• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اعتراض کوونکي:د پښتونخوا ایپېکس کمیټه د تیرا او جانیخیلو خلک د عملیاتو لپاره له کورنو باسي

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۵۵ GMT+۰

د پښتونخوا ایپېکس کمیټې په یوه غونډه کې پرېکړه کړې چې د تیرا او بنو د جاني‌خیلو وروستي امنیتي وضعیت ته په کتو هلته پوځي عملیات پیلوي. دغې کمیټې د سیمې له خلکو غوښتي چې له خپلو کورونو ووځي، خو خلکو یې په وړاندې توند غبرګون ښودلی.

د پښتونخوا د بنو په جانیخیلو کې ولسي خلکو د حکومت پر هغې پرېکړې غبرګون ښودلی او اعتراضي غونډه یې کړې چې ګنې د پوځي عملیاتو له امله دې خپل کورونه پرېږدي او نورو سیمو ته دې کډه شي.

دغه اعتراض کوونکي وايي، چې دوی په هیڅ ډول دې ته نه دي چمتو چې خپل کورونه پرېږدي.

ایپېکس کمیټې ویلي، چې د امنیتي وضعیت له وڅیړلو وروسته ورته جوته شوې چې په تیرا او جاني خیلو کې د ترهګرو فعالیتونه ډیر شوي او د خلکو د ژوند او مال د ساتنې په موخه هلته د ترهګرو د ځپلو په موخه عملیات کوي.

د تېرې لیندۍ میاشتې په ۳۰مه نیټه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور په ګډون چارواکو ایپېکس کمېټه کې د پښتونخوا د نورو سیمو د وضعیت د ارزولو او په اړه د تصمیم نیولو تر څنګ په جانیخیلو او تیرا کې هم د پوځي عملیاتو پرېکړه کړې.

ایپیکس کمیټي په خپله ناسته کې د کورمې ولسوالۍ وروستي وضعیت ته په کتو هلته د تاوتریخوالي د کمولو په موخه هم پرېکړه کړې چې د جګړې دواړه لوري بې وسلې کړي خو لا نه معلومه چې په دې برخه کې به له کومو غبرګونونو سره مخ شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د امریکا یوه جنګي الوتکه په تېروتنې سره د امریکايي کښتۍ په ډزو سره سمندر کې غورځېدلې

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۵۰ GMT+۰

د امریکا د مرکزي قوماندې دفتر، سنټکام ویلي، چې د امریکا جنګي بېړۍ یو ایس ایس ګټیسبرګ په تېروتنې سره د امریکا یوه ایف‌اې هورنټ جنګي الوتکه د سره سمندرګي په اوږدو کې ویشتلې ده. د امریکا پوځ ویلي چې په دې اړه پلټنې روانې دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ په یوه بیان کې ویلي، چې دغه جنګي الوتکه د یکشنبې په ورځ غورځېدلې ده.

د سنټکام په وینا، دوه پیلوټان ​​له الوتکې څخه په خوندي توګه وتلي، خو یو یې برسیرن ټپي شوی دی.

دغې الوتکې د هیري ایس ټرومین له الوتکې وړونکي بیړۍ څخه الوتنه کوله.

سور سمندرګی له څه باندې یوه کال راهیسې د پوځي فعالیتونو مرکز و. امریکايي ځواکونه د ایران په ملاتړ د یمن حوثي ملیشو پر ضد جنګیږي چې په کښتیو یې بریدونه کړي دي.

د امریکا پوځ د شنبې په ورځ ویلي و، چې د حوثیانو بې پیلوټه الوتکې او توغندي یې د سره سمندرګي په اوږدو کې وویشتل او په صنعا کې یې د کمانډو په اډو او د توغندیو په زیرمتون برید وکړ.

مولانا فضل الرحمان: د پاکستان پر مدرسو فشار د امریکا له امله دی

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۳۶ GMT+۰

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وايي، امریکا چې کله د ترهګرۍ په نوم د افغانستان په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته خپل سرتېري واستول او مذهبي کسان یې د امنیت په برخه کې یو لوی ګواښ وباله؛ نو د پاکستان پر مدرسو یې هم فشار راوړ.

