په یوه کال کې پر پکتیکا د پاکستان دوه ځله هوايي بریدونه

پاکستان په روان کال کې دوه ځله د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ هوايي بریدونه کړي، چې دواړه ځله یې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

پاکستان په روان کال کې دوه ځله د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ هوايي بریدونه کړي، چې دواړه ځله یې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
پاکستاني ځواکونو د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې د خیبر پښتونخوا ایالت په ټانک ولسوالۍ کې پر پاکستاني پوځیانو د ټي ټي پي له برید وروسته په یوه غچ اخستونکي برید کې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې پر ځینو اهدافو هوايي بریدونه وکړل چې اتو ملکي کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
په دغو بریدونو کې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ لمن او د خوست په سپیره ولسوالۍ کې افغان دوبۍ سیمې په نښه شوې.
پاکستان ادعا کوله چې د عبدالله شاه په نامه یې د پاکستان د طالبانو غورځنګ د قوماندان پټنځای په نښه کړی، خو افغان طالبانو او ټي ټي دا رپوټونه رد کړل او نوموړي په یوه ویډیو کې وویل چې دوی په وزیرستان کې فعالیت کوي.
طالبانو هغه مهال هم د یوې اعلامیې په ترڅ کې برید وغنده او ویې ویل چې دا ډول بریدونه بدې پایلې درلودای شي چې پاکستان ته به یې مدیریت ستونزمن وي.

خو له دغو بریدونو اته میاشتې وروسته یوځل بیا پاکستان په پکتیکا کې د پاکستاني طالبانو د پټنځایونو په نامه پر دریو سیمو بمبارۍ کړې، چې ویل کیږي ملکي وزیرستاني بې ځایه شویو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو دفاع وزارت یوځل بیا دغه برید غندلی او وايي، چې ځواب به ور کړي.
پر پکتیکا د پاکستان تازه برید داسې مهال کیږي، چې له اسلام اباد سره په دې وروستیو کې ددې ډلې اړیکې ښې شوې او د پاکستان ځانګړی استازی په کابل کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره په خبرو اترو بوخت دی.
د شنونکو په باور، داسې ښکاري چې ښايي طالبانو ته ددغه برید په اړه پاکستان واردمخه خبر ورکړی وي، ځکه ویل کیږي د برید پرمهال په سیمه کې جنګیالي نه وو.
د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې د پاکستاني طالبانو پر سر خړې پړې دي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف څو ورځې وړاندې وویل چې د طالبانو له حکومت سره ددوی یوازینۍ ستونزه د پاکستاني طالبانو پر سر ده.
طالبان تر اوسه په دې نه دي توانیدلي، چې پاکستاني طالبان په پاکستان کې له بریدونو را وګرځوي.
پاکستان له هغسې حالت سره مخ دی، چې له ۲۰۰۳ کال نه تر ۲۰۲۱ کال پورې د افغانستان جمهوري حکومت ورسره مخامخ و. هغه مهال پاکستان په افغانستان کې د ناامنیو لپاره د اوسنیو واکمنو طالبانو مالي، لوژستیکي او پوځي ملاتړ کاوه.
له دغو بریدونو وروسته داسې نه ښکاري چې د کابل او اسلام اباد اړیکې دې بېرته زر ورغیږي.