افغانستان له زیمبابوې نه په ستر توپیر دویمه لوبه وګټله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له زیمبایوې سره په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې خپله دویمه لوبه په ستر توپیر وګټله.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له زیمبایوې سره په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې خپله دویمه لوبه په ستر توپیر وګټله.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۳۲ منډو په ستر توپیر سره بریالۍ شوه، چې له زیمبابوې دا لوبه وګټي.
افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۸۷ منډې وکړې، چې ۱۰۴ منډې صدیق الله اتل او ۸۴ منډې عبدالمالک وکړې.
زیمبابوې په ۱۷ اورونو او پنځو توپونو ټولې ۵۴ منډې وکړې او په دې توګه یې په ستر توپیر افغانستان ته لوبه وبایلله.
الله محمد غضنفر او نوید ځدراڼ په دې لوبو کې درې درې لوبغاړي وسوځول او فضل فاروقي او عظمت عمرزي یوه یوه ویکټه واخسته.
د دواړو لوبدلو ترمنځ د لوبلړۍ وروستۍ لوبه راتلونکې شنبه ترسره کیږي.


د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هند به د راتلونکي کال اتلولۍ جام لوبې په بې طرفه ځای کې کوي.
هندیوه نیمه میاشت وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا ته ویلي و چې دوی د امنیتي اندیښنو او سیاسي کړکېچونو له امله پاکستان ته خپله لوبډله نه لېږي.
د هوکړې له مخې، پاکستان به هم د ای سي سي په هغو لوبو کې ګډون وکړي چې هند به یې کوربه وي، خو لوبې به په نورو هېوادونو کې ترسره کیږي چې لا یې پرېکړه نه ده شوې.
د ای سي سي په اعلامیه کې راغلی، چې د ۲۰۲۴-۲۰۲۷ دورې په جریان کې به د هند او پاکستان لوبې په بې طرفه لوبغالي کې ترسره شي.
دا پرېکړه به د ۲۰۲۵ کال ای سي سي نارینه وو اتلولۍ جام (چې کوربه یې پاکستان دی) باندې هم پلې شي.
پاکستان کرکټ بورډ په پیل کې ددې مخالفت کړی و، خو وروسته یې د دواړو لوبډلو لپاره د بې طرفه لوبغالو پر هوکړې رضایت وښود.
د اتلولۍ جام په دې سیالیو کې به د هند او پاکستان ترڅنګ، افغانستان، اسټرالیا، بریټانیا، نیوزیلینډ، سویلي افریقا او بنګله دېش هم ګډون وکړي.
د هند تازه پرېکړه د ۲۰۰۸ کال له ممبې بریدونو وروسته، چې پاکستاني وسله وال پکې ښکیل وو، له پاکستان سره د دوه اړخیزه سیالیو د نه کولو پالیسۍ یوه برخه ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د زېمبابوې کرېکټ لوبډلې د دویمې یو ورځنۍ نړۍوالې لوبې پچه وګټله او لومړی یې د افغان لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د دریو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه د باران له امله بې پایلې پای ته رسېدلې وه.
د زیمبابوې په کوربه توب د یو ورځینو سیالیو د لومړۍ لوبې پچه افغان لوبډلې ګټلي وه او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه کړې وه.خو لوبه د باران د اورښت له امله له څو ساعته ځنډ وروسته پیل شوې وه.
په هغې لوبه کې عظمت الله عمرزي په ۴،۲ اورونو کې د ۱۸ منډو په بدل کې د زیمبابوې څلور لوبغاړي او الله محمد غضنفر بیا په دوو اورونو کې د پنځو منډو په بدل کې یو لوبغاړی وسوځاوه.
خو د زیمبابوې په هریر لوبغاړي کې د باران ورښت له کبله هغه لوبه د لوبڅارانو له لوري بې پایلې پای ته ورسول شوه.
دغه شل اورېزې، پنځوس اوریزې او تیسټ سیالۍ د زمباوې په کوربتوب ترسره کېږي، چې شل اوریزو سیالیو کې افغانستان زیمبابوې ته یو په دوه ماتې ورکړې او اوس پنځوس اوریزې سیالۍ روانې دي.