هغه له پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز سره په یوې مرکه کې ویلي، د پاکستان د پخواني ولسمشر پرویز مشرف په وخت کې پر مدرسو دغه فشار لا زیات شو، چې هغه دغه کار د امریکا د خوشحالولو لپاره کاوه.
د هغه په وینا: «هغه مهال حکومت او مدرسې یوې پرېکړې ته ورسېدل او دا په ډاګه شوه، چې په مدرسو کې څه تدریس کېږي او ورسره دغه پوښتنې او اندېښنې هم ځواب شوې، چې په مدرسه کې خو به سخت دریځي او ترهګري نه تدریس کېږي.»
هغه وړاندې وویل، چې دغه فشارونه یو وار بیا په ۲۰۱۹ کال کې زیات شول؛ خو هغه مهال له خبرو اترو وروسته له حکومت سره یوې هوکړې ته ورسېدل او په دغې هوکړه کې درې شرطونه راغلي وو؛ یو دا چې کومې مدرسې چې جواز نه لري او یا یې د جواز موده پوره شوې وې ورته به نوي جوازونه ورکړل شيو دویم دا چې مدرسو ته به بانکي اکونټه جوړ شي او درېیم دا چې د مدرسو بهرنیو زده‌کړیالانو لپاره به نهه کلنې ویزې ورکړل شي.

د هغه په وینا؛ دغه ټول وړاندیزونه نه دا چې پرې عمل ونه شو؛ بلکې له هوکړې هم سرغړونه وشوه.

نوموړي دغه څرګندونې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سره تر لیدنې وروسته کړې دي.

هغه تر دې وړاندې ویلي و، چې شهباز شریف ورته ډاډ ورکړی چې د دیني مدرسو د ثبتولو مسله به ژر هواره کړي.

مولانا فضل الرحمان ټینګار وکړ، چې په راتلونکو ورځو کې به په دې اړه ښه خبرونه خپاره شي.
نوموړي وړاندې د عمران خان سره د خپلې لېدنې خبره رد کړه او ویې ویل، چې لا تر اوسه یې داسې کوم پیغام له کوم چا نه دی ترلاسه کړی.
هغه دارنګه د بلوچستان د وسله‌والو ډلو په اړه وویل، چې دا هغه قومي کړۍ دي چې د پاکستان سیاست وژني.
هغه د تحریک انصاف د لاریونونو په تړاو وویل: « موږ هم پخوا لاریونونه کړي دي؛ خو حکومت ته مو په کې ستونزې نه دي راولاړې کړې. لاریون کې ستونزه نشته؛ خو دا چې صوبایي حکومت د مرکزي حکومت پر وړاندې مقابلې ته راځي او د یوې صوبې یا د اسلام اباد د یرغل هڅه کوي او هغې ته د پښتنو د مسلې رنګ ورکوي؛ نو دا د دې مانا ورکوي، چې څوک هېواد ته زیان رسوي.»
هغه وایي، چې قبایلي سیمې یې له ۲۰ یا ۲۲ کلونو راهیسې ناامنه او جګړه ځپلې دي او د کورمې مسله بیا جلا ده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ایران او اسراییل ترمنځ د جګړې احتمال شته

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۲۵ GMT+۰

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ایران او اسراییل ترمنځ د جګړې احتمال شته. هاکان فیدان د شنبې په ورځ د فرانسې ۲۴ چینل ته وویل چې هغه د ایران او اسراییل ترمنځ د جګړې د احتمال په اړه «ډېر اندېښمن» دی.

هغه ټینګار وکړ چې ایران له اسراییل سره دپوځي مقابلې په لټه کې نه دی.

هغه زیاته کړه: «خو بیا هم کیدای شي داسې یو څه پیښ شي او امکان یې شته.»

فیدان وویل: «زه یوازې په دې پوهیږم چې ایرانیان دا ډول جګړه نه غواړي. دوی غواړي د هر ډول لوی ټکر مخه ونیسي. ما دا معلومات په مستقیم ډول له خپلو ایراني ملګرو څخه د هغو لیدنو په پایله کې چې ما ورسره درلودلېترلاسه کړي.»

د اکټوبر له اوومې وروسته د حماس له خوا پر اسراییل له برید وروسته د ایران او اسراییل ترمنځ کړکېچ خورا زیات شوی دی. اسراییل په وروستیو میاشتو کې د ایران حکومت د نیابتي ډلو د له منځه وړلو په لټه کې دی او هڅه یې کړې چې له دې لارې د ایران سیمه ییز ګواښونه له منځه یوسي.

په لبنان کې د حماس او حزب الله د پام وړ کمزوري کیدو، په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت له نسکوریدو او د تهران د سیمه ییز اغیز د کمیدو په نتیجه کې اسراییل اوس په یمن کې د حوثیانو پر مرکزونو باندې بریدونه په خپله اجنډا کې ځای کړي دي.

د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنياهو د لیندۍ۲۵مه نېټه د «منځني ختيځ د څېرې د بدلولو» پر اړتيا د ټينګار په ترڅ کې وويل، د اسراييل د تېر کال پرمختګونو د ایراناو په منځني ختیځ کې د هغه نیابتي ډلو ته د ځواک ښودنه کړې ده.

هغه زیاته کړه: «سوریه اوس پخوانۍ سوریه نه ده، لبنان اوس پخوانی لبنان نه دی، غزه اوس پخوانۍ غزه نه ده، او د دې محور مشر ایران اوس پخوانی ایران نه دی او زموږ د مټو د ځواک احساس یې کړی دی.»

