سرچینه: پکتیکا کې له برید وړاندې سیمه کې انټرنیټي خدمات قطع شوي
په خوست کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې پر پکتیکا له برید سره هممهاله په افغان دوبۍ او شاوخوا سیمو کې ټیلیفوني خدمات قطع شوي.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستاني الوتکو له بریدونو سره هممهاله د خوست ولایت په افغان دوبۍ سیمه کې انټرنیټي خدمات قطع شوي او تر اوسه کار نه کوي.
سرچینه وايي، چې افغان بې سیم په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني الوتکو له پورته کېدو سره هممهاله په بیړنیو حالاتو کې خپل خدمات قطع کوي.
د سرچینې په وینا، د کرښې په شاوخوا کې جنګیالیو له بریدونو مخکې خپل پټنځایونه خالي کړي او له سیمې وتلي دي.
د سرچینې په وینا، په بریدونو کې ډیری ملکي کسان وژل شوي، چې ماشومان هم پکې شامل دي.
سرچینه دغه راز وايي، چې د افغان دوبۍ په منډيي سیمه کې له خلکو سره اړیکې نه شي نیول کېدای او هلته د افغان بې سیم شبکې کار پرېیښی.
طالبانو واک ته له رسیدو وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي تړلي او ښځې یې پوهنتون ته له تګ او له نا دولتي موسسو سره له کار کولو منعه کړې دي. همدارنګه طالبانو د ښځو پر تګ راتګ، تفریح او هر ډول سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو هم پراخ بندیزونه لګولي دي. د دغو بندیزونو د لرې کولو لپاره د نړیوالو له غوښتونو سره سره، طالبان د ښځو په وړاندې له خپلو پالیسیو څخه نه دي په شا شوي.
د دسمبر په ۲۱ د پښتونخوا د ملکي او پوځي مقاماتو په اصطلاح اوچتې کمیټۍ یا Apex Committee پیښور کې تصمیم ونیو چې د خیبر ضلعې په تیراه او د بنو په جانی خیلو کې د ځینی ځایونو میشت خلک به په موقته توګه د خپلو کلیو او کورونو نه کډه شي، چې امنیتي ادارې دغلته تصفیوي پوځي عملیات وکړي.
دا وړومبې ځل نه دې چې د پاکستان حکومت په پښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان ( ټی ټی پی ) په ضد د پوځي عملیاتو د پیلولو تصمیم نیسي.
د اوسني کال د جون میاشتې په ۲۲ نیټه د پاکستان مرکزي حکومت د « عزم استحکام » په نوم په پښتونخوا کې د پوځي عملیاتو تابیا کړې وه، خو د پښتونخوا ولسي پاڅونونو او سیاسي ګوندونو د دغو عملیاتو او د ځایي خلکو د بې کوره کیدو سره دومره کلک مخالفت ښکاره کړ، چې مرکزي حکومت د خپل تصمیم نه په شا تللو ته مجبور شو.
حکومت خبره په دې بدله کړه چې حکومت هیڅ کوم پراخ پوځيعملیات نه کوي، امنیتي ادارې به تش د استخباراتي اطلاعاتو په اساس د ترهګرو په ضد په محلي توګه محدود ګوزارونه کوي.
د جولاۍ په میاشت کې په بنو کې د پاکستان د حکومت له خوا د « ښو او بدو طالبانو » د تفکیک په نوم د ترهګرو د پاللو په ضد بې ساری ستر ولسي پاڅون وشو، لکی مروت او نورو ځایونو کې هم د دولت او په خاصه توګه د جنرالانو د پالیسیو خلاف تظاهرات او پرلتونه جوړ شول.
په بنو او لکي مروت کې خو پرلتونو کې ګډونوالو د خپلو سیمو نه د پوځ د ویستل کیدلو غوښتنه هم وکړه، ځکه چې د هغوی د وینا سره سم پوځ په دولتي نظام او په ټولنه د خپلې هژمونۍ د تامین لپاره د خپلو استخباراتو په وسیله ترهګري پالي او د تش په نوم عملیاتو په پلمه د پښتنو طبیعي زیرمې اشغالوي.