• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په برازیل کې د یوې وړې الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې ۱۰ تنه مړه شوي

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۴۲ GMT+۰

د برازيل په سوېل د ګرامادو ښار په مرکز کې د یوې وړې الوتکې لوېدو له امله په کې سپاره ټول لس کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۵ تنه ټپيان دي. د راپورونو له مخې په الوتکه کې د اور لګېدو له امله تر لسو ډیر کسان د لوګي د تنفس له امله روغتون ته وړل شوي.

د برازیل د ملکي دفاع ادارې د یکشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې په دغې پېښه کې د الوتکې مالک او پیلوټ لویز کلودیو ګالیزي د خپلې کورنۍ له نهو غړو سره مړ شوی دی.
سیمه‌ییز چارواکي وایي، په دې پېښه کې ١٧ تنه ټپيان شوي چې ١٢ يې لا هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د راپورونو له مخې، دغه الوتکه په دوو کورونو لوېدلې ده.
د ګالیزي شرکت منلې، چې په دغې پېښه کې د ګالیزي مېرمن او درې لوڼې مړې شوې دي.
ګراماډو تر ډېره بریده زرغونه او د سیل سیمه ده، چې په کرېسمس کې ګڼ شمېر سېلانیان ورځي.

تېرکال هم په برازیل کې د یوې الوتکې د لوېدو په پېښه کې ۶۲ کسان مړه شوي وو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د نتنیاهو خبرداری: د یمن حوثیان دې د حماس او حزب الله په شان برخلیک ته په تمه شي

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۴۰ GMT+۰

د اسراییل لومړي وزیر خبرداری ورکړی چې د یمن حوثیان دې هم د حماس او حزب‌الله په شان برخلیک ته په تمه شي. بنیامین نتنیاهو وویل: «لکه څنګه چې موږ د ایران د ترهګرو ډلو د مټو زور ختم کړ دغسې به د حوثیانو په وړاندې هم مبارزې ته دوام ورکړو.»

نوموړي د یکشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې د حوثیانو پر ضد د اسراییل عملیات ښايي وخت ونیسي، خو پایلې به یې په سیمه کې د حماس او حزب الله په ګډون د ایران د نورو نیابتي ډلو پر ضد د اسراییل له عملیاتو سره ورته وي.

اسراییل په وروستیو میاشتو کې د ایران حکومت د نیابتي ډلو د له منځه وړلو په لټه کې دی او هڅه کوي چې په دې توګه د ایران سیمه ییز ګواښونه له منځه یوسي.

په لبنان کې د حماس او حزب الله د پام وړ کمزوري کیدو، په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت له نسکوریدو او د تهران د سیمه ییز اغېز د کمیدو په پایله کې اسراییل اوس په یمن کې د حوثیانو پر مرکزونو باندې بریدونه په خپله اجنډا کې ځای کړې دي.

نتنیاهو د خپل ویډیویي پیغام په دوام، وویل چې اسراییل به د حوثیانو په وړاندې په خپل کمپاین کې یوازې نه وي: «متحده ایالات او نور هیوادونه، زموږ په څیر، حوثیان نه یوازې د نړۍوال لیږد رالېږد لپاره ګواښ ګڼي، بلکې د نړۍ نظم ته هم ګواښ دی.»

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مرکزي دفتر سنټکام د مرغومي په لومړۍ نیټه وویل چې د دغه هېواد ځواکونو په صنعا کې د ایران په ملاتړ د حوثیانو د توغندیو یو ګودام او د کنټرول او قوماندې کمپلیکس په نښه کړ.

د امریکا پوځ هم څو ځانمرګي ډرون او د حوثیانو یو د بېړۍ ضد کروز توغندی په سره سمندرګي کې ویشتلي دي.

د ایران مذهبي مشر علی خامنه ای د ۱۴۰۲ میلادی کال د لړم میاشتې په لسمه نیټه اسراییل ته د تیلو او خوراکي توکو د صادراتو د بندولو په اړتیا ټینګار وکړ او له اسلامي حکومتونو یې وغوښتل چې له اسراییل سره اقتصادی ملګرتیا ونه کړي.

