د افغانستان ملي لوبډله به سبا له زمبابوې سره خپله وروستۍ لوبه ترسره کړي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به سبا د زمبابوې له ملي لوبډلې سره د یو ورځنیو سیالیو درېیمه او وروستۍ سیالي ترسره کړي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به سبا د زمبابوې له ملي لوبډلې سره د یو ورځنیو سیالیو درېیمه او وروستۍ سیالي ترسره کړي.
دغه لوبه به د افغانستان پر وخت د غرمې په ۱۲:۰۰ بجو پېل شي.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د درې نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې کوربه زمبابوې لوبدلې ته د ۲۳۲ منډو په ستر توپیر ماته ورکړه.
د زمبابوې پر وړاندې د افغان لوبډلې د ۲۳۲ منډو په توپیر بریا په یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو کې د منډو له اړخه، تر ټولو ستره بریا ګڼل کېږي.
صدیق اتل ددغه سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو، چې ۱۰۴ منډې یې جوړې کړې وې او په ډګر ساتنه کې یې درې کېچونه نیولي و.
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړۍ یو ورځینۍ نړۍواله لوبه په هرارې کې د دوامداره ورښت له امله بې پایلې پای ته رسیدلې وه.
له دې وړاندې افغان لوبډلې د روان کال په سپتمبر میاشت کې سوېلي افریقا ته د ۱۷۷ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه، چې هغه مهال د لوبډلې تر ټولو ستره بریا وه.


د افغانستان فوټبال فدراسيون د اتلانو لیګ د څلورم پړاو سيالیو کې د جمعې په ورځ لومړۍ لوبه کې د هرات سرخ پوشان خوافي، د فاریاب سرسبز یاشلر لوبډلې ته ۲ پر یو او د فراه ابومسلم لوبډلې د هرات صرافانو لوبډلې ته یو پر صفر ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ د پنځمې اونۍ د جمعې ورځې په لومړۍ سيالۍ کې کې د هرات سرخ پوشان خوافي لوبډلې ۲ پر يو د فاریاب سرسبز یاشلر لوبډلې ته په ماتې ورکولو او د ۱۳ نمبرو په درلودلو سره د سیاليو د جدول دريم ځای خپل کړ.
د همدې سيالۍ په لومړۍ نیمایي کې د سرخ پوشانو لوبډلې لوبغاړي فرهاد عليزاده په ۱۵ مه او امید رجبي په ۱۹مه دقیقه کې ګولونه وکړل.
د لوبې په دويمه نيمايي کې د یاشلر لوبډلې لوبغاړي میرویس غفوري په ۴۷ مه دقیقه کې یو ګول وکړ.
د همدې ورځي په دويمه سيالۍ کې د فراه ابومسلم لوبډلې د هرات صرافانو لوبډلې ته په ماتې ورکولو د لوبو د جدول لومړی ځای خپل کړ.
د فراه ابومسلم لوبډلې لوبغاړي حامد اميري د لوبې د دويمې نيمایي په ۷۷ مه دقيقه کې ګول تر سره کړ او لوبډله یې تر بریا ورسوله.
په دې سياليو کې ابومسلم لوبدله د ۱۵ نمرو او مثبت ۱۳ ګولو په کولو د جدول په سر کې، د هرات اټک انرژۍ لوبډله د ۱۵ نمرو او مثبت ۹ ګولونو په لرولو سره د جدول په دویم او د هرات سرخ پوشان خوافي لوبډله د ۱۳ نمرو په لرلو سره د جدول په دريم ځای کې قرار لري.
د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ په څلورم پړاو کې ۱۲ لوبډلې د اتلولۍ ګټلو لپاره یو د بل سره لوبيږي.
د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ دغه سيالۍ د هرات په کوربتوب شروع دي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړي پیلیز توپوهونکي رحمن الله ګربز په پښه کې د ټپ له امله خپلو مینه والو ته ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به لوبو ته راوګرځي. نوموړی د ورانه عضلې د اوښتو او برېښ له امله د زمبابوې پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو له لوبلړۍ بهر شوی وو.
رحمن الله ګربز پر فیسبوک پاڼه د خپلې ناروغۍ په اړه لیکلي:« ګرانو او خوږو مینوالو زما ټپ زیات د تشویش وړ ندی دا یو څه وخت کیده چې د پښې د عضلې له امله مې درد محصوص کولو چې د ډاکټر په هدایت یې درې هفتې استراحت راکړی دی امید دی چې ستاسو د خوښ ساتلو لپاره بیاځلې زر لوبو ته راوګرځم ،ستاسو د دوعاګانو په هیله».
