صالح وايي طالبان په څو زړو ټانکونو له بهرني ګواښ سره مقابله نه شي کولای
د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په پکتیکا کې د پاکستان د پوځ بريدونو په غبرګون کې ويلي، چې طالبان يوه جوړه شوې بهرنۍ دسیسه ده او په څو پاتې ویجاړو ټانکونو له کوم بهرني ګواښ سره مقابله نه شي کولی.
د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په پکتیکا کې د پاکستان د پوځ له بريدونو وروسته پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې افغانستان مشروع نظام، قانون او په نړیواله کچه یو روښانه اوچت غږ نه لري.
هغه زياتوي، «نه مشروع نظام شته، نه منظم پوځ، نه ملي یووالی، نه قانون، نه وقار او نه هم په نړیوالو فورمونو کې کوم څرګند غږ. یو څو کسان چې دامهال یې واک تر لاسه کړی د انتقام اخیستلو خبرې کوی.»
صالح دا هم وايي، چې طالبان کورنی او بهرنی مشروعیت نه لري او دغه ډله په يو څو شعارونو سره د تيري غچ نه شي اخیستلی.
د هغه په خبره، طالبانو د افغانانو خپلمنځني یووالی له منځه وړی او د ژبې، سېمې، مذهب، ښوونځي او مدرسې په نوم یې افغانان سره ويشلي دي.
د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال وايي، چې طالب په ناوړه کړنو د خاورې مالکیت او د ساتنې احساس له منځه وړی او له همدې کبله ۸ میليونه افغانانو خپل وطن پرې اېښی دی.
هغه وایي، چې افغانستان یو ټپي او ستړی هېواد دی او همدا ټپونه به د طالب د واکمنۍ د زوال لامل ګرځي.
امرالله صالح زياتوي، چې طالب د شریعت د تطبیق په نوم د افغانانو له ځورولو پرته بل څه نه پېژنې.هغه وايي، چې افغانستان دا مهال د قانون او خلکو د ارادې پر بنسټ يوه منظم نظام ته اړتیا لري.
صالح ددوحې تړون ته په اشاره وايي، چې د طالبانو د واکمنۍ اساس د دوحې تړون دی، «د دوحې تړون دومره بدنام او شرمناکه دی، چې دوی ورته د محرم تړون نوم ورکړی».
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې اسلام اباد غواړي وزیرستاني بې ځایه شوي یا بېرته وزیرستان ستانه شي او یا په غزني کې هغو کمپونو ته ولیږدیږي، چې افغان طالبانو دوی ته جوړ دي.
طالبانو بې ځایه شویو کورنیو ته د غزني په واغظ، مقر او قره باغ کې د ښارګوټو په څېر کمپونه جوړ کړي.
پاکستان او افغانستان، چې د جغرافیا او امنیتي ستونزو له مخې له ننګونو او ستونزو ډکې اړیکې لري، په کابل کې د اسلام اباد د خوښې حکومت له واکمنېدو سره سره، لاهم د اړیکو پېچلی دور طی کوي.
کابل ته د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق په مشرۍ د یوه جګپوړي پلاوي وروستۍ لیدنې داسې ښودله چې دواړې خواوې له ۱۵ میاشتنیو ترینګلو او پېچلو اړیکو وروسته بېرته یوه نوي پړاو ته داخلیږی، خو په حیرانوونکي ډول په داسې حال کې چې پاکستانی پلاوی د کابل پر ډپلوماتیک سفر بوخت و، پاکستاني الوتکو په پکتیکا کې پر ملکي اهدافو بریدونه وکړل او ۴۶ ملکي کسان یې ووژل.
هممهاله پر پکتیکا بریدونه او د پاکستاني پلاوي سفر په سیاسي اړیکو کې نادره پېښه ګڼل کیږي.
سره له دې، چې د پاکستان د طالبانو غورځنګ وايي، چې دوی په افغانستان کې حضور نه لري او خپل عملیات له ډیورنډ کرښې پورې غاړه تنظیموي، خو پاکستان په هوايي بریدونو سره په افغان خاوره کې د هغوی حضور تثبیتول غواړي.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې اسلام اباد غواړي وزیرستاني بې ځایه شوي دې ته اړباسي چې یا بېرته وزیرستان ستانه شي او یا په غزني کې هغو کمپونو ته ولیږدیږي، چې افغان طالبانو دوی ته جوړ کړي دي.
د سرچینې په وینا، طالبانو د وزیرستاني بې ځایه شویو او ټي ټي پي اړوند کورنیو لپاره د غزني په واغظ، مقر او قره باغ کې د ښارګوټو په څېر کمپونه جوړ کړي، چې د پکتیکا له برمل، لمن او پڅې مېلې سیمو نه هلته انتقال شي، خو دغو کورنیو غزني ته له تګه انکار کړی او اوس له دې ودانیو اغزن سیم تاو دی.
بې ځایه شوي په دې باور دي چې اوسنۍ سیمه ورته تر ټولو د استوګنې وړ چاپیریال دی.
