• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین وايي امریکا تایوان ته په پوځي مرستو له «اور سره لوبې کوي»

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۹ GMT+۰

د چین حکومت د یکشنبې په ورځ د تایوان لپاره د امریکا د وروستیو پوځي مرستو او پر دغه هېواد د وسلو د پلور د اعلان په غبرګون کې وویل چې متحده ایالات «له اور سره لوبې کوي».

د امریکا ولسمشر جو بایډن د شنبې په ورځ تایوان ته ددغه هېواد د دفاع وزارت د ۵۷۱ میلیونه ډالرو پوځي وسایلو، خدماتو او پوځي روزنې د برابرولو منظوري ورکړه. له دې جلا، پنټاګون د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د ۲۹۵ میلیونه ډالرو پوځي وسایلو پلورل یې تایید کړي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې له امریکا وغوښتل چې تایوان ته د وسلو ورکول بند کړي او هغه « خطرناک ګامونه» ودروي چې د تایوان ثبات او سولې ته زیان رسوي.

د اسوشیټېډ اژانس د رپوټ له مخې، تایوان، چې ۲۳ میلیونه نفوس لري، د چین حکومت یې د خپلې خاورې برخه ګڼي او وایي، باید د دوی تر کنټرول لاندې راشي. له بلې خوا، امریکا په پوځي مرستو او د وسلو په پلورلو سره د چین پر وړاندې د تایوان دفاعي وړتیا لوړوي.

د امریکا په نویو پوځي مرستو او د وسایلو په پلور کې د ۲۶۵ میلیونه ډالرو په ارزښت۳۰۰ تاکتیکي رادیو سیسټمونه او د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د توپونو اړوند وسایل شامل دي.

د تایوان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د دې دوو اقداماتو هرکلی کړی او پرخپل ایکس یې ویلي چې دا د تایوان د دفاع په برخه کې د امریکا ژمنتیا ثابتوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د لارو بندیدو له امله د کورمې او پېښور ترمنځ هوايي الوتنې پیل شوې

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۸ GMT+۰

د پاړه چنارـ پېښور ترمنځ د لارې بندیدو له امله پېښور ته د ناروغانو او نورو کسانو د انتقال په موخه هوايي الوتنې پیل شوې. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د خیبر پښتخوا له کورمې ولسوالۍ څخه د هوايي امبولانس په لومړۍ الوتنه کې ۱۴ ناروغان پېښور ته انتقال شول.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډا پور په لار ښوونه له کورمې څخه پېښور ته د ناروغانو او او نورو وګړو د انتقال لپاره د هوايي امبولانس او چورلکو الوتنې پیل شوې.

تېره ورځ د دغو الوتکو په دوو الوتنو کې له کورمې ولسوالۍ څخه پېښور ته د ۱۴ ناروغانو په ګډون ۵۳ تنه لېږدول شوي دي.

د راپورونو له مخې، نن یک شنبه هم په لومړۍ الوتنه کې د جرګې غړو او دولتي چارواکو په ګډون ۱۶ تنه پاړه چنار ته انتقال شوي او په دویمه الوتنه کې له پاړه چنار څخه ۲۷ تنه ټل ته انتقال شوي دي.

د پاکستان د اې ار وای ټلویزیون د راپور له مخې، نن ورځ به د هوا له لارې ټولټال له سلو څخه ډیر کسان انتقال شي او تر سبا به په ۷ الوتنو کې کورمې ته د ۶۰ میلیونه رپیو په ارزښت درمل ورسول شي.

د خیبر پښتونخوا ایالت سر وزیر علي امین کنډا پور وايي، چې ایالتي حکومت د کورمې ولسوالۍ د اوسیدونکو د ستونزو د حل او په دې ولسوالۍ کې د دایمي ټیکاو لپاره جدي ګامونه پورته کړي دي.

ایالتي حکومت داسې مهال له کورمې ولسوالۍ څخه پېښور ته د هوايي امبولانس او چورلکو الوتنو په وسیله د ناروغانو او نورو کسانو د انتقال چاري پیلوي، چې له شاوخوا دوو میاشتو راهیسي، د پاړه چنارـ پېښور تر منځ عمومي لاره په دې ولسوالۍ کې د مذهبي شخړو له امله تړل شوې ده.

څو ورځې وړاندې په کورمه ولسوالۍ کې ډاکټرانو شکایت کړی و، چې د درملو د نشتوالي او لارو د بندښت له امله په دې ولسوالۍ کې نږدې شل کسان مړه شوي دي.