د خامنه اي له څرګندونو او د حماس او اسراییل تر منځ د جګړې له شدت وروسته، حوثیانو په سور سمندرګي، باب المندب تنګي او د عدن په خلیج کې پر نړۍوالو بېړیو بریدونه پیل کړل، چې په تېرو وختونو کې یې په سیمه کې سمندري امنیت له ګواښ سره مخامخ کړ. د دغو بریدونو لړۍ ان د هند سمندر ته هم غځول شوې ده.

زلمی خلیلزاد: د پاکستان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۵۹ GMT+۰

د افغاستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، چې د پاکستان امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کیږي. نوموړي په دغه هیواد کې وروستۍ امنیتي پېښې د اندېښنې وړ بللې دي.

زلمي خلیلزاد د پاکستاني طالبانو له لوري په روانه اوونۍ کې‌ د ۱۶پاکستاني پوځیانو وژل کیدو ته په اشارې سره ویلي چې په دغه هېواد کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

دغه جګپوړی امریکایي ډیپلوماټ پر پاکستاني پوځیانو د طالبانو دغه بریدونه د لویې ناکامۍ تر څنګ د دغه هېواد لپاره ستر زیان بولي.

زلمي خلیلزاد پر خپله ایکس پاڼه د پوښتنې په ډول لیکلي چې ایا پاکستان د روانې نا امنۍ په تړاو یو ملي بحث ته اړتیا لري؟

خو د پاکستان حکومت او پوځي چارواکو لا د زلمي خلیلزاد داسې ټویټ ته غبرګون نه ښودلی.

تر دې پخوا هم زلمي خلیلزاد په پاکستان کې پر امنیتي ننګوونو او د دغه هېواد پر سیاستونو لانجمنې څرګندونې کړې دي چې د پاکستاني سیاستوالو له توند غبرګون سره مخ شوې دي.

له تېرو دوو میاشتو راهیسې په دغه هېواد کې د پاکستاني طالبانو بریدونه تر پخوا ډېر شوي او هره ورځ د خیبرپښتونخوا او بلوچستان له بېلابېلو سیمو څخه د پوځیانو د وژل کیدو راپورونه ترلاسه کېږي.

د ملګرو ملتونو چارواکی: په غزه کې د جګړې ټول قوانین تر پښو لاندې شوي دي

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۴۸ GMT+۰

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر فیلیپ لازاریني وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د اسراییل په جګړه کې زیاتوالی راغلی دی. هغه وايي، په غزه کې د جګړې ټول قوانین تر پښو لاندې شوي دي.

نوموړي پر اېکس پاڼه په غزه کې د اوربند لپاره خپل غوښتنې تکرار کړې او لیکلي یې دي، چې نړۍ باید بې حسه پاتې نه شي.
هغه وایي، د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په غزه کې د ولسي وګړو د درنې مرګژوبلې راپورونه هم لاس په لاس کېږي.

خو هغه د دغې مرګ‌ژوبلې شمېرې نه دي شرېکې کړې.
نوموړي زیاته کړې، چې پر ښوونځيو او روغتونونو بریدونه عادي خبره نه‌ ده.
یوازې د غزې په شمال کې د اسراییل په تازه بریدونو کې د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي دي.
اسراییلي ځواکونو نن د غزې په ښار کې د موسی بن نصیر ښوونځی له خبرتیا پرته په نښه کړ، چې لږ تر لږه نهه تنه فلسطینیان یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.
له بل پلوه د غزې په ښار کې د یوه ښوونځي په برید کې اته تنه وژل شوي، په جبالیه کې بیا په دوو بریدونو کې اوه تنه ووژل شول، دوه تنه د غزې په شمال لویدیځ کې د شجاعیه په ګاونډ کې ووژل شول، د بوریج د کډوالو په پنډغالي کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې یو ماشوم وژل شوی او په المواصي کې د بې ځایه شویو پر یوه پنډغالي په برید کې بیا درې تنه وژل شوي دي.

دا ټول هغه څه دي چې په غزه کې یې د ملګرو ملتونو د استازي غبرګون راپارولی او هغه پر ټولې نړۍ غږ کړی چې د فلسطین او اسراییل موضوع ته دې جدي پاملرنه وکړي.