د ځانګړي استازي سفر د برید تر سیوري لاندې
د محمد صادق سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ په ۱۵ میاشتو کې لومړۍ لوړ پوړې لیدنه وه. نوموړی د دوشنبې په ماښام کابل ته لاړ او سملاسي یې د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني، بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو سره خبرې وکړې، خو ویل کیږي له برید وروسته بېرته ستون شوی.
د دغو خبرو اترو اصلي موضوعات ترهګرۍ ضد جګړه، د کرښې امنیت او د پاکستاني طالبانو پټنځایونه ښودل کیږي.
په داسې حال کې چې کابل کې ډیپلوماتیکې خبرې روانې وې، پر ځمکه پېښېدونکې پیښې د وضعیت نازکتیا ښيي.
د پاکستان هوايي بریدونو په پکتیکا ولایت کې ۴۶ کسان ووژل، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي او طالب چارواکي پر دې پېښه تر نیوکو لاندې دي، چې د هېواد د خوندیتوب او دفاع وړتیا نه لري.
پاکستان دغه بریدونه د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پر پټنځایونو د برید په توګه توجیه کړل. د پاکستان یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي، چې د نوم نه څرګندولو په شرط یې خبرې کولې، رسنیو ته وویل چې په عملیاتو کې د جنګي الوتکو او ډرونونو ګډ کار شامل و او هدف یې هغه وسله وال وو چې د پاکستان ځواکونو ته مستقیم ګواښ پېښوي.
دا لومړی ځل نه دی چې داسې بریدونه کېږي. تر دې مخکې په روان کال کې ورته بریدونو په پکتیکا او خوست کې د ملکي وګړو ژوند واخیست.
متقابلې بې باورۍ
وروستۍ پېښې د اسلاماباد او کابل ترمنځ د بې باورۍ څرګندویي کوي. په۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو راهیسې، پاکستان پر طالبانو تور لګوي چې دټي ټي پي جنګیالیو د فعالیتونو مخنیوي کې پاتې راغلي، خو طالبان اسلام اباد تورنوي چې ددوی خلاف داعش وسله واله ډله روزي.
د پاکستاني پلاوي د سفر او هوايي بریدونو وخت د اسلاماباد د ستراتېژۍ په اړه پوښتنې راپورته کړې.
شنونکي وایي چې ښایي پاکستان د برید په اړه طالبانو ته مخکې له مخکې خبر ورکړی وي، ځکه ویل کېږي په نښه شويو ځایونو کې د برید پرمهال جنګیالي نه وو، خو دا چې ولې هممهاله ډپلوماتیک او پوځي دواړه فشارونه کارول شوي، دا یوه معما ده.
د پاکستان پوځ له پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو مخالف دی او له همدې امله ظاهرا د طالبانو له حکومت سره هم پخوانۍ رادرشه نه پالي. ملکي حکومت د پوځ تر نفوذ او فشار لاندې دی.
ظاهرا داسې ښکاري چې د پاکستان د ځانګړي استازي په مشرۍ د پاکستان د جګپوړي پلاوي سفر پایلې د برید تر سیورې لاندې راغلې او ښايي هغه نتایج ور نه کړي، چې د اسلام اباد ملکي حکومت یې تمه کوي.
لانګ افغانستان او سوریې ته د اخراج له عمومي بندیزونو سره مخالت کوي او وايي، « موږ بیړنۍ حل لارې ته اړتیا لرو چې فدرالي حکومت یې وړاندې کړي».
لانګ د دې چارې لپاره په ملي کچه هڅې کوي. هغې زیاته کړه، «دا نور هیڅوک نه مني چې ځینې وختونه موږ حتا مجرمان هم نه شو شړلی او زه به دا نور هیچا ته تشریح نه کړم. په پراګنیتز سیمه کې هېڅوک دا نه مني».
د شړلو مرکزونو جوړول
لانګ د شړلو مرکزونو د جوړولو ملاتړ وکړ او دایې اړتیا وړ او اغیزناک وبلل. هغې وویل، « په دغو مرکزونو کې به هغه کسان چې باید وشړل شي استوګن شي، څو له پناه اخیستلو یې ډډه وشي».
هغې د کستین-کیټز د اوډر ټاپو په اړه اندیښنې څرګندې کړې او ویې ویل، « زه اوس ډاډه نه یم چې دا واقعاً ښه نظر دی». هغه پلان لري چې دغه ځای له نږدې وګوري، خو وايي، چې په براندنبرګ کې نور ځایونه هم شته چې مناسب ګڼل کېدای شي.
۴۵۰۰ کسان باید وشړل شي
په براندنبرګ کې شاوخوا ۴۵۰۰ کسان د اخراج لپاره په شرایطو برابر دي. د دغو کسانو نیمایي یې په لنډ وخت کې د شړلو وړ دي، خو نور یې د اسنادو د نشتوالي په څېر ستونزې لري یا د روسیې په څېر له هغو هېوادونو راغلي چې اوس یې ور شړل ممکن نه دي.
د روان کال د ډسمبر تر ۱۷مې پورې ۹۱۲ کسانو براندنبرګ پرېیښی دی. د وزارت د معلوماتو له مخې، له دې ډلې ۶۸۱ کسان په خپله خوښه تللي او ۲۳۱ شړل شوي دي. دا شمېر د تېر کال په پرتله زیات شوی.