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌یي وايي ایران نیابتي ځواک او جنګي ډلې نه لري

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۵۵ GMT+۰

د ایران مذهبي مشر علي‌ خامنه‌یي د مرغومې په دویمه نېټه د یکشنبې پر ورځ‌ له ترانه ویونکو او شاعرانو سره په یوې ناسته کې د هغو څرګندونو او تحلیلونو په اړه چې ګواکي ایران په سیمه کې خپل نیابتي ځواکونه له لاسه ورکړي وویل: « ایران په سیمه کې هېڅ نیابتي‌ ځواک نه لري.»

هغه په خپلو خبرو کې اشاره وکړه چې حزب الله، حوثیان،‌ حماس او د جهاد اسلامي ډلې د ایران نیابتي ډلې نه دي بلکې د خپلې عقیدې له مخې جګړه کوي‌.

هغه ویلي دغه جنګي ډلې د دوی استازولي‌ نه کوي او د ایران له لوري ورته هېڅ ډول لارښوونې هم نه کېږي.

خامنه یي په دغه ناسته کې دا هم وویل، که ایران وغواړي چې د جګړې لپاره اقدام وکړي، نو هېڅ ډول نیابتي ځواک ته اړتیا نه لري.

د خامنه یي د څرګندونو برعکس د ادعاوو له مخې ایران د خپلو نیابتي سیاستونو له لارې په منځني ختیځ کې د خپل نفوذ د پراخولو هڅې کوي. د لبنان حزب الله،‌ په عراق کې شیعه ملېشې، په فلسطین کې د حماس او جهاد اسلامي ډلې هغه نیابتي ځواکونه دي چې ویل کېږي د ایران ملاتړ ورسره دی.

په همدې حال کې متحده ایالات، سعودي عربستان، اسراییل او ځینې نور عربي هېوادونه د ایران دغه کړنې د سیمه ییزې بې ثباتۍ او نیابتي جګړو د دوام لوی لامل بولي.

اعتراض کوونکي:د پښتونخوا ایپېکس کمیټه د تیرا او جانیخیلو خلک د عملیاتو لپاره له کورنو باسي

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۵۵ GMT+۰

د پښتونخوا ایپېکس کمیټې په یوه غونډه کې پرېکړه کړې چې د تیرا او بنو د جاني‌خیلو وروستي امنیتي وضعیت ته په کتو هلته پوځي عملیات پیلوي. دغې کمیټې د سیمې له خلکو غوښتي چې له خپلو کورونو ووځي، خو خلکو یې په وړاندې توند غبرګون ښودلی.

د پښتونخوا د بنو په جانیخیلو کې ولسي خلکو د حکومت پر هغې پرېکړې غبرګون ښودلی او اعتراضي غونډه یې کړې چې ګنې د پوځي عملیاتو له امله دې خپل کورونه پرېږدي او نورو سیمو ته دې کډه شي.

دغه اعتراض کوونکي وايي، چې دوی په هیڅ ډول دې ته نه دي چمتو چې خپل کورونه پرېږدي.

ایپېکس کمیټې ویلي، چې د امنیتي وضعیت له وڅیړلو وروسته ورته جوته شوې چې په تیرا او جاني خیلو کې د ترهګرو فعالیتونه ډیر شوي او د خلکو د ژوند او مال د ساتنې په موخه هلته د ترهګرو د ځپلو په موخه عملیات کوي.

د تېرې لیندۍ میاشتې په ۳۰مه نیټه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور په ګډون چارواکو ایپېکس کمېټه کې د پښتونخوا د نورو سیمو د وضعیت د ارزولو او په اړه د تصمیم نیولو تر څنګ په جانیخیلو او تیرا کې هم د پوځي عملیاتو پرېکړه کړې.

ایپیکس کمیټي په خپله ناسته کې د کورمې ولسوالۍ وروستي وضعیت ته په کتو هلته د تاوتریخوالي د کمولو په موخه هم پرېکړه کړې چې د جګړې دواړه لوري بې وسلې کړي خو لا نه معلومه چې په دې برخه کې به له کومو غبرګونونو سره مخ شي.

د امریکا یوه جنګي الوتکه په تېروتنې سره د امریکايي کښتۍ په ډزو سره سمندر کې غورځېدلې

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۵۰ GMT+۰

د امریکا د مرکزي قوماندې دفتر، سنټکام ویلي، چې د امریکا جنګي بېړۍ یو ایس ایس ګټیسبرګ په تېروتنې سره د امریکا یوه ایف‌اې هورنټ جنګي الوتکه د سره سمندرګي په اوږدو کې ویشتلې ده. د امریکا پوځ ویلي چې په دې اړه پلټنې روانې دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ په یوه بیان کې ویلي، چې دغه جنګي الوتکه د یکشنبې په ورځ غورځېدلې ده.

