• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پوتین وايي ناټو او لویدیز د روسیې هایپرسونیک توغندي نه شي شنډولای

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۶ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ د خپلې کلنۍ خبري ناستې او ځانګړې خپرونې پرمهال د روسیې پر اقتصاد ویاړ وکړ او په اوکراین کې یې د خپلو ځواکونو پرمختګ وستایه. پوتین دا خپرونه د خپلې واکمنۍ د پیاوړتیا او په سیاسي ډګر کې د خپل پراخ کنټرول د ښودلو لپاره کاروي.

د اې پي د رپوټ له مخې، پوتین ددې ناستې پیل په دې ټکو وکړ چې د روسیې اقتصاد سږکال د نږدې څلور سلنې ودې په مسیر کې دی. هغه ومنله چې د مصرفي توکو بیې لوړې دي او په دغه هېواد کې انفلاسیون ۹.۳ سلنه دی، خو ټینګار یې وکړ چې اقتصادي وضعیت لا هم «ثابت» دی.

پوتین، چې نږدې یو پر څلورمه پېړۍ یې واکمني کړې، وویل چې پوځ په اوکراین کې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو په لور پرمختګ کوي؛ چیرې چې ځواکونو یې ورو خو ثابت پرمختګ کړی دی.

هغه وویل، چې « وضعیت په بنسټیزه توګه بدلېږي، موږ د ټولې کرښې په اوږدو کې پرمختګ کوو».

کله چې له پوتین نه پوښتنه وشوه چې روسي ځواکونه به کله اوکرایني ځواکونه له کورسک نه وشړي، هغه په ځواب کې وویل، «موږ به هغوی یقیني شړو» خو دا یې ونه ویل چې څومره وخت به ونیسي.

پوتین د هغو لویدیزو شنونکو ادعاګانې چې د روسیې نوی هایپرسونیک بالسټیک توغندی د ناټو د هوایي دفاع سیسټمونه رانیولای شي، مسخره وبللې. هغه په طنز سره د لویدیز متحدانو ته د "لوړې ټکنالوژۍ مبارزې" چلینج ورکړ او وړاندیز یې وکړ چې مسکو به پر کیېف د برید واردمخه خبرداری ورکړي او وبه ګوري چې لویدیز یې څنګه دفاع کوي. هغه په موسکا وویل، « راځئ چې وګورو څه کېږي».

پوتین وویل چې مسکو د شخړې د سوله‌ییز حل لپاره خبرو اترو ته چمتو دی، خو ټینګار یې وکړ چې اوکراین باید له ناټو سره د یوځای کېدو غوښتنه پرېږدي او د روسیې لاسته راوړنې ومني.

هغه د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد په اړه هم خپل لومړي څرګندونې وکړې.

پوتین وویل چې ده لا تر اوسه له اسد سره نه دي لیدلي، خو پلان لري چې ورسره وویني او د امریکایي ژورنالېست اوسټین ټایس په اړه یې هم وپوښتي، چې په سوریه کې ۱۲ کاله مخکې لادرکه شوی و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په تېرو دریو کلونو کې ۵۹ روسي محاربوي ټانکونه بېرته ترمیم او فعال کړي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۹ GMT+۰

د طالبانو دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو تخنيکي ډلې ۱۱ روسي محاربوي او توپخانه یي ټانکونه ترمیم او ګټې اخيستنې ته چمتو کړي او په دې توګه په تېرو دریو کلونو کې د ترمیم شویو ټانکونو ټول شمېر ۵۹ ته رسیږي.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، دغه ټانکونه د روسانو له وخت راهیسې غير فعاله وو او په تېرو شلو کلونو کې ورڅخه هم استفاده نه ده شوې.

د طالبانو د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ویلي، چې د دوی تخنيکي ډلې په تېرو دريو کلونو کې ۵۹ روسي ټانکونه ترمیم کړي او دامهال ورڅخه استفاده کوي.

د طالبانو دفاع وزارت د مالوماتو له مخې، د دوی اړوند ټولو قول اردوګانو کې د پخوانيو روسي ټانکونو او وسلو د بیا ترمیم او جوړولو کارونه پیل شوي دي.

