• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اکثريت ټولنه وايي طالبان د پاکستان بريدونو ته زمینه برابروي او د خلکو په وینه سوداګري کوي

۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۰۵ GMT+۰تازه شوی: ۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۳۹ GMT+۰

د اکثريت په نوم د افغانانو یوه سیاسي فکرې ټولنه په پکتیکا کې د پاکستان د هوايي بريدونو په غبرګون ویلي، چې طالبان د پاکستان د ګټو لپاره کار کوي او دغه بريدونه زمینه برابروي، تر څو د لویو قدرتونو ترمنځ د خلکو په وینه سوداګري وکړي.

دغې ټولنې لیکلي، چې طالبان له ملي حاکميت څخه نه د دفاع مشروعيت او نه هم ځواک لري.

یادې سياسي فکري ټولنې د چهار شنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې زیاته کړې، چې د طالبانو په واکمنۍ کې پاکستان څو ځله پر افغان خاوره تېری کړی.

د دوی په خبره، تر دې وړاندې افغانستان د يوه منظم سیسټم درلودونکی و او پاکستان په خپل ټول توان د داسې بريدونو جرات نه شوای کولی.

دوی ليکلي: «د شک هېڅ ځای نه شته چې د طالبانو کړنې په دوامداره توګه له پاکستان سره په همغږۍ ترسره کېږي، په افغانستان کې دننه د (ټي ټي پي) حضور او فعالیت په خپله د طالبانو له خوا تایید شوی او ان د پاکستان پوځ او ټي ټي پي ترمنځ د جوړجاړي منځګړیتوب ته هم ژمن دي.»

دوی وايي، چې دا ډول پېښې د کليوالو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او د پردیو ګټو وسیله ګرځي.

دغې ټولنې د «پاکستان د دغو بريدونو او د کابل د واکمنانو چوپتيا او همکاري» غندلې ده.

اکثریت له افغانانو غوښتي: «زموږ ملت باید د دغو ظالمانه کړنو او د واکمنې ډلې په ګډون د ټولو بین المللي نیابتي ډلو پر وړاندې یو موټی ودرېږي»

دغې سیاسي فکري ټولنې د دا ډول ستونزو لرل د یوه ملي او په خپلو مټو ولاړ دولت نه درلودل ياد کړی او زياته کړې یې ده: «زموږ ستونزه د یوه ملي، موډرن او په خپلو مټو ولاړ دولت نه درلودل دي، چې رېښې یې له واشنګټن، مسکو یا راولپنډۍ څخه نه وي، یوازې یو داسې دولت له پاکستان څخه چې له هر یرغلګر څخه د خپل پرون، نن او سبا پوښتنه کړای شي.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د روغتیا وزیر: د ولسوالیو ۷۲ سـلنه خلک لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري

۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۲۴ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نن د یوې ناستې پر مهال وویل، چې په افغانستان کې د ولسوالیو ۷۲ سلنه اوسیدونکي لومړنیو روغتايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او له ۴۰۰ ولسوالیو څخه یوازې ۹۳ ولسوالۍ روغتونونه لري.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي نن چار شنبه د یوې خبرې ناستې پرمهال د افغانستان په ۳۱۸ ولسوالیو کې د نویو روغتونونو د رغنیزو چارو د پیل خبر ورکړ.

نوموړي وویل، ددغو روغتونونو د جوړولو لپاره د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده ۷ میلیارده افغانی بودجه منظور کړې ده.

نوموړي پر همدغه مهال وویل، چې دمګړی په افغانستان کې د ولسوالیو ۷۲ سلنه اوسیدونکي لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

نوموړي زیاته کړه:« د ولسوالیو اوسیدونکي د ډیرو کوچنیو روغتیايي ستونزو د حل په موخه د مرکز او یا هم ولایتي روغتونونو ته مراجعه کوي.»

دغه طالب چارواکی وايي، په افغانستان کې روغتیايي اړتیاو ته په کتو اوسني روغتیايي خدمتونه د قناعت وړ نه دي خو د نویو روغتیايي مرکزونو په جوړولو سره به په هېواد کې لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی زیات شي.

نوموړي زیاته کړه، چې له ۴۰۰ څخه زیاتو ولسوالیو کې یوازې په ۹۳ ولسوالیو کې د ولسوالۍ د کچې روغتونونه دي.

نوموړی زیاتوي، «دغه وضیعت بل خوا د ښارونو، ولسوالیو او لرې پرتو سیمو ترمنځ د روغتیا په برخه کې لویه بې عدالتي رامنځته کړې ده.»

جلالي وايي، دمګړی د افغانستان په روغتونونو کې د ۱۳زره ناروغانو لپاره د بستر امکانات شته، خو د نویو روغتونونو په جوړیدو سره به دغه شمېر ۲۳زره ته لوړ شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر وویل، چې په نویو جوړیدونکو روغتونونو کې به د عمومي عملیاتو، بیړنیو عملیاتو، ترومالوژي، اورتوپیدي، نسايي او ولادي او بیړنیو خدماتو خونې خدمتونه موجود وي.

نوموړي د ښځینه ډاکټرانو په تړاو چې له زده کړو بې برخې دي او پر چارو یې بندیز دی، ځواب ونه وایه.

طالبان په داسې حال کې د افغانستان په ۳۱۸ ولسوالیو کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا خبر ورکوي، چې له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې د کچې پر زیاتېدو او د روغتیايي خدماتو د کچې پر ټیټوالي اندیښنې ښودلې دي.