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ څلورم پړاو سیالیو کې نن د سې شنبې په ورځ لومړۍ لوبه د صرافان هرات او جوانان پیروزي تر منځ له ګول وهلو پرته مساوي شوه او دوهمه لوبه کې ابومسلم فراه لوبډلې سرسبز یاشلر فاریاب لوبډلې ته ۳ـ۱ ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون د معلوماتو له مخې، نن سې شنبه د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ کې دوه لوبې ترسره شوي.
لومړۍ لوبه د صرافان هرات او جوانان پیروزي ترمنځ له ګول وهلو پرته ۰ـ۰ پای ته ورسیده.
خو په دوهمه لوبه کې ابومسلم فراه لوبډلې سرسبز یاشلر فاریاب لوبډلې ته ۳ د یو په مقابل کې ماتې ورکړه.
په دغه پړاو لوبو کې ابومسلم فراه لوبدلې سر پر سر څلور لوبې له کومې ماتې پرته ګټلې دي.
ابومسلم فراه لوبډله چې په خپل اصلي ترکیب کې د ملي لوبډلې د لوبغاړو ترڅنګ بهرني لوبغاړي هم له ځان سره لري په څلورو لوبو کې یې ۱۴ ګولونه وهلي او د ۱۲ لوبډلو په جدول کې د ۱۲ امتیازونو په لرلو سره پر لومړي مقام ده.
د څلورم پړاو اتلانو لیګ د نمرو په جدول کې اټک انرژي لوبډلې هم له ماتې خوړلو پرته څلور لوبې ګټلي دي او په دوهم مقام کې ځای لري.

د پاکستان پنجاب صوبه د قاید اعظم صوبايي لوبو کې د ۳۵ د سرو زرو مډالونو په ګتلو سره تر نورو صوبو مخکې ده. دغه لوبې په اسلام اباد کې د پاکستان ورزشي کمپلیکس په جناح لوبغالي کې روانې دي.
د پاکستان د دولتي راډیو د راپور له مخې، د صوبو تر منځ په دغو لوبو کې د پنچاب صوبې ۷۷ مډالونه کټلي دي او دغه صوبه د سرو زرو ۳۵، سپینو زرو ۲۹ او برونزو ۱۳ مډالونو په ګټلو سره له نورو صوبو مخکې او د جدول په لومړي مقام کې ځای لري.
د راپور له مخې، پښتونخوا، بلوچستان او پلازمېنه اسلام په مساوي ډول د سرو زرو د پنځه ـ پنځه مډالونو په ګټلو سره په دوهم مقام کې ځای لري.
په دغو لوبو کې پښتونخوا پنځه د سرو زرو، ۹ د سپینو زرو او ۹ د برونزو مډالونه ګټلي.
همدارنګه اسلام اباد هم پنځه د سرو زرو، پنځه د سپینو زرو او ۲۱ د برونزو مډالونه او د بلوچستان صوبې هم پنځه د سرو زرو، ۴ د سپینو زرو او ۷ د برونزو مډالونه ګټلي دي.
په ورته مهال سند صوبې بیا د سرو زرو د ۳، سپینو زرو پنځه او برونزو ۱۰ مډالونو په ګټلو سره د یادو سیالیو د نمرو په جدول کې پرر درېیم مقام ده.
د راپور له مخې، د پاکستان تر واک لاندې کشمیر بیا د سرو زرو ۱، سپینو زرو ۲ او برونزو ۴ مډالونو په ګتلو سره په څلورم مقام کې او ګلګت بلتستان بیا د ۴ برونزو مډالونو په ګټلو سره په پنځم مقام باندې دی.
په دغو سیالیو کې شاوخوا ۲۰۰ نارینه او ښځینه لوبغاړو ګډون کړی او په ۱۵ ورزشي څانګو کې سیالۍ کوي.
په دغو سیالیو کې ځغاستي، بیډمینټن، بوکس، فوټبال، هاکي، جوډو، کبډي، کاراټه، سکواش، لامبو وهل، ټینیس، تکواندو، والیبال، وزن پورته کول او غیږ نیونه شامل دي.

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د دریو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه د باران له امله بې پایلې پای ته ورسیده.
د زیمبابوې په کوربه توب د یو ورځینو سیالیو د لومړۍ لوبې پچه افغان لوبډلې ګټلي وه او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه کړې وه.خو لوبه د باران د اورښت له امله له څو ساعته ځنډ وروسته پیل شوه.
د زیمبابوې په وړاندې نن د افغان توپ اچونکو پیل خورا ښه وه، او ۹،۲ اورونو کې یې د سیالې لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول.
په ننۍ لوبه کې عظمت الله عمرزي په ۴،۲ اورونو کې د ۱۸ منډو په بدل کې د زیمبابوې څلور لوبغاړي او الله محمد غضنفر بیا په دوو اورونو کې د پنځو منډو په بدل کې یو لوبغاړی وسوځاوه.
خو د زیمبابوې په هریر لوبغاړي کې د باران اورښت له کبله ننۍ لوبه د لوبڅارانو له لوري بې نتیجې پای ته ورسول شول.
د دغې لوبلړۍ دوهمه لوبه د پنج شنبې او دریمه لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ کیږي.