• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مدني فعال حامد قرلق د طالبانو له زندان نه خوشی شو

۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۰ GMT+۰

د مدني فعالانو یوې ډلې د طالبانو له زندان نه د مدني او ټولنیز فعال حامد قرلق د خوشې کېدو خبر ورکړی دی. د «حامد قرلق د عدالت غوښتنې ټیم» په نوم دې ډلې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو په زندان کې د شکنجې له امله د دغه ټولنیز فعال روغتیايي او رواني وضعیت ښه نه دی.

دغې ډلې په یوه خبرپاڼه کې د چارشنبې په ورځ (د مرغومې ۵ مه) ويلي: «د خلکو د یووالي پر وړاندې ظلم او جبر د ماتې وړ دی».

دې ډلې همداراز د بشري حقونو له بنسټونو او نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعت له پامه ونه غورځوي او د مدني او ټولنیزو فعالانو له ازادۍ او حقونو دفاع وکړي.

حامد قرلق څه موده وړاندې په تخار ولایت کې د طالبانو د استخباراتو له خوا له کوم ځانګړي تور پرته نیول شوی و.

تر دې مخکې د ښځو د يووالي شبکې په يوه خبرپاڼه کې ويلي و، چې دغه مدني فعال د ښوونځيو، پارکونو د بيارغونې او له اړمنو سره د مرستې په موخه له خلکو مرستې راټولولې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

عبدالله عبدالله: پر بـرمل د پـاکستان هوايي بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت نقض دی

۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۵ GMT+۰

د سولې عالي شورا مخکیني رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني الوتکو هوايي بریدونه غندلي او وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې باید د خبرو اترو له لارې هوارې شي.

نوموړي یادو بریدونو ته په غبرګون کې پر خپل اېکس لیکلي، چې په پکتیکا ولایت کې د پاکستاني پوځیانو هوايي بریدونه چې د ډېر شمېر ملکي کسانو د مرګ ژوبلې لامل شوي، په کلکو ټکو غندي او دا برید د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض ګڼي.

عبدالله ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې باید د متقابل درناوي پر بنسټ د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې هوارې شي او له هغو لارو چارو باید ډډه وشي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې کوي.

وروستۍ شمېرې ښيي چې پر پکتیکا د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۴۶ کسان وژل شوي، چې د طالبانوپه وینا، ټول ملکي وګړي دي.

طالبانو په پکتیکا کې دوه کسان د زنا په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي

۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۴۳ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې د پکتیکا په وړممۍ ولسوالۍ کې يې دوه کسان د زنا په تور په عام محضر کې ۲۹ او ۳۹ دُرې وهلي دي. طالبان په داسي حال کې پر دغو کسانو خپل قاون پلي کړی، چې د پاکستان هوايي جټ الوتکو په دغه ولایت کې بمونه اچولي او درانه ملکي تلفات یې اړولي دي.

د طالبانو سترې محکمې د چارشنبې په ورځ (د مرغومې ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې یو کس ته یې ۲۹ دُرې او دوه مياشتې بند او دویم کس ته يې ۳۹ دُرې او ۵ کاله تنفيذي بند سزا ورکړې.

د محکمې د مالوماتو له مخي، د سزا ورکولو پر مهال طالب ولايتي چارواکي او عام خلک هم حاضر وو.

یو شمېر خلکو پر طالبانو نیوکې کړې، چې په همدغه ولایت کې د پاکستان پوځي جټ الوتکو په هوايي بريدونو کې ۴۶ کسان وژلي، خو دغه ډله بیا د همدغه ولایت په يوه بله برخه کې خلکو ته سزا وې ورکوي.

خلکو ته په عام محضر کې د طالبانو د بدني سزاګانو عمل د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو او ځینو هېوادونو له لوري سخت غندل کیږي، خو طالبان پرته له دې چې له یادې کړنې لاس واخلي نږدې په هرو دوو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته په عام محضر کې بدني سزاګانې ورکوي.

د پاکستان له زندانونو ۴۴ تنه افغانان خوشي شوي

۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۵۴ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یاد بندیان د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي. دغه وزارت تېره ورځ هم د پاکستان له زندانونو د ۵۳ تنه افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکړی و.

دغه وزارت د چار شنبې په ورځ پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه کسان د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله له دوو میاشتو تر یو کال پورې د پاکستان په بند خونو کې بندیان وو.

د تورخم او سپین بولدک د سرحدي امریتونو د معلوماتو له مخې، یاد کسان د مرغومې میاشتې پر څلورمه نېټه له یادو لارو هېواد ته راستانه شول.

دغه وزارت تېره ورځ هم د پاکستان له زندانونو څخه د ۵۳ تنو افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکړی و.

