• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تحریر الشام ډلې مشر د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره په نېکټايي کې راڅرګند شوی

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۲۵ GMT+۰

د تحرير الشام ډلې مشر ابو محمد جولاني په دمشق کې د ترکيې د بهرنيو چارو له وزير هاکان فيدان، د دروزیانو قوم له مشر وليد جنبلاط او د لبنان د دروزس له شيخانو سره کتلي دي. په دغو کتنو کې د جولاني د جامو تغییر او نېکټايي اچولو د ډېرو پام ځان ته اړولی دی.

تېر ته په کتو د التحریر الشام ډلې مشر چلند او کړنې، چې دوه اونۍ وړاندې یې د سوریې پلازمېنه دمشق تر کنټرول لاندې راوسته او د بشر الاسد کورنۍ د نیمې پیړۍ واکمني یې پای ته ورسوله، د هیوادونو او نړیوالو سازمانونو تر جدي څار لاندې دي.

جولاني چې اوس خپل اصلي نوم احمد شرع کاروي، مخکې له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي و، چې نه غواړي په سوریه کې د افغانستان نسخه عملي کړي او د ښځو او نجونو پر تعلیم باور لري.

د التحریر الشام دغه اسلامپاله مشر په دې وروستیو کې یوه ښځه هم د سوریې په موقت حکومت کې د ښځو د چارو د مشرې په توګه په دنده ګومارلې ده.

له دې وړاندې د سوریې د لنډمهالي حکومت د پوهنې وزیر هم ویلي و، چې نجونې به له بندیز پرته په ښوونځیو کې زده کړو ته دوام ورکړي.

خو د سوریې خلک د خپل هیواد د سیاسي راتلونکي په اړه د خوشبینی ترڅنګ اندېښنې هم لري.

پر همدغه مهال ملګري ملتونه، اروپايي اتحادیه، امریکا، بریتانیا، ترکیه او یو شمیر نور هیوادونه تحریر الشام د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني.

جولاني د "ترهګریزو" فعالیتونو له امله پنځه کاله په عراق کې د امریکا په یوه زندان کې بندي و او له خوشې کېدو وروسته په ۲۰۱۱ کال کې په سوریه کې د اعتراضونو له پیل سره د ابوبکر البغدادي له خوا سوریې ته واستول شو چې په دغه هېواد کې له القاعدې سره مرسته وکړي.

نوموړی په ۲۰۱۶ کال کې له القاعدې څخه جلا شو او د جبهة النصره په نوم یې یوه جبهه جوړه کړه، چې وروسته یې د دغې جبهې نوم التحریر الشام کېښود.

په ورته مهال په دمشق کې له جولاني سره د یوه امریکايي پلاوي له کتنې وروسته د امریکا حکومت اعلان وکړ چې د هغه د نیولو پر سر ایښودل شوی لس میلیونه ډالره انعام لغو کوي.

د سوریې د سیکولر حکومت په نسکوریدو سره، ډیری خلک اندیښمن دي چې په دغه هیواد کې د اسلامپالو واکمني کیدای شي بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي او د مذهبي او توکمي لږکیو د ګوښه کیدو لامل شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

جرمني د کریسمس پر بازار بریدګر د قتل په تور زندان ته واستاوه

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۷ GMT+۰

پولیسو د یکشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، هغه کس چې په جرمني کې یې د کریسمس په یوه بازار کې د خلکو پر ګڼه ګوڼې موټر ور خیژولی و او پنځه کسان یې ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل د قتل او وژنې د هڅې له څو تورونو سره مخ شوی او زندان ته استول شوی.

دغه پېښه د جمعې په شپه د جرمني د ماګدیبورګ په مرکزي ښار کې رامنځته شوه او وروسته یې د کډوالۍ په اړه کړکیچ راپورته کړ.

تورن کس چې پولیسو نیولی، ۵۰ کاله عمر لري او د سعودي عربستان اوسیدونکی دی.

نوموړی د رواني ناروغیو ډاکټر دی او ډیری وخت به یې اسلام ضد ویناوې هم کولې خو تر اوسه یې د یاد عمل انګیزه څرګنده نه ده.

پولیسو ویلي، چې تر یادې پېښې ورروسته د شنبې په شپه په ماګدیبورګ کې د ښي اړخو په یوه لاریون کې چې شاوخوا ۲۱۰۰ کسانو پکې برخه اخیستې وه، ګډوډي او کړکیچن حالت رامنځته شو.

پولیسو ویلي، چې د یادو ګډوډیو په اړه به څیړنې وکړي، خو په دې تړاو یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې، یادو لاریون کوونکو کې یو شمېر کسانو تورې جامې اغوستې وې او ځینې بنرونه یې له ځان سره لیږدول چې د «کډوالو بېرته ستنېدل» کلمه پرې لیکل شوې وه.