په افغانستان کې د شوروي اتحاد له پوځي ماتې وروسته زرګونه روسي ټانکونه، بې شمېره درندې وسلې او ګڼ شمېر نور پوځي تجهیزات پاتې شوي چې یو شمېر يې د کورنیو جګړو پر مهال تخریب او ځينې پر ګاونډيو هېوادونو د کباړ په ډول وپلورل شول.

پاکستان له منځنۍ اسیا سره د افغانستان له لارې ټرانزیټ سوداګري عصري کوي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۶ GMT+۰

د پاکستان د لوژستیک ملي اداره (NLC) وايي، د تورخم او چمن په مهمو سرحدي دروازو کې د پرمختللې ګډې ټرانزیټ سوداګرۍ مدیریت سیسټم (ITTMS) د بشپړیدو په حال کې دی.

د دې عصري تاسیساتو ۹۷ سلنه کار بشپړ شوی، چې د کارګو د پروسس ظرفیت به پنځه برابره لوړ کړي او له افغانستان او مرکزي اسیا سره به د سرحدي سوداګرۍ بهیر نرم او اغېزناک کړي.

پاکستاني چارواکي وايي، ټاکل شوې دغه نوې تاسیسات د ۲۰۲۵ کال په فبروري کې پرانیستل شي، چې د سیمې د سوداګرۍ په ډینامیک کې به بدلون راولي او امنیت، شفافیت او کاري اغیز به لا زیات کړي.

دا پروژه چې د اسیا پرمختیايي بانک په مالي ملاتړ پلې کېږي، پاکستان ته دا توان ور کوي، چې په سیمه کې د ټرانزیټ د یوه مرکز په توګه ځان پیاوړی کړي.

پاکستان ټوډې رسنۍ وايي، په دې عصري تاسیساتو کې د پرمختللو ټیکنالوژیو کارول د عملیاتو د تنظیم او امنیت د پیاوړتیا لپاره حیاتي دي. له ایکسرې او موټرڅار سکینرونواو د چاودېدونکو او نشه‌يي توکو د موندنې له لاسي تجهیزاتو نیولې تر بایومټریک سیسټمونو او توکو سکینرونو پورې دا سیسټم په تورخم او چمن کې د کارګو د ځنډېدو وخت کموي او د چارو روڼتیاډېروي.

د کمپلکس په یوه عصري ودانۍ کې ګمرک، د نشه يي توکو ضد ځواک، د فدرالي څیړنو ادارې، د پوله‌ساتو او د څارویو د قرنطین چارواکو ته ځای ورکړل شوی.

پاکستاني چارواکي وايي، یو ځانګړی سوداګریز مرکز بانکونو، انټرنېټي خدماتو او د تصفیې استازو ته بېل شوی، په داسې حال کې چې د مالیې تادیې لپاره ځانګړي ځایونه به د ګمرکاتو، کډوالو او نورو ادارو خدمات تنظیم کړي. دا مرکزونه په ورځ کې د وارداتو او صادراتو د۲۴۰۰ ګاډو د پروسس وړتیا لري، چې اوسنی د ۵۰۰ ګاډو ظرفیت پنځه برابره لوړوي.

سرچینه وايي، پر دې سربېره د وارداتو او صادراتو لپاره دلته شاوخوا ۵۰۰ موټر ځای پرځای کیږي.

پاکستان داسې مهال په تورخم او چمن کې خپل ګمرکي مراکز عصري کوي، چې پر ډیورنډ کرښه د لارو د بندیدو له امله هرکال د افغانستان تازه میوې خوسا کیږي او افغانستان ته راتلونکي سوداګریز مالونه په دغه هېواد کې د ډېر پاتې کېدو له امله افغان سوداګرو ته په لوړه بیه تمامیږي.

انس حقاني وایي حکومت د ولس خادم دی، نه حاکم

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۳:۴۱ GMT+۰

انس حقاني چې د حقاني شبکې یو له جګپوړو غړو څخه دی وايي، چې زغیم د ولس حاکم نه، بلکې د ولس خادم دی. هغه پرته له دې چې د طالبانو مشر هبت الله ته اشاره وکړي چې د افغانستان له خلکو پټ دی، وویل، چې واکمن باید د خلکو په منځ کې فعال وي.

حقاني د چهارشنبې په ورځ شمشاد ټلویزیون ته وویل، چې زعیم باید د خلکو له دردونو او کړاوونو خبر وي او د هغوی په منځ کې فعال حضور ولري.

