
طالبان وایي، چې د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې یې افغانستان ته د بېرته راستنو شویو کډوالو د ۴۰ کورنیو لپاره کورونه جوړ کړي دي. خو ستانه شوي کډوال شکايت کوي چې ورسره شوې ژمنې په سم ډول نه دي عملي شوې.
د طالبانو تر واک لاندې د ملي ټلویزیون پر اېکس پاڼه په بلخ ولایت کې د دغې ډلې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ادارې د یوه چارواکي په حواله لیکلي، چې دغه کورونه یې د یوه خیریه بنسټ په مرسته جوړ کړي دي.
دغه کورونه هغو کډوالو ته جوړ شوي، چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستنېدلي او سرپناه نه لري.
د افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه هره ورځ شاوخوا سل کډوالې کورونۍ د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله په زوره له دغو هېوادونو باسي.
اوس هم ډېری ستنېدلي کډوال د کډوالو لپاره په ځانګړو شویو پنډغالو کې شپې سبا کوي او د سرپناه له نشتوالي سر ټکوي.
نن سبا افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لویه ننګونه هم سرپناه ده؛ خو ځیني کډوال د طالبانو لهخوا دوی ته د شویو ژمنو پر نه عملي کېدو نیوکه کوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ایکس پاڼه د جاپان له تازه مرستې هرکلی کړی او دغه هېواد یې د افغانستان یو ښه ملګری بللی دی. کابل کې د جاپان سفارت تېره چارشنبه د ( لیندۍ ۲۸مه) ویلي و، چې له افغانستان سره ۲۷.۵ میلیونه ډالره مرسته کوي.
ښاغلي کرزي په خپله ایکس پاڼه په یوه یادښت کې لیکلي: «جاپان له افغانستان سره ښې اړیکې لري او په بېلابېلو برخو کې یې د افغانانو لاسنېوی کړی دی.»
جاپان ویلي چې دغه اعلان شوې بشري بسپنه به د ملګرو ملتونو او نادولتي موسسو له لارې اړمنو افغانانو ته ورسوي، څو یې په ژوند کې بدلون رامنځته شي.
جاپان پر افغانستان د طالبانو تر واکمنیدو را وروسته له افغانسان سره ۵۰۵ میلیونه امریکایي ډالره مرسته کړې ده.
د جمهوري نظام تر پرځیدو وروسته امریکا هم د درې میلیادره ډالرو مرستې کړې او داسې شکونه شته چې طالبانو د دغو بشري مرستو د ترلاسه کیدو لپاره جعلي نادولتي موسسې هم جوړې کړې او دغه پیسې د مرستو پر ځای تالا ترغه کیږي.
طالبان وايي، چې د دغې ډلې د ځمکو د غصب تخنیکي پلاوی د (لیندۍ ۲۷مه) پروان ولایت ته تللی و چې هلته یې پنځه زره جریبه دولتي ځمکه تثبیت کړې ده. دغې ډلې د یادې ځمکې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
د طالبانو د عدلیې وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پلاوی د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ اړوند یوزباشي سیمې ته د سفر پر مهال دغه ځمکه د سیمه ییزو خلکو د ویناوو پر بنسټ موندلې ده.
طالبانو دا نه دي ویلي چې دغه ځمکه څه ډول او د چا له لوري غصب شوې ده او په خبرپاڼه کې یې د ځمکې د څرنګوالي په تړاو هم یادونه نه ده کړې.
طالبانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو ته د ځمکو د غصب ځانګړي پلاوي استولي چې په ډېرو سیمو کې یې دښتې دولتي ځمکې ګڼلې دي.
دغې ډلې په دې وروستیو کې په کابل کې هم د ځمکو د غصب پر ضد پراخ کمپاینونه کړي چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې یې ان کورونه له دې امله نړولي چې ګوندې د ښاري پلان اړوند سړکونه په کې غصب شوي وو.
په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب د افغانستان لپاره د سعودي عربستان له سفير مشعل مطلق الشمري سره کتلي دي. شکیب په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دواړو هیوادونو استازو په دوه اخیزو اړیکو خبرې کړې.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون هم پر اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې دواړه خواوو په دغې لیدنه کې د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا خبرې کړې دي.
د دغه خبر له مخې، په خبرو کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د وېزو ورکړې پر اسانتیا هم خبرې شوې دي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، ګڼو هېوادونو پر افغانانو ویزې بندې کړې او یا یې هم د ویزو د ورکړې پروسه سخته کړې ده.
که څه هم په تېرو وروستیو کې ځینو هېوادونو د طالبانو لهخوا ورپېژندل شوي سفیران منلي؛ خو بیا هم دغه ډله یې په رسمیت نه ده پېژندلې.
تر دې وړاندې په لړم میاشت په اسلام اباد کې د طالبانو له سفیر سره تر لیدنې وروسته مالدیف خپل سفیر له پاکستانه ورغوښتی و.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې د سفیر لهخوا یې د دغې لیدنې اجازه نه وه غوښتل شوې.