د کډوالو وزارت د یادو بندیانو د جرم او بند د مودې په اړه څه نه و ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت (د لېندۍ پر ۱۵مه نېټه) ویلي و، چې پاکستاني پولیسو په دې وروستيو کې د تحریک انصاف په لاريونونو کې د ګډون په تور شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال نيولي او بندیان کړي دي.
طالبانو زياته کړې وه، چې په دغو لاريونونو کې افغانانو ګډون نه لاره، خو پاکستاني پوليس د افغان کډوالو ځورولو ته دوام ورکوي.
لا تراوسه د دغو ۸۰۰ کسانو د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.

صالح وايي طالبان په څو زړو ټانکونو له بهرني ګواښ سره مقابله نه شي کولای

۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۹ GMT+۰

د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په پکتیکا کې د پاکستان د پوځ بريدونو په غبرګون کې ويلي، چې طالبان يوه جوړه شوې بهرنۍ دسیسه ده او په څو پاتې ویجاړو ټانکونو له کوم بهرني ګواښ سره مقابله نه شي کولی.

د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په پکتیکا کې د پاکستان د پوځ له بريدونو وروسته پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې افغانستان مشروع نظام، قانون او په نړیواله کچه یو روښانه اوچت غږ نه لري.

هغه زياتوي، «نه مشروع نظام شته، نه منظم پوځ، نه ملي یووالی، نه قانون، نه وقار او نه هم په نړیوالو فورمونو کې کوم څرګند غږ. یو څو کسان چې دامهال یې واک تر لاسه کړی د انتقام اخیستلو خبرې کوی.»

صالح دا هم وايي، چې طالبان کورنی او بهرنی مشروعیت نه لري او دغه ډله په يو څو شعارونو سره د تيري غچ نه شي اخیستلی.

د هغه په خبره، طالبانو د افغانانو خپلمنځني یووالی له منځه وړی او د ژبې، سېمې، مذهب، ښوونځي او مدرسې په نوم یې افغانان سره ويشلي دي.

د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال وايي، چې طالب په ناوړه کړنو د خاورې مالکیت او د ساتنې احساس له منځه وړی او له همدې کبله ۸ میليونه افغانانو خپل وطن پرې اېښی دی.

هغه وایي، چې افغانستان یو ټپي او ستړی هېواد دی او همدا ټپونه به د طالب د واکمنۍ د زوال لامل ګرځي.

امرالله صالح زياتوي، چې طالب د شریعت د تطبیق په نوم د افغانانو له ځورولو پرته بل څه نه پېژنې.هغه وايي، چې افغانستان دا مهال د قانون او خلکو د ارادې پر بنسټ يوه منظم نظام ته اړتیا لري.

صالح ددوحې تړون ته په اشاره وايي، چې د طالبانو د واکمنۍ اساس د دوحې تړون دی، «د دوحې تړون دومره بدنام او شرمناکه دی، چې دوی ورته د محرم تړون نوم ورکړی».

امرالله صالح په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د پوځ د بریدونو په لومړي غبرګون کې ویلي و، چې په پکتیکا کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د طالبانو شمېر له ۲۰۰۰ څخه کم دی، خو په پنجشېر کې شل زره دي.

د پکتیکا برید؛ پاکستان غواړي وزیرستاني بې ځایه شوي د سیمې پرېښودو ته اړ باسي

۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۸ GMT+۰

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې اسلام اباد غواړي وزیرستاني بې ځایه شوي یا بېرته وزیرستان ستانه شي او یا په غزني کې هغو کمپونو ته ولیږدیږي، چې افغان طالبانو دوی ته جوړ دي. طالبانو بې ځایه شویو کورنیو ته د غزني په واغظ، مقر او قره باغ کې د ښارګوټو په څېر کمپونه جوړ کړي.

پاکستان او افغانستان، چې د جغرافیا او امنیتي ستونزو له مخې له ننګونو او ستونزو ډکې اړیکې لري، په کابل کې د اسلام اباد د خوښې حکومت له واکمنېدو سره سره، لاهم د اړیکو پېچلی دور طی کوي.

کابل ته د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق په مشرۍ د یوه جګپوړي پلاوي وروستۍ لیدنې داسې ښودله چې دواړې خواوې له ۱۵ میاشتنیو ترینګلو او پېچلو اړیکو وروسته بېرته یوه نوي پړاو ته داخلیږی، خو په حیرانوونکي ډول په داسې حال کې چې پاکستانی پلاوی د کابل پر ډپلوماتیک سفر بوخت و، پاکستاني الوتکو په پکتیکا کې پر ملکي اهدافو بریدونه وکړل او ۴۶ ملکي کسان یې ووژل.

هممهاله پر پکتیکا بریدونه او د پاکستاني پلاوي سفر په سیاسي اړیکو کې نادره پېښه ګڼل کیږي.

د پاکستان د پوځ قومانداني لږ ترلږه د خپل ځانګړي استازي او جګپوړي پلاوي د لیدنو کتنو پایلو ته د انتظار اړتیا ونه لیده او ددوی په وینا، په افغانستان کې میشت د پاکستاني طالبانو مرکزونه یې په نښه کړل.

