د ایران مذهبي مشر علي خامنهیي وايي ایران نیابتي ځواک او جنګي ډلې نه لري

د ایران مذهبي مشر علي خامنهیي د مرغومې په دویمه نېټه د یکشنبې پر ورځ له ترانه ویونکو او شاعرانو سره په یوې ناسته کې د هغو څرګندونو او تحلیلونو په اړه چې ګواکي ایران په سیمه کې خپل نیابتي ځواکونه له لاسه ورکړي وویل: « ایران په سیمه کې هېڅ نیابتي ځواک نه لري.»