تر دې وړاندې د کرکټ بورډ ادارې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي وو، چې رحمن الله ګربز په پښه کې د ټپ له امله له زبمابوې سره په یو ورځينیو سیالیو کې برخه نشي اخیستی او نوموړي ته د لوبډلې د ډاکټر او فېزیوتراپیست له لوري تر بشپړې درملنې پورې د استراحت سپارښتنه شوې ده.
په دغه سیالیو کې د ګربز پر ځای د لوبډلې بل ویکټ ساتونکی او توپوهونکی محمد اسحاق د ۱۸ کسیز نوملړ برخه دی.
همدا راز ورو توپ اچونکي مجیب الرحمن ته هم د روغتیایي پروسې او معایناتو وروسته د اړوند ډاکټر له لوري سپارښتنه شوې، ترڅو د هغه تر بشپړې روغتیا او ډاډ پورې د یو ورځنیو لوبو پر مهال استراحت وکړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له زیمبایوې سره په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې خپله دویمه لوبه په ستر توپیر وګټله.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۳۲ منډو په ستر توپیر سره بریالۍ شوه، چې له زیمبابوې دا لوبه وګټي.
افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۸۷ منډې وکړې، چې ۱۰۴ منډې صدیق الله اتل او ۸۴ منډې عبدالمالک وکړې.
زیمبابوې په ۱۷ اورونو او پنځو توپونو ټولې ۵۴ منډې وکړې او په دې توګه یې په ستر توپیر افغانستان ته لوبه وبایلله.
الله محمد غضنفر او نوید ځدراڼ په دې لوبو کې درې درې لوبغاړي وسوځول او فضل فاروقي او عظمت عمرزي یوه یوه ویکټه واخسته.
د دواړو لوبدلو ترمنځ د لوبلړۍ وروستۍ لوبه راتلونکې شنبه ترسره کیږي.

د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هند به د راتلونکي کال اتلولۍ جام لوبې په بې طرفه ځای کې کوي.
هندیوه نیمه میاشت وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا ته ویلي و چې دوی د امنیتي اندیښنو او سیاسي کړکېچونو له امله پاکستان ته خپله لوبډله نه لېږي.
د هوکړې له مخې، پاکستان به هم د ای سي سي په هغو لوبو کې ګډون وکړي چې هند به یې کوربه وي، خو لوبې به په نورو هېوادونو کې ترسره کیږي چې لا یې پرېکړه نه ده شوې.
د ای سي سي په اعلامیه کې راغلی، چې د ۲۰۲۴-۲۰۲۷ دورې په جریان کې به د هند او پاکستان لوبې په بې طرفه لوبغالي کې ترسره شي.
دا پرېکړه به د ۲۰۲۵ کال ای سي سي نارینه وو اتلولۍ جام (چې کوربه یې پاکستان دی) باندې هم پلې شي.
پاکستان کرکټ بورډ په پیل کې ددې مخالفت کړی و، خو وروسته یې د دواړو لوبډلو لپاره د بې طرفه لوبغالو پر هوکړې رضایت وښود.
د اتلولۍ جام په دې سیالیو کې به د هند او پاکستان ترڅنګ، افغانستان، اسټرالیا، بریټانیا، نیوزیلینډ، سویلي افریقا او بنګله دېش هم ګډون وکړي.
د هند تازه پرېکړه د ۲۰۰۸ کال له ممبې بریدونو وروسته، چې پاکستاني وسله وال پکې ښکیل وو، له پاکستان سره د دوه اړخیزه سیالیو د نه کولو پالیسۍ یوه برخه ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د زېمبابوې کرېکټ لوبډلې د دویمې یو ورځنۍ نړۍوالې لوبې پچه وګټله او لومړی یې د افغان لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د دریو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه د باران له امله بې پایلې پای ته رسېدلې وه.
د زیمبابوې په کوربه توب د یو ورځینو سیالیو د لومړۍ لوبې پچه افغان لوبډلې ګټلي وه او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه کړې وه.خو لوبه د باران د اورښت له امله له څو ساعته ځنډ وروسته پیل شوې وه.
په هغې لوبه کې عظمت الله عمرزي په ۴،۲ اورونو کې د ۱۸ منډو په بدل کې د زیمبابوې څلور لوبغاړي او الله محمد غضنفر بیا په دوو اورونو کې د پنځو منډو په بدل کې یو لوبغاړی وسوځاوه.
خو د زیمبابوې په هریر لوبغاړي کې د باران ورښت له کبله هغه لوبه د لوبڅارانو له لوري بې پایلې پای ته ورسول شوه.
دغه شل اورېزې، پنځوس اوریزې او تیسټ سیالۍ د زمباوې په کوربتوب ترسره کېږي، چې شل اوریزو سیالیو کې افغانستان زیمبابوې ته یو په دوه ماتې ورکړې او اوس پنځوس اوریزې سیالۍ روانې دي.