دې پېښې یوځل بیاد دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو پر نويو هڅو سیوری غوړولی دی.

پر وزیرستاني بې ځایه شویو فشار

پاکستان په پکتیکا او خوست کې میشت وزیرستاني کډوال د ځان لپاره خطر ګڼي، ځکه وسله وال جنګیالي د هغوی په کمپونو کې نفوذ کوي.

سره له دې، چې د پاکستان د طالبانو غورځنګ وايي، چې دوی په افغانستان کې حضور نه لري او خپل عملیات له ډیورنډ کرښې پورې غاړه تنظیموي، خو پاکستان په هوايي بریدونو سره په افغان خاوره کې د هغوی حضور تثبیتول غواړي.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې اسلام اباد غواړي وزیرستاني بې ځایه شوي دې ته اړباسي چې یا بېرته وزیرستان ستانه شي او یا په غزني کې هغو کمپونو ته ولیږدیږي، چې افغان طالبانو دوی ته جوړ کړي دي.

د سرچینې په وینا، طالبانو د وزیرستاني بې ځایه شویو او ټي ټي پي اړوند کورنیو لپاره د غزني په واغظ، مقر او قره باغ کې د ښارګوټو په څېر کمپونه جوړ کړي، چې د پکتیکا له برمل، لمن او پڅې مېلې سیمو نه هلته انتقال شي، خو دغو کورنیو غزني ته له تګه انکار کړی او اوس له دې ودانیو اغزن سیم تاو دی.

بې ځایه شوي په دې باور دي چې اوسنۍ سیمه ورته تر ټولو د استوګنې وړ چاپیریال دی.

100%

د ځانګړي استازي سفر د برید تر سیوري لاندې

د محمد صادق سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ په ۱۵ میاشتو کې لومړۍ لوړ پوړې لیدنه وه. نوموړی د دوشنبې په ماښام کابل ته لاړ او سملاسي یې د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني، بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو سره خبرې وکړې، خو ویل کیږي له برید وروسته بېرته ستون شوی.

د دغو خبرو اترو اصلي موضوعات ترهګرۍ ضد جګړه، د کرښې امنیت او د پاکستاني طالبانو پټنځایونه ښودل کیږي.

په داسې حال کې چې کابل کې ډیپلوماتیکې خبرې روانې وې، پر ځمکه پېښېدونکې پیښې د وضعیت نازکتیا ښيي.

د پاکستان هوايي بریدونو په پکتیکا ولایت کې ۴۶ کسان ووژل، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي او طالب چارواکي پر دې پېښه تر نیوکو لاندې دي، چې د هېواد د خوندیتوب او دفاع وړتیا نه لري.

پاکستان دغه بریدونه د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پر پټنځایونو د برید په توګه توجیه کړل. د پاکستان یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي، چې د نوم نه څرګندولو په شرط یې خبرې کولې، رسنیو ته وویل چې په عملیاتو کې د جنګي الوتکو او ډرونونو ګډ کار شامل و او هدف یې هغه وسله وال وو چې د پاکستان ځواکونو ته مستقیم ګواښ پېښوي.

دا لومړی ځل نه دی چې داسې بریدونه کېږي. تر دې مخکې په روان کال کې ورته بریدونو په پکتیکا او خوست کې د ملکي وګړو ژوند واخیست.

100%

متقابلې بې باورۍ

وروستۍ پېښې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د بې باورۍ څرګندویي کوي. په۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو راهیسې، پاکستان پر طالبانو تور لګوي چې دټي ټي پي جنګیالیو د فعالیتونو مخنیوي کې پاتې راغلي، خو طالبان اسلام اباد تورنوي چې ددوی خلاف داعش وسله واله ډله روزي.

د پاکستاني پلاوي د سفر او هوايي بریدونو وخت د اسلام‌اباد د ستراتېژۍ په اړه پوښتنې راپورته کړې.

شنونکي وایي چې ښایي پاکستان د برید په اړه طالبانو ته مخکې له مخکې خبر ورکړی وي، ځکه ویل کېږي په نښه شويو ځایونو کې د برید پرمهال جنګیالي نه وو، خو دا چې ولې هممهاله ډپلوماتیک او پوځي دواړه فشارونه کارول شوي، دا یوه معما ده.

د پاکستان پوځ له پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو مخالف دی او له همدې امله ظاهرا د طالبانو له حکومت سره هم پخوانۍ رادرشه نه پالي. ملکي حکومت د پوځ تر نفوذ او فشار لاندې دی.

ظاهرا داسې ښکاري چې د پاکستان د ځانګړي استازي په مشرۍ د پاکستان د جګپوړي پلاوي سفر پایلې د برید تر سیورې لاندې راغلې او ښايي هغه نتایج ور نه کړي، چې د اسلام اباد ملکي حکومت یې تمه کوي.