• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمني سیاستوال افغانستان ته د نورو «مجرمو افغانانو» د شړلو وړاندیز کوي

۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۰۹ GMT+۰

د جرمني د براندنبرګ ایالت د کورنیو چارو وزیره کاترین لانګه وایي چې مجرم کسان باید زر بېرته افغانستان ته واستول شي. لانګه وویل، « که چېرې افغانستان ته الوتنې کیږي، نو دا باید ممکن شي. فدرالي حکومت باید دا پروسه په دوامداره توګه پر مخ یوسي. څه شی په دې کې خنډ دی؟».

هغه همداراز غواړي چې په براندنبرګ ایالت کې د پناه غوښتونکو د شړلو مرکزونو لپاره ممکن ځایونه و ارزوي.

د جرمني د خبري اژانس د رپوټ له مخې، دغه ډول ګډ استوګنځایونه د دې لپاره جوړ شوي چې رد شوي کسان له شړلو څخه ځان ونه غړوي.

جرمني د اګست په پای کې افغانستان ته د اخراج لړۍ بېرته پیل کړه.

لانګ افغانستان او سوریې ته د اخراج له عمومي بندیزونو سره مخالت کوي او وايي، « موږ بیړنۍ حل لارې ته اړتیا لرو چې فدرالي حکومت یې وړاندې کړي».

لانګ د دې چارې لپاره په ملي کچه هڅې کوي. هغې زیاته کړه، «دا نور هیڅوک نه مني چې ځینې وختونه موږ حتا مجرمان هم نه شو شړلی او زه به دا نور هیچا ته تشریح نه کړم. په پراګنیتز سیمه کې هېڅوک دا نه مني».

د شړلو مرکزونو جوړول

لانګ د شړلو مرکزونو د جوړولو ملاتړ وکړ او دایې اړتیا وړ او اغیزناک وبلل. هغې وویل، « په دغو مرکزونو کې به هغه کسان چې باید وشړل شي استوګن شي، څو له پناه اخیستلو یې ډډه وشي».

هغې د کستین-کیټز د اوډر ټاپو په اړه اندیښنې څرګندې کړې او ویې ویل، « زه اوس ډاډه نه یم چې دا واقعاً ښه نظر دی». هغه پلان لري چې دغه ځای له نږدې وګوري، خو وايي، چې په براندنبرګ کې نور ځایونه هم شته چې مناسب ګڼل کېدای شي.

۴۵۰۰ کسان باید وشړل شي

په براندنبرګ کې شاوخوا ۴۵۰۰ کسان د اخراج لپاره په شرایطو برابر دي. د دغو کسانو نیمایي یې په لنډ وخت کې د شړلو وړ دي، خو نور یې د اسنادو د نشتوالي په څېر ستونزې لري یا د روسیې په څېر له هغو هېوادونو راغلي چې اوس یې ور شړل ممکن نه دي.

د روان کال د ډسمبر تر ۱۷مې پورې ۹۱۲ کسانو براندنبرګ پرېیښی دی. د وزارت د معلوماتو له مخې، له دې ډلې ۶۸۱ کسان په خپله خوښه تللي او ۲۳۱ شړل شوي دي. دا شمېر د تېر کال په پرتله زیات شوی.

په ۲۰۲۳ کال کې ۷۷۹ کسانو براندنبرګ پرېښود، چې له دې ډلې ۵۰۷ په خپله خوښه تللي او ۲۷۲ شړل شوي وو.

داېف ډي پي ګوند رییس کریستیان لیندینر د سوریایي کډوالو په اړه جدي دریځ لري او وايي، چې هغوی باید خپل هېواد ته واستول شي.

نوموړی وايي، هغه کسان چې د سوریې د کورنۍ جګړې له امله جرمني ته راغلي، باید بیرته خپل هېواد ته ستانه شي.

هغه زیاته کړه چې پاتې کېدونکي کسان باید مشخص معیارونه پوره کړي، لکه د کار له لارې ځان بسیاینه، پاک جنایي ریکارډ، او د ډیموکراتیکو ارزښتونو منل.

په جرمني کې شاوخوا ۹۷۵ زره سوریایان ژوند کوي، چې ډېری یې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د کورنۍ جګړې له امله ورغلي. له دې ډلې، ۳۰۰ زره کسانو ته فرعي خوندیتوب ورکړل شوی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د مقاومت جبهه: په فراه ولایت کې مو دوه تنه طالبان وژلي دي

۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۵۱ GMT+۰

د مقاومت جبهه ادعا کوي، چې په فراه ولایت کې یې دوه تنه طالبان وژلي دي. دغې جبهې پر اېکس پاڼې لیکلي، چې دغه برید یې (د مرغومي په ۳مه نېټه) د شپې پرمهال د فراه پر عمومي سړک ترسره کړی دی.