د هغه په ​​وينا، خلک نه بايد زعیم له ځان څخه پردی وګڼي.

هغه زياته کړه، کله چې یو کس خادم وي، بايد خپل مسووليتونه درک کړي او له غرور او تکبر څخه ډډه وکړي.

د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته طالبانو هبت الله د افغانستان د مشر په توګه اعلان کړ، خو هبت الله له هغه وخت راهیسې په عام محضر کې نه دی څرګند شوی او یوازې په کندهار ښار پورې محدود دی.

هغه اوس هم له خپلو چارواکو سره ډېر لږ ګوري او کله ناکله يې په کندهار کې د طالبانو له امنيه قوماندانانو سره د راډيو له لارې خبرې کړې دي.

طالبانو د خپل مشر د پټېدو په اړه رسمي توضیحات نه دي ورکړي.

په دې مرکه کې انس حقاني د خپل تره خلیل حقاني د وژنې په اړه خبرې وکړې او هغه وویل، چې تره یې د داعش په برید کې وژل شوی دی.

د هغه په ​​وینا، داعش وروسته له هغې راڅرګند شو چې امریکایان "د زوال او ناکامۍ" په حال کې وو.

انس حقاني دا خبره رد کړه، چې تره یې د طالبانو د داخلي شخړو په پایله کې وژل شوی دی.

هغه څرګنده کړه، چې له پخوا څخه تر اوسه د طالبانو تر منځ د نظر اختلاف موجود دی.

د بېلګې په توګه، واک ته له رسېدو مخکې د طالبانو د پوځ او سیاستوالو تر منځ اختلافات موجود وو، خو هغه ټینګار وکړ، چې دغه اختلافات د دوښمنۍ او مخالفت په معنا نه دي.

همدا راز، انس حقاني د طالبانو د مشر د اطاعت په اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د مشرتابه اطاعت د هغوی د بریالیتوب تضمین دی.

انس حقاني زیاته کړې، چې خلیل الرحمان حقاني ولسي څېره وه او د خپل امنیت په تامین کې یې د بې احتیاطۍ له امله وژل شوی دی.

نوموړي په وار - وار خليل حقاني ته د امنيتي مسايلو د جدي نيولو خبرداری ورکړی و، خو هغه دا موضوع جدي نه ده نيولې.

د حقاني شبکې دغه جګپوړي غړي همداراز څرګنده کړه، چې خلیل الرحمان حقاني له شوروي اتحاد او امریکا سره د جګړې پر مهال او حتی د پاکستان په زندان کې هم ونه وژل شو، مګر بالاخره د داعش له خوا ووژل شو.

خلیل الرحمان حقاني تېره اونۍ په کابل کې د داعش په برید کې ووژل شو.

طالبانو ته د جولاني کنایه: موږ نه غواړو له سوریې څخه بل افغانستان جوړ کړو

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۳:۱۶ GMT+۰

د التحریر الشام د اسلامي ډلې مشر چې په دې وروستیو کې یې په دمشق کې واک په لاس کې اخیستی وايي، چې نه غواړي په سوریه کې د طالبانو په څېر حکومت جوړ کړي.

ابو محمد جولاني وویل، چې د طالبانو د مشرانو په څیر به د ښځو او نجونو د تعلیم مخه ونه نیسي.

جولاني چې د سوریې د وسله والو د اېتلاف مشري کوي او شاوخوا دوه اونۍ وړاندې دمشق ته له خپلو ځواکونو سره ننوتی، د چهارشنبې په ورځ له بي بي سي سره په مرکه کې وویل، چې افغانستان او سوریه له بېلابېلو دودونو سره ډېر بېل هېوادونه دي.

هغه چې اوس خپل اصلي نوم احمد شراع بولي وايي، چې افغانستان يوه قبیله اي ټولنه ده، مګر سوریه یو متفاوته ټولنه ده.

ډېری خلک په تېره بیا لوېدیځ هېوادونه اندېښمن دي، چې جولاني به په القاعده کې د غړیتوب له امله په سوریه کې یو افراطي اسلامي حکومت جوړ کړي او د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو مدني ازادي به محدوده کړي، خو جولاني ټينګار کوي، چې هغه د ښځو د زده کړې پر حق باور لري.

جولاني د سوریې په شمال لوېدیځ ادلب ولایت کې چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د وسله والو په ولکه کې دی، د ښځو د تعلیم یادونه وکړه.

