاندې د بریښنا شرکت له ترکمنستان سره هم د بریښنا د لیږد په اړه ورته قرارداد لاسلیک کړی و.خو د دغو قراردادونو د لاسلیک کولو سره، سره د افغانستان خلک لا هم په ډېرو ولایتونو او ان په پلازمېنې کابل کې د بریښنا د کموالي او نشتوالي شکایت کوي.ګڼ خلک وایي چې افغانستان د پریماته اوبو په لرلو سره لا هم بریښنا نه لري او د دې پر ځای چې په دې برخه کې بنسټیزې لارې چارې ولټول شي، افغانستان له ګاونډیو هیوادونو سره په دغسې قراردادونو نه شي کولای چې د خلکو ستونزې په سمه توګه غوڅې کړي. دغه خلک وایي د دغه شان قرار دادونو د لاسلیک کولو پر ځای دې پر سیندونو بریښنا کوټونه جوړ شي او د لمریزې او بادي بریښنا څخه ګټه واخیستل شي او په دغو برخو کې دې افغان پانګوال پانګونې ته وهڅول شي.


د تېر جمهوري نظام پخواني لوی څارنوال محمد فرید حمیدي ویلي، چې د طالبانو له لورې متقاعدینو ته د تقاعد نه ورکول ښکاره غصب او فساد دی.
حمیدي په خپل اېکس کې لیکلي، چې، متقاعدینو خپله ځواني د دولت او د خلکو په خدمت کې تېره کړې او هېڅ څوک حق نلري، چې د دوی حق ورځينې واخلي.
نوموړي لیکلي: «دغو نارینه او ښځو په عزت او وقار سره د خپلې ځوانۍ ښې ورځې د خپلو خلکو او دولت لپاره د کار او خدمت لپاره قربانې کړې دي. دوی د خپلو معاشونو او حقوقو څخه پیسې د تقاعد صندوق ته ورکړې، ترڅو په زاړه عمر او معیوبیت کې چاته لاس ونه نیسي او کورنۍ یې ټولنیز او مالي امنیت له پلوه خوندي وي».
نوموړي په دغه ټوېټ کې طالبانو ته په اشارې سره ویلي، چې په غصب، فساد، اختلاس، د کانونو په غلا، د نشه یي توکو په قاچاق او بې عدالتیو کې ښکېل دي، خو د هغه چا حق نه ورکوي، چې په عزت یې خدمت تر سره کړی.
د افغانستان د دولتي سکتور کارکوونکو د جمهوري حکومت له نړېدو او د ۱۴۰۰ هجری شمسی کال په وږي میاشت کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د تقاعد پیسې نه دي اخیستي.
نږدې درې کاله کېږي، چې متقاعدین له حکومته د خپلو حقونوغوښتنه کوي، خو غږ یې تر اوسه نه دی اورېدل شوی.
یاده دې وي، چې په افغانستان کې د تقاعد لپاره عمر ۶۵ کاله دی او یا دا چې یو چا باید ۴۰ کلنه کاري موده بشپړه کړې وي.
خو په تېرو څو پرلپسې نظام پرځېدنو کې واکمنو چارواکو له پخوانیو نظامونو پاتو کورناستو یا متقاعدینو ته د هغوی حقونه د قانون له مخې نه دي ورکړي، په ځانګړي دول هغو کسانو ته چې پوځي دندې یې کړي

د القاعدې دوو ډلو جماعت القضات الجهاد او د عرب ټاپوزمې غړو په جلا - جلا پېغامونو کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر وژنه غندلې او په داعش ډلې یې د نیوکې ترڅنګ ویلي، دغه ډله د اسراییلو سره د جګړې په ځای په افغانستان کې له طالبانو سره په جګړه بوخته ده.
خلیل الرحمان حقاني چې د حقاني شبکې یو له مهمو مشرانو څخه و، تېره اوونۍ په کابل کې د مهاجرینو په وزارت کې د یوه ځانمرګي بریدګر له خوا ووژل شو.
د حقاني د وژنې مسووليت د داعش خراسان څانګې پر غاړه اخيستی.
د سې شنبه په ورځ په پښتو ژبه په یوه پیغام کې جماعت القضات الجهاد خلیل الرحمان حقاني "لوی مجاهد" بللی دی او دغې ډلې په خپله اعلامیه کې د طالبانو د مشر حقاني پر مړینې خواشیني ښودلې ده.
په عرب ټاپووزمه کې د القاعدې بلې څانګې بیا په جلا بیان کې خلیل الرحمان حقاني "د جهاد یو له ثابتو غرونو" څخه بللی او ویلي یې دي: "هغه د یوې اصلي جهادي کورنۍ څخه و، چې د دوی ملګری و. شېخ جلال الدین حقاني د جهاد په لاره روان وو او نن یې ژوند په خیر پای ته ورسېد او د اشغالګرو پر وړاندې له لسیزو جهاد او استقامت وروسته په شهادت ورسېد».
په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې سازمان د القاعدې یوه څانګه ده، چې په ځانګړي ډول په یمن او سعودي عربستان کې فعالیت کوي.
دغه سازمان ویلي: "د داعش پر وړاندې شرعي دنده د هغوی وژل او له منځه وړل دي، ځکه دا یو لوی شر او لوی ناورین دی."
په خبرپاڼه کې د حقاني له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده شوې ده.
یاده دې وي، چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري په ۲۰۲۲ کال کې په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني په مېلمستون کې ووژل شو او دا د دې ښکارندویي کوي، چې د حقاني شبکه له القاعدې سره نږدې اړیکې لري.
همدا ډول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور پر بنسټ، طالبانو له القاعدې سره خپل اتحاد او همکارۍ ته دوام ورکړی دی.
د دغه راپور له مخې، القاعده په افغانستان کې خپلې اته اډې بېرته فعالې کړې دي.