د دغې جبهې په وینا، دغه برید د طالبانو د لویې لارې د کنډک پر غړو شوی دی، چې ترې دوه میله وسله هم ترلاسه شوې ده.
‏دغې جبهې زیاته کړې ده، چې په دغه برید کې د دوی غړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

خو طالبانو بیا په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د مقاومت جبهې تېره ورځ هم د یو راپور په خپرولو سره ویلي و، چې د تېرې لېندۍ میاشتې په اوږدو کې یې په ۲۵ بېلابېلو بریدونو کې ۷۱ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دغې جبهې زیاته کړې وه، چې په دغو بریدونو کې یې شاوخوا ۴۲ طالبان وژلي او ۲۹ نور یې بیا ټپیان کړي دي.
د دغې جبهې په وینا، دغه بریدونه یې په اتو ولایتونو کې ترسره کړي دي.

خو تر اوسه کومې خپلواکې سرچینې د دغو ادعاو پخلی نه دی کړی او افغانستان انټرنشنل هم د یوې خپلواکې او بې پرې رسنۍ په توګه دغه ادعاوې نه شي تاییدولای.

پاکستان یو ځل بیا په پکتیکا کې هوایي بریدونه کړي

۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۳۲ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د پاکستان الوتکو د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په مرغه، لمن او پیتاوګي سیمو بمباري کړې ده. په بمباري کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي ور کړل شوي. دا بمبار کابل ته په افغان چارو کې د پاکستاني استازي له تګ سره هممهاله دی.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، لومړۍ جنګي الوتکې پر میرعلي او تپي سیمه الوتنې پیل کړې، وروسته یې افغانستان ته مخه کړه او هلته یې بمونه وغورځول.

په پکتیکا کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دغه هوايي بریدونه د برمل ولسوالۍ په لمن، مرغه او ولې واست سیمو کې شوي دي. سرچینه وايي، چې لومړی دوه بې پیلوټه الوتکې راغلې او وروسته جیټ الوتکو پر مختلفو سیمو بمونه وغورځول. سرچینه وايي، چې دوه بمونه په سرخوړي سیمه کې اچول شوي دي.

غږیز کلیپونه چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، په سیمه کې وسله وال کسان د پکتیکا امنیه قوماندانۍ ته معلومات ور کوي، چې په لمن کې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي، چې پاکستاني الوتکو د مخلص یار مسید او اخترمحمد خلیل پر مرکزونو بمباري کړې ده.
مخلص یار د حکیم الله مسید د ډلې غړی و، خو په دې وروستیو کې د حافظ ګل بهادر له ډلې سره یوځای شوی دی.
اخترمحمد خلیل په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې بریدونه چټک کړي.
دغه بمباري داسې مهال کیږي چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان د کابل په سفر بوخت دی او د طالبانو د حکومت له یو شمېر چارواکو سره یې لیدنې کتنې کړې دي.
له بمبارۍ څو ورځې وړاندې د سویلي وزیرستان په مکین سیمه کې د پاکستان د طالبانو غورځنګ په یوه غچ اخستونکي برید کې ۱۶ پاکستاني پوځیان ووژل او د پاکستان لوی درستیز د سویلي وزیرستان په مرکز واڼه کې یوې ناستې ته وویل چې دوی به ټي ټي پي او د هغوی ملاتړي له منځه یوسي.

د خلیلزاد غبرگون

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د پاکستان د هوايي بریدونو رپوټونو ته په اشاره لیکلي، چې که دا بریدونه ریښتیا وي، طالبان به ځواب ور کوي، خو د جګړې په ځای دواړه هېوادونه داسې هوکړې ته اړتیا لري چې یو هم د بل د امنیت ګواښلو لپاره ترهګرۍ ته اجازه ور نه کړي او په همدغه هوکړه ودرېږي.

نوموړی خپل اېکس کې د پوښتنې په ډول وايي، «د پاکستان استازی په کابل کې دی، جنرال منیر د دې خبرو پیلولو اجازه ور کوي؟»

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق نن د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي او خپل اېکس کې یې لیکلي، چې په سیمه کې یې د دوه اړخیزو همکاریو او امن پر لا پیاوړتیا موافقه کړې ده.

محمد صادق کابل ته له رسېدو وروسته د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سره هم وکتل.

هغه وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د هواري لپاره د ګډو هڅو ته هوډمن دی

محمد صادق په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د پاکستان د دوهم ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.

دا له ټاکل کېدو وروسته کابل ته د ده لومړی سفر دی.