د افغانستان د جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت پخوانی مرستیال شاه محمود میاه خېل وايي، که څه هم د طالبانو په تړاو د امریکا د نوي حکومت تګلاره لا ډېره څرګنده نه ده، خو وايي دا یوه خبره په ډاګه ده چې پر طالبانو به پټې او ښکاره نغدي کڅوړې بندې کړي.
د راتلونکي میلادي کال د(جنورۍ ۲۰مه) نېټه به دډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا نوی حکومت کار پیل کړي چې وار له مخه یې پر طالبانو د یو شمېر فشارونو او بندیزونو یادونه کړې ده.
په افغانستان کې د ولسي ګډون نه شتون، د واک انحصار او له طالبانو سره د ډونالډ ټرامپ ترینګلې اړیکې یې لوی لاملونه ګڼي.
هغه زیاتوي: «مخکې له دې چې نوره نړۍ د افغانستان په مسایلو کې منفي تصمیم ونیسي، ښه خبره د ټولو اړخونو لپاره دا ده چې خپلو کې د ولسي مشارکت لپاره لاره پیدا کړي.»
د میاخېل په وینا؛ که حالت همدغسې دوام وکړي؛ نو طالبان نه شي کولای چې په افغانستان کې فزیکي، بشري او رواني امنیت ټینګ کړي چې پایلې به یې خورا خطرناکې وي.
د امریکا پر حکومت د څار یو شمېر بنسټونه نیوکه لري چې د طالبانو تر واک لاندې له افغانستان سره د دغه هېواد د مالیې ورکوونکو پیسې د طالبانو په ګډون د ترهګرو ډلو لاسونو ته لوېږي.
د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر په وار وار د طالبانو پر ضد توند دریځ نیولی او ویلي یې دي، چې له ده سره د دوحې شوي تړون ته که ژمن پاتې نه شي؛ نو په خبره یې د امریکا له لوري به له سختو غبرګونونو سره به مخ شي.
د امریکا د عدلي څارنې یوې موسسې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د جنیستي توپیر د مخنیوي لپاره له طالبانو سره ۱۲۲.۵ میلیونه ډالره مرسته کړې، خو طالبانو سره له دې هم پر ښځو سخت بندیزونه لګولي دي.
د جوډیشل واچ یا عدلي څارنې په نوم یوې امریکایي موسسې په خپل یو تازه راپور کې چې د افغانستان لپاره د بیا رغونې د ځانګړي څارونکي دفتر (SIGAR) د معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی، ویلي چې د امریکا حکومت د دغو مرستو په تطبیق کې خپل مسوولیتونه په سمه توګه نه دي ترسره کړي.
دغه راپور زیاتوي چې د امریکا حکومت له لوري د طالبانو په واکمنۍ کې له افغانستان سره له جنسیتي توپیر سره د مبارزې لپاره ۱۲۲.۵ میلیونه ډالره مرسته کړې ده؛ خو د دغو پیسو د اغیزمنتیا اړوند یې هېڅ ډول څارنه نه ده کړې.
دغه راپور کې راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغو مرستو لپاره ځانګړې موخې نه دي ټاکلي او نه یې هم د هغو سازمانو راپورونه ترلاسه کړي دي چې دغه پیسې یې ترلاسه کړې دي.
جوډیشل واچ لیکي چې متحده ایالتونو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره شاوخوا درې میلیارده ډالره بشري مرسته کړې چې یوه برخه یې طالبانو ترلاسه کړې ده.
داسې هم ویل کیږي چې طالبانو د امریکا د دغو مرستو یوه برخه د جعلي غیر دولتي موسسو له لارې خپلو جیبونو ته اچولې ده.
راپور زیاتوي چې طالبانو داسې جعلي موسسې جوړې کړې چې د زدهکړو تر څنګ په بېلابېلو نومونو دا پیسې ترلاسه کوي او د مرستو اصلي موخه چې له جنیستي تبعیض سره مبارزه ده په کې له پامه غورځول کېږي.
د راپور له مخې د جنسیتي تبعیض د مخنیوي لپاره د متحده ایالاتونو د دغو مرستو برعکس طالبانو د ښځو چارو وزارت په شمول د ښځو بېلابېل ملاتړې ادارې تړلې او د زدهکړو تر څنګ یې د ښځو په کار هم سخت بندیزونه لګولي دي.
سره له دې چې طالبانو د ښځو په برخه کې له نړۍوالو ځانګړې مرستې ترلاسه کړې دي ؛خو بیا یې هم خپلو افراطي بندیزونو ته دوام ورکړی دی.
راپور لیکي چې لا تر اوسه هم د امریکا د مالیې ورکوونکو پیسې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته روانې دي چې د دغو پیسو د کارونې د ډول په اړه پوښتنې راپورته شوي دي.
یاد بنسټ اندیښنه لري چې د امریکا د مالیې ورکوونکو پیسې د تاوتخریوالي سره د مبارزې پر ځای د ترهګرو ډلو لاسونو ته ورځي.
جوډیشل واچ یوه امریکايي موسسه ده چې د دغه هېواد د حکومت او قضایي سیسټم د شفافیت تر څنګ د چارواکو د حساب ورکونې په برخه کې کار کوي.