د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل ویلي، چې طالب چارواکي هڅه کوي د خلیل حقاني وژنه عادي پېښه وګڼي، خو دا عادي پېښه نه ده، بلکې د طالبانو د خپلمنځیو اختلافاتو بېلګه ده.
د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل حقاني د چهارشنبې په ورځ د لېندۍ په ۲۱مه په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو، چې د دغه برید پړه داعش ډلې پر غاړه اخیستې ده.
خو له کابل څخه باوري سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې د طالبانو استخباراتو د کډوالو چارو وزارت دوه کارکوونکي د دغې ډلې د کډوالو چارو د وزير خليل الرحمان حقاني په وژنه کې د لاس لرلو په تور نيولي دي.
تر اوسه د دغو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.
په دغه برید کې د خلیل الرحمن حقاني تر څنګ لږ تر لږه شپږ نور کسان هم وژل شوي دي.
د جمهوري حکومت د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «طالبانو په تېرو دوه او درېیو لسیزو کې له بېلابېلو جنایي او ترهګریزو ډلو سره یو ځای د افغانستان د حکومت په وړاندې جنګ کړی دی، نو د دوی لپاره ستونزمنه ده، چې خپل صفونه تصفیه کړي، باوري سرچینې دا وایي، چې د دغه صفونو د تصفیې په لړ کې د طالبانو زرګونه کسان بندیان شوي او دا په خپله ښیي، چې د طالبانو په منځ کې مختلفې ډلې شتون لري».
ښاغلی میاخېل وایي؛ څومره طالبان چې خپله د طالبانو حکومت بندیان کړي دومره جمهوریت هم نه وو بندیان کړي.
د نوموړي په وینا، که حالات دغه ډول دوام وکړي نو افغانستان د نیابتي جګړو په ډګر بدلېدونکی دی.
یاده دې وي، چې خلیل الرحمان حقاني د جهادي مشر (جلال الدین حقاني) ورور او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تره وو، چې د طالبانو د حکومت له پېل تر مرګ د ګډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سر پرست وزیر وو

د موبي رسنیز ګروپ مشر سعد محسني ویلي، که طالبان په ښځو لګېدلي بندیزونه راکم کړي، نجونو او ښځو ته د تعلیم او کار اجازه ورکړي، نو ښایي نړۍواله ټولنه ورسره تعامل وکړي.
سعد محسني د خپل کتاب ریډیو فري افغانستان په اړه د فرانس ۲۴ ټلوېزون سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو لپاره ښه فرصت دی، چې د بشر حقونو ته درناوی وکړي او د ښځو پر وړاندې د تعلیم او کار په اړه لګېدلي بندېزونه لرې کړي، تر څو نړۍواله ټولنه ورسره له تعامل څخه کار واخلي.
له نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا تاسو غواړی افغانستان ته ولاړ شی وویل: «نه زه نه غواړم چې افغانستان ته ولاړ شم، خو کله چې افغانستان کې نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړل شوه بیا به لاړ شم».
سعد په دغه مرکه کې وویل، چې په رسنیو کې ښځې په مطلق ډول له کار کولو نه دي راګرځول شوي، بلکې کولی شي د پردې تر شاه خپل کارونه مخته یوسي.
په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته رسېدو سره په بېلابېلو برخو کې سخت بندیزونه وضع شول، د نجونو او ښځو پر وړاندې د تعلیم دروازې وتړل شوې او پر کار یې بندیز ولګول شو.
د ښځو پر زده کړو د طالبانو وروستی اقدام په طبي زده کړو بندیز دی، چې نړۍوالې ټولنې په سختو ټکو وغانده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا د امنیت شورا ورستۍ انلاین غونډې ته وویل، چې په طالب چارواکو یې سخت فشار راوړی، چې د نجونو په طبي زده کړو باندې د بندیز په پرېکړې بیا کتنه وکړي.
نوموړې وویل، چې طالب چارواکو په دوامداره توګه د یو داسې اسلامي نظام په اړه خپل فکر تعقیبوي، چې «ځانګړتیاوې» یې په ښځو او نجونو باندې «بې سابقه» بندیزونه دي.