هغه وويل: "موږ په ادلب کې له اتو کلونو څخه زيات يو پوهنتون لرو. زه فکر کوم چې په پوهنتونونو کې د ښځو شمېر تر ۶۰سلنې زیاته ده.»

د سوریې د کورنیو جګړو پر مهال جولاني لومړی د القاعدې د څانګې د قوماندان په توګه کار پیل کړ او په ۲۰۱۶ کال کې یې له دغې شبکې څخه د جلا کېدو په اعلانولو سره د نصرت جبهه تاسیس کړه، چې وروسته یې په هییت تحریر شام بدل کړ.

د جولاني په مشرۍ دغه ډله د ملګرو ملتونو، امریکا، اروپايي ټولنې، برېتانیا، ترکیې، روسیې او نورو هېوادونو له خوا د ترهګرو په لېست کې شامله شوې ده.

ډیری اروپایي او امریکایي هېوادونو په ډېر احتیاط سره د هییت تحریر شام سره تعامل او د جولاني سره خبرو اترو ته زړه ښه کړی.

دغو هېوادونو ویلي دي، چې د سوریې له خلکو سره د هغه چلند او په سوریه کې د حکومت ډول د دوی د اړیکو د ټینګولو لپاره معیار جوړوي.

جولاني بي بي سي ته وویل، د ده تر واکمنۍ لاندې سوریه به نړۍ ته ګواښ نه وي.

هغه وویل، چې سوریه له جګړې ستړې شوې ده او ګاونډیانو یا لوېدیځ ته ګواښ نه دی.

جولاني د سوریې پر ضد د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.

هغه دا هم وویل، چې التحریر الشام نور باید د یوه ترهګر سازمان په توګه ونه پېژندل شي، ځکه دا یوه ترهګره ډله نه ده.

د بي بي سي خبريال ليکلي، چې جولاني د مرکې پر مهال ارام و، ملکي جامې يې اغوستې وې او هڅه يې کوله، چې هر هغه چا ته ډاډ ورکړي چې ګومان کوي ​​د هغه ډلې تېر افراطي کارونه پرېښي دي، خو د سوریې ډېری خلک پر هغه بشپړ باور نه لري.

سرچینې: د کابل - کندهار د لویې لارې د ترافیکي پېښو د مړو شمېر ۵۰ تنو ته ورسېد

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۱۰ GMT+۰

د کابل - کندهار پر لویه لار د غزني ولایت په مربوطاتو کې د دوو ترافیکي پېښو د مړو شمېر ۵۰ او د ټپيانو شمېر ۶۵ کسانو ته ورسېد.

سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې لومړۍ پېښه د غزني په شهباز سیمه کې تر هغه وروسته شوې، چې یوه مسافر وړونکي بس موټر د ګازو له ټانکر سره ټکر وکړ او په کې ۲۰ کسان مړه شول.
د سرچینې په خبره، دویمه پېښه بیا له دې سیمي څخه ۱۵ کېلو متره لرې په نانۍ سیمه کې شوې، چې تر دې مهاله د ۳۰ تنو د مړیني خبر یې تایید شوی دی.
د دواړو پېښو د ټپيانو شمېر ۶۵ کسان ښودل شوي دي.
ویل کېږي، چې د ډېر شمېر ټپيانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د سرچینې په وینا، مسوولانو کابل ته د ټپيانو د لېږدولو په موخه الوتکه غوښتې وه، خو د هوا د خرابوالي له امله الوتکه و نه استول شوه او ټپيان اوسمهال د ځمکې له لارې د کابل روغتونونو ته د لېږدولو په حال کې دي.
د راپورونو له مخې، په غزني کې د یو شمېر روغتونو مسوولانو بیا له خلکو غوښتي، چې ټپيان وینې ته اړتیا لري او ژر تر ژر دې په دې برخه کې همکاري وکړي.

بلخوا ویل، چې یاد مسافر وړونکي موټر له هلمند څخه د کابل په لوري و، چې له دې پېښې سره مخ شول.
د یادولو ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه په لویو لارو کې ترافیکي زیاتې شوي او ژمي په رارسېدو سره بیا ورته خونړۍ پېښې هم ډېری وخت رامنځته کېږي.
طالبان د دغو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي په ګوته کوي.