دا د ښې اړخو ملاتړو سیاسي اصطلاح ده، چې له جرمني څخه د کډوالو او هغو کسانو ډله ییز اخراج غواړي چې له نژادې اړخه جرمنیان نه ګڼل کیږي.

د یادې پېښې په تړاو پولیسو په یوه بیان کې ویلي، چې قاضي تورن کس ته چې په رسنیو کې د "طالب ای" په نوم پیژندل شوی، د قتل، د قتل د هڅې، سختې جسمي شکنجې او څو نورو قضیو کې د موقت توقیف حکم ورکړی دی.

د راپور له مخې، دا لا څرګنده نه ده، چې یاد تورن کس وکیل لري او که نه.

د پولیسو په بیان کې ویل شوي چې په وژل شويو کسانو کې یو ۹ کلن هلک او څلور ښځې شاملې دي، چې عمرونه یې ۵۲، ۴۵، ۷۵ او ۶۷ کاله وو. همدارنګه په یاده پېښه کې شاوخوا ۴۰ تنه نور ژور او یا هم برسېرن ټپیان شوي دي.

رویټرز د جرمني د چارواکو له قوله ویلي، چې شکمن بریدګر د تیز سرعت پر مهال پر خلکو ور برابر شوی او په دریو دقیقو کې یې له ۲۰۰ ډیر خلک په موټر ووهل.

که څه هم د یادې پېښي د احتمالي انګیزې په اړه پولیس پلټنه کوي، خو د ماګدیبورګ څارنوال هورست نوپینز، د شنبې په ورځ ویلي، چې یو احتمالي عامل دا هم کیدای شي، چې نوموړي له سعودي کډوالو سره د جرمني د چلند له امله دا عمل ترسره کړی وي.

په غزه کې د اسراییل هوایي بریدونو ۱۷ فلسطینیان ووژل

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۳۸ GMT+۰

روغتیايي چارواکي وايي چې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي پوځ په بریدونو کې ۱۷ تنه فلسطینیان وژل شوي دي. د چارواکو په وینا، د موسی بن نصیر ښوونځي په برید کې د ماشومانو په ګډون ۸ کسان وژل شوي، چې په دغه ښوونځي کې یې استوګنه کوله.

د اسراییل پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغه برید کې یې د حماس هغه جنګیالي په نښه کړي چې د ښوونځي له دننه یې فعالیت کاوه.

په همدې حال کې په بیت لاهیا کې د کمال عدوان روغتون مشر اعلان وکړ چې د اسراییل پوځ کارکوونکو ته امر کړی چې روغتون خالي کړي او ناروغان او ټپیان بل روغتون ته ولېږدوي.

حسین ابو صفیه وویل دا کار "تقریبا ناشونی" دی ځکه روغتون د ناروغانو لیږدولو لپاره امبولانس نه لري.

د اسراییل پوځ د تېر کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د غزې پر بېلابېلو سیمو بریدونه کوي. فلسطینیان پر اسراییل د «نسل وژنې» تور لګوي.

د غزې د روغتیا وزارت وايي، پر غزې د اسراییل په بریدونو کې تر اوسه له ۴۵ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

د جګړې له پیل راهسې حماس ډلې هم ادعا کړې ده، چې په بېلابیلو کمینونو کې یې اسراییلي ځواکونو ته درنده مرګ ژوبله اړولې ده.

له ډېرو هڅو سره بیا هم تر دې دمه قطر او مصر په دې نه دي توانیدلي چې د حماس وسله والې ډلې او اسراییل تر منځ اوربند ته لاره هواره کړي.

چین وايي امریکا تایوان ته په پوځي مرستو له «اور سره لوبې کوي»

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۹ GMT+۰

د چین حکومت د یکشنبې په ورځ د تایوان لپاره د امریکا د وروستیو پوځي مرستو او پر دغه هېواد د وسلو د پلور د اعلان په غبرګون کې وویل چې متحده ایالات «له اور سره لوبې کوي».

د امریکا ولسمشر جو بایډن د شنبې په ورځ تایوان ته ددغه هېواد د دفاع وزارت د ۵۷۱ میلیونه ډالرو پوځي وسایلو، خدماتو او پوځي روزنې د برابرولو منظوري ورکړه. له دې جلا، پنټاګون د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د ۲۹۵ میلیونه ډالرو پوځي وسایلو پلورل یې تایید کړي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې له امریکا وغوښتل چې تایوان ته د وسلو ورکول بند کړي او هغه « خطرناک ګامونه» ودروي چې د تایوان ثبات او سولې ته زیان رسوي.

د اسوشیټېډ اژانس د رپوټ له مخې، تایوان، چې ۲۳ میلیونه نفوس لري، د چین حکومت یې د خپلې خاورې برخه ګڼي او وایي، باید د دوی تر کنټرول لاندې راشي. له بلې خوا، امریکا په پوځي مرستو او د وسلو په پلورلو سره د چین پر وړاندې د تایوان دفاعي وړتیا لوړوي.