په پښتونخوا کې د نا امنیو ډېرېدل؛ ملي جمهوري غورځنګ په سوېلي پښتونخوا کې غونډه جوړوي

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۳۱ GMT+۰

په پاکستان کې د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ په یوه تازه خپاره کړي ویډیوي پېغام کې ویلي چې په راتلوونکو ورځو کې به د سوېلي پښتونخوا په لورالایي سیمه کې د نا امنۍ او جګړې پر ضد غونډه جوړوي، ترڅو پښتونخوا کې د جګړو پر ضد خپل غږ پورته کړي.

د پاکستان د پارلمان پخواني غړي محسن داوړ د پاکستان پر حکومت تور ولګاوه چې د پښتونخواه په خاوره کې د روانې جګړې تر شا د دوی لاس دی او هره ورځ دغلته د ترهګرۍ پېښې رامنځته کېږي.

د پاکستان حکومت لا د محسن داوړ دغو خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.
داوړ له پښتنو غوښتي چې په دې غونډه کې پراخ ګډون وکړي او د ترهګرۍ خلاف غږ پورته کړي.
ښاغلی داوړ زیاتوي: «دا جنګ هسې نه ودریږي، دا یو مسلسل مزاحمت او سیاسي عمل غواړي چې باید د جګړې خلاف وشي.»

تر دې وړاندې د روان میلادي کال د اکټوبر میاشتې پر یوولسمه نېټه د پښتونخواه په خیبر ولسوالۍ کې د پښتنو یوه لویه ولسي جرګه وشوه چې په کې له پاکستاني پوځیانو او طالبانو څخه غوښتنه شوې وه چې تر دوو میاشتو پورې دې د پښتنو له سیمو ووځي؛ خو د دې مودې په پوره کیدو سره لا هم دا پرېکړې نه دي عملي شوي.

په یاده جرګه کې د ترهګرۍ پر ضد د سختو پریکړو سره سره په خیبر پښتونخواه کې د پاکستاني طالبانو بریدونه تر بل هر وخت ډېر شوي دي.

د کورمې په اوچت بګن سیمه کې د پاړه چنار دوه ځوانان په ډزو وژل شوي

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۲:۵۸ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا د کورمې پوليس وايي، چې د دغې ولسوالۍ په اوچت بګن سیمه د پاړه چنار دوه ځوانان چې له هنګو سیمې څخه پاړه چنار ته پر لاره روان وو، د وسله والو له لوري لومړی په ډزو وژل شوي او بیا سرونه ترې غوڅ شوي دي.

په سیمه کې خبریالان وايي، چې دغه پېښه د لارو خلاصولو په اړه تر څو ورځو خبرو وروسته شوې چې ښايي خبرې اترې هم اغېزمنې کړي.

له کورمې څخه خبریال علي افضل افضال افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن دوشنبه د (مرغومي درېیمه) وويل چې د اسحاق حسین او وسیم حسین په نوم دغه ځوانان له ډیرې مودې راهیسې په هنګو سیمه کې د لارې بندیدو له پاتې وو، او تېر ماښام یې هڅه کوله چې پاړه چنار ته ولاړ شي چې پر لاره وسله والو نیولي او وژلي یې دي.

داسې هم ویل کیږي چې دغو ځوانانو په سیمه کې نورو کسانو ته يوه اندازه پیسې هم ورکړې وې چې تر پاړه چناره به یې په روغه رسوي.

په هغو انځورونو او ویډیوګانو کې چې له سیمې څخه سرچینو له افغاستان انټرنشنل پښتو سره شریکې کړي ښکاري چې د دوو تنو سرونه له تنې جلا او جسدونه یې په وینو لت پت پراته دي.

د کورمې پولیس تاییدوي چې دغه دوه ځوانان د اوچت بګن په سیمه کې لومړی په ډزو وژل شوي او بیا سررونه ترې پرې شوي دي.

له دوه نیمو میاشتو راهیسي، د پاړه چنارـ پېښور تر منځ لویه لاره په دغې ولسوالۍ کې د مذهبي شخړو له امله تړل شوې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، تېره ورځ له سلو ډیر کسان د الوتکې له لارې یوې او بلې خوا لېږدول شوي او ټاکل شوې چې نن دوشنبه به په اوو الوتنو کې کورمې ته د ۶۰ میلیونه رپیو په ارزښت درمل ورسول شي.