د سنټکام په وینا، دوه پیلوټان ​​له الوتکې څخه په خوندي توګه وتلي، خو یو یې برسیرن ټپي شوی دی.

دغې الوتکې د هیري ایس ټرومین له الوتکې وړونکي بیړۍ څخه الوتنه کوله.

سور سمندرګی له څه باندې یوه کال راهیسې د پوځي فعالیتونو مرکز و. امریکايي ځواکونه د ایران په ملاتړ د یمن حوثي ملیشو پر ضد جنګیږي چې په کښتیو یې بریدونه کړي دي.

د امریکا پوځ د شنبې په ورځ ویلي و، چې د حوثیانو بې پیلوټه الوتکې او توغندي یې د سره سمندرګي په اوږدو کې وویشتل او په صنعا کې یې د کمانډو په اډو او د توغندیو په زیرمتون برید وکړ.

مولانا فضل الرحمان: د پاکستان پر مدرسو فشار د امریکا له امله دی

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۳۶ GMT+۰

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وايي، امریکا چې کله د ترهګرۍ په نوم د افغانستان په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته خپل سرتېري واستول او مذهبي کسان یې د امنیت په برخه کې یو لوی ګواښ وباله؛ نو د پاکستان پر مدرسو یې هم فشار راوړ.

هغه له پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز سره په یوې مرکه کې ویلي، د پاکستان د پخواني ولسمشر پرویز مشرف په وخت کې پر مدرسو دغه فشار لا زیات شو، چې هغه دغه کار د امریکا د خوشحالولو لپاره کاوه.
د هغه په وینا: «هغه مهال حکومت او مدرسې یوې پرېکړې ته ورسېدل او دا په ډاګه شوه، چې په مدرسو کې څه تدریس کېږي او ورسره دغه پوښتنې او اندېښنې هم ځواب شوې، چې په مدرسه کې خو به سخت دریځي او ترهګري نه تدریس کېږي.»
هغه وړاندې وویل، چې دغه فشارونه یو وار بیا په ۲۰۱۹ کال کې زیات شول؛ خو هغه مهال له خبرو اترو وروسته له حکومت سره یوې هوکړې ته ورسېدل او په دغې هوکړه کې درې شرطونه راغلي وو؛ یو دا چې کومې مدرسې چې جواز نه لري او یا یې د جواز موده پوره شوې وې ورته به نوي جوازونه ورکړل شيو دویم دا چې مدرسو ته به بانکي اکونټه جوړ شي او درېیم دا چې د مدرسو بهرنیو زده‌کړیالانو لپاره به نهه کلنې ویزې ورکړل شي.

د هغه په وینا؛ دغه ټول وړاندیزونه نه دا چې پرې عمل ونه شو؛ بلکې له هوکړې هم سرغړونه وشوه.

نوموړي دغه څرګندونې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سره تر لیدنې وروسته کړې دي.

هغه تر دې وړاندې ویلي و، چې شهباز شریف ورته ډاډ ورکړی چې د دیني مدرسو د ثبتولو مسله به ژر هواره کړي.

مولانا فضل الرحمان ټینګار وکړ، چې په راتلونکو ورځو کې به په دې اړه ښه خبرونه خپاره شي.
نوموړي وړاندې د عمران خان سره د خپلې لېدنې خبره رد کړه او ویې ویل، چې لا تر اوسه یې داسې کوم پیغام له کوم چا نه دی ترلاسه کړی.
هغه دارنګه د بلوچستان د وسله‌والو ډلو په اړه وویل، چې دا هغه قومي کړۍ دي چې د پاکستان سیاست وژني.
هغه د تحریک انصاف د لاریونونو په تړاو وویل: « موږ هم پخوا لاریونونه کړي دي؛ خو حکومت ته مو په کې ستونزې نه دي راولاړې کړې. لاریون کې ستونزه نشته؛ خو دا چې صوبایي حکومت د مرکزي حکومت پر وړاندې مقابلې ته راځي او د یوې صوبې یا د اسلام اباد د یرغل هڅه کوي او هغې ته د پښتنو د مسلې رنګ ورکوي؛ نو دا د دې مانا ورکوي، چې څوک هېواد ته زیان رسوي.»
هغه وایي، چې قبایلي سیمې یې له ۲۰ یا ۲۲ کلونو راهیسې ناامنه او جګړه ځپلې دي او د کورمې مسله بیا جلا ده.