د امریکا په نویو پوځي مرستو او د وسایلو په پلور کې د ۲۶۵ میلیونه ډالرو په ارزښت۳۰۰ تاکتیکي رادیو سیسټمونه او د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د توپونو اړوند وسایل شامل دي.

د تایوان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د دې دوو اقداماتو هرکلی کړی او پرخپل ایکس یې ویلي چې دا د تایوان د دفاع په برخه کې د امریکا ژمنتیا ثابتوي.

د لارو بندیدو له امله د کورمې او پېښور ترمنځ هوايي الوتنې پیل شوې

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۸ GMT+۰

د پاړه چنارـ پېښور ترمنځ د لارې بندیدو له امله پېښور ته د ناروغانو او نورو کسانو د انتقال په موخه هوايي الوتنې پیل شوې. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د خیبر پښتخوا له کورمې ولسوالۍ څخه د هوايي امبولانس په لومړۍ الوتنه کې ۱۴ ناروغان پېښور ته انتقال شول.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډا پور په لار ښوونه له کورمې څخه پېښور ته د ناروغانو او او نورو وګړو د انتقال لپاره د هوايي امبولانس او چورلکو الوتنې پیل شوې.

تېره ورځ د دغو الوتکو په دوو الوتنو کې له کورمې ولسوالۍ څخه پېښور ته د ۱۴ ناروغانو په ګډون ۵۳ تنه لېږدول شوي دي.

د راپورونو له مخې، نن یک شنبه هم په لومړۍ الوتنه کې د جرګې غړو او دولتي چارواکو په ګډون ۱۶ تنه پاړه چنار ته انتقال شوي او په دویمه الوتنه کې له پاړه چنار څخه ۲۷ تنه ټل ته انتقال شوي دي.

د پاکستان د اې ار وای ټلویزیون د راپور له مخې، نن ورځ به د هوا له لارې ټولټال له سلو څخه ډیر کسان انتقال شي او تر سبا به په ۷ الوتنو کې کورمې ته د ۶۰ میلیونه رپیو په ارزښت درمل ورسول شي.

د خیبر پښتونخوا ایالت سر وزیر علي امین کنډا پور وايي، چې ایالتي حکومت د کورمې ولسوالۍ د اوسیدونکو د ستونزو د حل او په دې ولسوالۍ کې د دایمي ټیکاو لپاره جدي ګامونه پورته کړي دي.

ایالتي حکومت داسې مهال له کورمې ولسوالۍ څخه پېښور ته د هوايي امبولانس او چورلکو الوتنو په وسیله د ناروغانو او نورو کسانو د انتقال چاري پیلوي، چې له شاوخوا دوو میاشتو راهیسي، د پاړه چنارـ پېښور تر منځ عمومي لاره په دې ولسوالۍ کې د مذهبي شخړو له امله تړل شوې ده.

څو ورځې وړاندې په کورمه ولسوالۍ کې ډاکټرانو شکایت کړی و، چې د درملو د نشتوالي او لارو د بندښت له امله په دې ولسوالۍ کې نږدې شل کسان مړه شوي دي.

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌یي وايي ایران نیابتي ځواک او جنګي ډلې نه لري

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۵۵ GMT+۰

د ایران مذهبي مشر علي‌ خامنه‌یي د مرغومې په دویمه نېټه د یکشنبې پر ورځ‌ له ترانه ویونکو او شاعرانو سره په یوې ناسته کې د هغو څرګندونو او تحلیلونو په اړه چې ګواکي ایران په سیمه کې خپل نیابتي ځواکونه له لاسه ورکړي وویل: « ایران په سیمه کې هېڅ نیابتي‌ ځواک نه لري.»

هغه په خپلو خبرو کې اشاره وکړه چې حزب الله، حوثیان،‌ حماس او د جهاد اسلامي ډلې د ایران نیابتي ډلې نه دي بلکې د خپلې عقیدې له مخې جګړه کوي‌.

هغه ویلي دغه جنګي ډلې د دوی استازولي‌ نه کوي او د ایران له لوري ورته هېڅ ډول لارښوونې هم نه کېږي.

خامنه یي په دغه ناسته کې دا هم وویل، که ایران وغواړي چې د جګړې لپاره اقدام وکړي، نو هېڅ ډول نیابتي ځواک ته اړتیا نه لري.

د خامنه یي د څرګندونو برعکس د ادعاوو له مخې ایران د خپلو نیابتي سیاستونو له لارې په منځني ختیځ کې د خپل نفوذ د پراخولو هڅې کوي. د لبنان حزب الله،‌ په عراق کې شیعه ملېشې، په فلسطین کې د حماس او جهاد اسلامي ډلې هغه نیابتي ځواکونه دي چې ویل کېږي د ایران ملاتړ ورسره دی.

په همدې حال کې متحده ایالات، سعودي عربستان، اسراییل او ځینې نور عربي هېوادونه د ایران دغه کړنې د سیمه ییزې بې ثباتۍ او نیابتي جګړو د دوام لوی لامل بولي.