مدني فعال حامد قرلق د طالبانو له زندان نه خوشی شو

۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۰ GMT+۰

د مدني فعالانو یوې ډلې د طالبانو له زندان نه د مدني او ټولنیز فعال حامد قرلق د خوشې کېدو خبر ورکړی دی. د «حامد قرلق د عدالت غوښتنې ټیم» په نوم دې ډلې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو په زندان کې د شکنجې له امله د دغه ټولنیز فعال روغتیايي او رواني وضعیت ښه نه دی.

دغې ډلې په یوه خبرپاڼه کې د چارشنبې په ورځ (د مرغومې ۵ مه) ويلي: «د خلکو د یووالي پر وړاندې ظلم او جبر د ماتې وړ دی».

دې ډلې همداراز د بشري حقونو له بنسټونو او نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعت له پامه ونه غورځوي او د مدني او ټولنیزو فعالانو له ازادۍ او حقونو دفاع وکړي.

حامد قرلق څه موده وړاندې په تخار ولایت کې د طالبانو د استخباراتو له خوا له کوم ځانګړي تور پرته نیول شوی و.

تر دې مخکې د ښځو د يووالي شبکې په يوه خبرپاڼه کې ويلي و، چې دغه مدني فعال د ښوونځيو، پارکونو د بيارغونې او له اړمنو سره د مرستې په موخه له خلکو مرستې راټولولې.

عبدالله عبدالله: پر بـرمل د پـاکستان هوايي بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت نقض دی

۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۵ GMT+۰

د سولې عالي شورا مخکیني رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني الوتکو هوايي بریدونه غندلي او وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې باید د خبرو اترو له لارې هوارې شي.

نوموړي یادو بریدونو ته په غبرګون کې پر خپل اېکس لیکلي، چې په پکتیکا ولایت کې د پاکستاني پوځیانو هوايي بریدونه چې د ډېر شمېر ملکي کسانو د مرګ ژوبلې لامل شوي، په کلکو ټکو غندي او دا برید د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض ګڼي.

عبدالله ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې باید د متقابل درناوي پر بنسټ د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې هوارې شي او له هغو لارو چارو باید ډډه وشي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې کوي.

وروستۍ شمېرې ښيي چې پر پکتیکا د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۴۶ کسان وژل شوي، چې د طالبانوپه وینا، ټول ملکي وګړي دي.

طالبانو په پکتیکا کې دوه کسان د زنا په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي

۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۴۳ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې د پکتیکا په وړممۍ ولسوالۍ کې يې دوه کسان د زنا په تور په عام محضر کې ۲۹ او ۳۹ دُرې وهلي دي. طالبان په داسي حال کې پر دغو کسانو خپل قاون پلي کړی، چې د پاکستان هوايي جټ الوتکو په دغه ولایت کې بمونه اچولي او درانه ملکي تلفات یې اړولي دي.

د طالبانو سترې محکمې د چارشنبې په ورځ (د مرغومې ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې یو کس ته یې ۲۹ دُرې او دوه مياشتې بند او دویم کس ته يې ۳۹ دُرې او ۵ کاله تنفيذي بند سزا ورکړې.

د محکمې د مالوماتو له مخي، د سزا ورکولو پر مهال طالب ولايتي چارواکي او عام خلک هم حاضر وو.

یو شمېر خلکو پر طالبانو نیوکې کړې، چې په همدغه ولایت کې د پاکستان پوځي جټ الوتکو په هوايي بريدونو کې ۴۶ کسان وژلي، خو دغه ډله بیا د همدغه ولایت په يوه بله برخه کې خلکو ته سزا وې ورکوي.

خلکو ته په عام محضر کې د طالبانو د بدني سزاګانو عمل د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو او ځینو هېوادونو له لوري سخت غندل کیږي، خو طالبان پرته له دې چې له یادې کړنې لاس واخلي نږدې په هرو دوو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته په عام محضر کې بدني سزاګانې ورکوي.

د پاکستان له زندانونو ۴۴ تنه افغانان خوشي شوي

۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۵۴ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یاد بندیان د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي. دغه وزارت تېره ورځ هم د پاکستان له زندانونو د ۵۳ تنه افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکړی و.

دغه وزارت د چار شنبې په ورځ پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه کسان د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله له دوو میاشتو تر یو کال پورې د پاکستان په بند خونو کې بندیان وو.

د تورخم او سپین بولدک د سرحدي امریتونو د معلوماتو له مخې، یاد کسان د مرغومې میاشتې پر څلورمه نېټه له یادو لارو هېواد ته راستانه شول.

دغه وزارت تېره ورځ هم د پاکستان له زندانونو څخه د ۵۳ تنو افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکړی و.

د کډوالو وزارت د یادو بندیانو د جرم او بند د مودې په اړه څه نه و ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت (د لېندۍ پر ۱۵مه نېټه) ویلي و، چې پاکستاني پولیسو په دې وروستيو کې د تحریک انصاف په لاريونونو کې د ګډون په تور شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال نيولي او بندیان کړي دي.
طالبانو زياته کړې وه، چې په دغو لاريونونو کې افغانانو ګډون نه لاره، خو پاکستاني پوليس د افغان کډوالو ځورولو ته دوام ورکوي.
لا تراوسه د دغو ۸۰۰ کسانو د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.