په تېرو میاشتو کې ایران دوه ځله پر اسراییل مخامخ په سلګونو بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

یونېسف: په غزه کې ماشومان په هېڅ ډول خوندي نه دي

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۲:۵۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ سازمان وايي، چې په غزه کې ماشومان له بشري ناورین سره مخ دي او د ژوند ژغورلو لپاره یې بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا ده. یونېسف په خپله تازه خبرپاڼه کې د غزې د ماشومانو لپاره پر سولې او اوربند ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ سازمان په خپل تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په غزه کې ماشومان له بشري ناورین سره مخ دي او د ژوند ژغورلو لپاره یې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ده تر څو د دوی لپاره خوندي چاپیریال رامنځته شي.

یونېسف په وار وار ویلي چې د نړۍ په هېڅ جګړه کې د فلسطین هومره ماشومان نه دي وژل شوي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په غزه کې د اسراییلي ځواکونو روانې جګړې د ماشومانو ژوند ته جدي ګواښ پېښ کړی او دغلته د جګړې ۷۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.

د رسمي شمېرو له مخې تر دې دمه د اسراییلي ځواکونو له لوري ۴۳زره فلسطینیان وژل شوي‌ چې په وژل شويو کې ۱۳زره کوچنیان او شپږ زره ښځې شاملې دي.

د پاکستان د دفاع وزیر سلطان محمود غزنوي «غل او لوټمار» وباله

۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۳:۳۷ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر د غزنوي سلطنت سلطان، سلطان محمود غزنوي «غل او لوټماران» بللی دی. هغه وويل، چې غزنوي د غله په څېر هند ته چې پاکستان یې هغه وخت برخه و، حمله کوله او له شتمنيو سره به بیرته راګرځېده.

د خواجه اصف دغو څرګندونو د افغانستان د پخوانيو چارواکو غوسه راپارولې ده.

خواجه اصف په یوې ټلویزیوني مرکه کې زیاته کړه: "په پاکستان کې هغه د اتل په نوم معرفي شوی، مګر زه یې بریدګر ګڼم.»

د پاکستان د دفاع وزیر زیاته کړه، چې د محمود غزنوي د اتل په توګه معرفي کول سم نه دي، هغه دلته (هند) ته د غله په څېر راتلو او مالونه یې لوټ کول.

خواجه اصف د پاکستان له یوې سیاسي کورنۍ څخه یوه پېژندل شوې څېره ده.

د هغه څرګندونې د دغه هېواد د پالیسۍ خلاف دي، ځکه په پاکستاني درسي کتابونو کې محمود غزنوي د یوې مثبتې او اتلې څېرې په توګه معرفي شوی دی.

په همدې خاطر د دغه هېواد د لنډ واټن ویشتونکي بالسټیک توغندي په ګډون یو شمېر پاکستاني وسلې د غزنوي په نوم یادېږي.

د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح د پاکستان د دفاع وزیر د څرګندونو په غبرګون کې پر اېکس پاڼې لیکلي، چې د پاکستان توغندي تر ډېره د افغانستان د ولایتونو یا تاریخي شخصیتونو لکه ابدالي، غوري او غزنوي په نومونو، نومول شوي دي.

صالح وویل چې "دا ناسمې څرګندونې د هویت بحران، د تاریخي کموالي احساس او په پاکستان کې د تاریخي خلا څرګندونه کوي."

صالح زياته کړه، چې د پاکستان د دفاع وزير بايد له خپل توغنديز سيسټم څخه د غزنوي نوم لرې کړي او د افغانستان تاریخي او مالکیت حقوقو ته درناوى وکړي.

د افغانستان په تېر حکومت کې د خوست والي محمد حليم فدايي هم ويلي و، چې د خواجه اصف څرګندونې له تاريخ څخه د هغه ناپوهي ښيي.

هغه خواجه اصف ته وویل: «تاسو غله یاستی چې د ابدالي، غزنوي او غوري نومونه مو غلا کړي.»

محمود غزنوي (۱-۳--۹۷۱ م) د غزنويانو د سلطنت یو له مشهورو سلطانانو څخه دی او د اسلام او لرغوني افغانستان په تاریخ کې یو له مخکښو شخصیتونو څخه دی.

محمود غزنوي د خپلې واکمنۍ پر مهال وتوانېد، چې د غزنویانو قلمرو د سیمې په یوه تر ټولو پیاوړې امپراتوري بدله کړي.

محمود غزنوي په هند کې د خپلو پراخو کمپاینونو له امله مشهور دی.

هغه هند ته د خپلو ۱۷ لشکر کشی په ترڅ کې د شمالي هند لویې سیمې فتح کړې.