اتمر: طالبان د پاکستان د بریدونو د مخنیوي لپاره هوایي ځواک او دفاعي ځواکونه نه لري

د تېر حکومت د بهرنیو چارو پخواني وزیر د افغانستان په خاوره د پاکستاني پوځ بریدونه وحشیانه بللي او وایي: «دغه بریدونه چې په هره بهانه شوي مونږ یې په کلکو ټکو غندو.»
حنیف اتمر وایي، د خواشینۍ ځای دی چې د طالبانو رژیم د دې بریدونو د مخنیوي لپاره نه هوایي ځواک او نه هم دفاعي ځواکونه لري.
اتمر په خپل اېکس کې دغه راز زیاته کړې: «د خواشینۍ ځای دی چې د طالبانو رژیم د دې وحشیانه بریدونو د مخنیوي لپاره هېڅ امکانات نه لري. نه هوايي ځواک او نه هم هوايي دفاعي ځواکونه!»
اتمر وایي: «په تېرو شاوخوا درېیو لسیزو کې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک او هوايي دفاع په ګډون چې په سترو قربانیو سره جوړ شوي وو، دوه ځلې له منځه تللي دي. په داسې حال کې چې دواړه ځلي څرګنده شوه، چې دا تل د پاکستان هیله وه او بېلابېل سیاسي بهانې یې ورته جوړې شوې او دا غمیزه په خپله د افغانانو له خوا ترسره شوه.»
اتمر وویل: «که طالبان د هېواد د ټولو وګړو حقونه، ملي پخلاینه او په هېواد کې د مشروع نظام د رامنځته کېدو سره موافقه ونه کړي، ملي وحدت او یووالي ته به ونه رسېږي او له وطن څخه د مشروع دفاع ځواک به ترلاسه نه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني ځواکونو نن ماښام د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په شاوخوا سیمو بریدونه کړي، چې د لومړنیو راپورو له مخې ویل کېږي، چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ډېر شمېر ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې لا روښانه نه دی.