د زرغون بهیر مشر او د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، چې د طالبانو حکومت به هېڅکله په مشروع حکومت بدل نه شي او تر نسکورېدو پورې به د ملیشو په توګه پاتې شي.
نوموړي په خپل اېکس کې ځیني هغه موارد لیکلي، چې د نوموړي په وینا د طالبانو په حکومت کې به هېڅکله ترسره نه شي.
صالح وایي: «هېڅکله په طالبانو باور مه کوئ، ډېر تاوان لري.»
نوموړي دغه راز ټاپي پروژې او مس عینک کان کېندنې ته په اشارې سره ویلي، چې د طالبانو د حکومتولۍ پر وخت به نه د ټاپي پروژه بشپړه شي او نه به هم د مس عینک د واقعي کېندنې چارې پیل شي.
د زرغون بهیر مشر او د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال وایي: «ترڅو چې طالبان د حرص او ځان غوښتنې په لټه کې ځانونه حکومت ګڼي، د مس عینک کېندنې چارې به پیل نه شي او هغو کسانو چې د مس عینک هوکړه لیک لوستی او د نړۍوال بازار په مفهوم پوهېږي دغه «هېڅکله» دوی تاییدوي.»
نوموړی دغه راز زیاتوي: «د افغانستان له مشروع نظام پرته به د ټاپي پروژه هېڅکله بشپړه نه شي، ان په واقعي توګه به پیل هم نه شي.»
امرالله صالح دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې طالبانو څه باندې درې میاشتې وړاندې په افغانستان کې د ټاپي پروژې پرانیسته کړې وه.
طالب چارواکي ادعا کوي، چې په هېواد کې د ټاپي پروژې چارې په عملي ډول روانې دي.
دغه پروژه په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هند د مشرانو له لوري د ترکمنستان په مرو ښار کې او وروسته ۱۳۹۶ کال کې د یادو هېوادونو د چارواکو له لوري د افغانستان په هرات ولایت کې پرانېستل شوه.
خو یاده پروژه د څووم ځل لپاره د روان کال د وږې میاشتې په ۲۱مه د طالبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په شتون کې د ترکمنستان د «ملي رهبر قربانعلي بدي محمدوف» له لوري پرانېستل شوه.
د دغې نل لیکې په وسیله د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې د سوېلي اسیا هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او هند ته لېږدول کیږي.
د تېر حکومت پر مهال په افغانستان کې د یادې پروژې چارې د طالبانو د جګړو او بریدونو له امله ځنډول شوې وې.
بلخوا، په لوګر ولایت کې د مس عینک کان تړون په ۲۰۰۸ کال کې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د «اېم سي سي» په نوم له یوې چینایي کمپنۍ سره لاسلیک شو.
ټاکل شوې وه، چې دغه چينایي کمپنۍ به پر دغه لوی کان شاوخوا درې ميلیارد ډالره پانګونه وکړي، خو د بېلابيلو تخنيکي او امنیتي ستونزو له امله د کان کېندنې او استخراج چارې وځنډېدلې.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې پر ګڼو کانونو چارې پيل کړې او په همدې ترڅ کې څو ځله د مس عینک کان قرارداد ګټونکې چینایي کمپنۍ له طالبانو سره ليدنې تر سره کړې.
ظاهرا دغه چينایی شرکت ټينګار کوي، چې په سيمه کې د تاريخي اثارو له خوندي اېستلو وروسته د پروژې عملي چارې پیلوي، خو په دې پروژه کې ځنډ د کان د استخراج په تړاو ژمنې تر سیوري لاندې راوستې دي.
د روان کال د زمري پر درېیمه نېټه اېم سي سي چينایي کمپنۍ له يوې نيمې لسيزې ځنډ وروسته په لوګر کې د دغه کان په لومړنيو کارونو کې کان ته د تلونکي سړک د جوړولو چارې پيل کړې.
طالبانو د عینک کان د لومړنيو چارو د پيل په مراسمو کې ټينګار کړی و، چې د کان چارې به د افغانستان د ګټو او چینايي شرکت له پخوانيو ژمنو سره سمې پر مخ ځي.
د زرغون بهیر مشر او د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وایي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان اقتصاد هېڅکله سم نه شي.
د نوموړي په خبره، د افغانستان د اقتصاد پرمختګ د افغانستان له مشروعیت، ځواب ویونکي حکومت، د قانون حاکمیت او د لیکل شویو مقرراتو پورې تړاو لري، چې طالبان له یادو برخو څخه یو یې هم نه لري.
امرالله صالح د طالبانو د مشر ملا هبت الله پر سیاستونو هم نیوکه کوي او وایي، چې نوموړی به هېڅکله د ښځو ضد، د تمدن ضد او پر صلاحیتونو د تمرکز له بحث څخه تېر نه شي.
نوموړی وایي، چې د طالبانو د احکام او قوانینو یوه برخه هېڅکله نه پلي کېږي، بلکې د ملت د رشخند وړ هم وګرځي.
د یادولو ده، چې د طالبانو حکومتولي او سیاست تر ډېر په کور دننه او بهر کې له پراخو نیوکو سره مخ ده، خو یادې ډلې هېڅ کله د خپلو سیاستونو د بدلولو هڅه نه ده کړې.