د رویټرز رپوټ: افغانستان، میانمار او سوډان د لوږې ناوریـن تر ټـولـو ډېـر ځپلي

۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۲ GMT+۰

د نړۍ د لوږې ناورین مخ پر ډېرېدو دی ځکه شتمن هېوادونه خپلې مرستې کموي او دا چاره میلیونونه خلک، په ځانګړې توګه افغانان له ګواښ سره مخ کوي. د رویټرز د رپوټ له مخې، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۵ کال کې به لږ تر لږه ۱۱۷ میلیونه خلک له مرستو بې برخې پاتې شي.

افغانستان چې له څو لسیزو جګړو او بې ثباتیو ځورېږي، د دې ژور ناورین تر ټولو ډېر اغېزمن هېواد ګڼل کیږي. سره له دې چې افغانان ډېرو مرستو ته اړ دي، خو پر طالبانو د نړیوالو مالي فشارونو او په مرستندویه هېوادونو کې د سیاسي تغییراتو او خپله د طالبانو د پالیسیو له امله د مرستو بهیر ټکنی شوی.

د رویټرز د رپوټ له مخې، د خوړو نړیوال پروګرام او نورې بشري موسسې له مالي ناورین سره مخ دي، ځکه مرستې کمې شوې دي. د بیلګې په توګه، دغه سازمان په سوریه کې مخکې شپږ میلیونه خلک تغذیه کول، خو اوس دغه پروګرام ته کمې مرستې رسیږي.

د ۲۰۲۵ کال لپاره د وړاندوینې له مخې، د هغو خلکو شمېر چې د خوړو نړیوال پرواګرام له لارې به مرستې ترلاسه کړي، په پراخه کچه کم ښودل کیږي.

رویټرز وايي، د نړیوالو بشري مرستو لپاره د کافي بودجې نشتوالی په ځانګړي ډول په جګړه ځپلو سیمو کې بشري مرستو ته د خلکو اړتیاوې په جدي توګه لوړوي.

په افغانستان کې، په ۲۰۲۳ کال کې نږدې ۲۰ میلیونه خلک له جدي لوږې سره مخ وو. د هیواد اقتصادي بې ثباتي، چې لا هم د جګړو له امله روانه ده، مرستو ته اړتیا نه ده کمه کړې. دغه وضعیت د نړیوالو مرستندویه ادارو لپاره یوه ستره ننګونه ده، ځکه دوی د هغو کسانو د مرستې لپاره چې تر ټولو ډېره اړتیا لري کافي سرچینې نه لري.

رویټرز وايي، د چین او هند په څېر لویو اقتصادونو نه کافي مرستې نه رسیږي او داهم یوه لویه اندیښنه ده.

چین د ۲۰۲۳ کال په ترڅ کې یوازې ۱۱.۵ میلیونه ډالره مرسته کړې چې د نړیوالو مرستندویانو په نوملړ کې ۳۲ځای لري. هند په همدې کال کې یوازې ۶.۴ میلیونه ډالر مرسته کړې او په نوملړ کې یې ۳۵ ځای درلود. خو متحده ایالات، جرمني او د اروپایي اتحادیې غړي هېوادونه لاهم د بشري مرستو تر ټولو ستر تمویلوونکي دي.

د مالي مرستو د کمېدو ترڅنګ مرستې ځینې وخت ناوخته راځي او د ډونر هیوادونو په سیاستونو پورې مشروطې وي. دغه وضعیت د افغانستان په څېر سیمو کې کار لا پیچلی کوي، چیرې چې مرستې خورا اړینې دي، خو سیاسي او لوژستیکي ستونزې د دې لامل کیږي چې مرستې اړمنو خلکو ته پر وخت ونه رسیږي.

رویټرز وايي، د متحده ایالاتو، چې په نړۍ کې د بشري مرستو تر ټولو ستر مرستندوی هېواد دی، مالي مرسته کمه شوې ده.

جلال اباد کې د هند کونسلګرۍ افغان ژباړن او همکار په ډزو ټپي او ساتونکی یې ووژل شو

۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۲ GMT+۰

له ننګرهار سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې نن د هند کونسلګرۍ پر افغان ژباړن او همکار ودود خان ډزې شوې دي. د سرچینو په خبره، په ډزو کې د نوموړي ساتونکی وژل شوی او پخپله او یو بل کس ټپي دی. تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی او نه ځايي طالب چارواکو څه ویلي.

د سرچینو په خبره، د ودود خان پر موټر په تلاشۍ چوک یا ادم خان څلور لارې کې ډزې شوې دي.

دوی وايي، په دغه پېښه کې ودود خان او یو بل ملګری یې ټپی شوی او ساتونکی یې وژل شوی دی.

ودود خان له کلونو راهیسې د هند کونسلګرۍ سره د افغان ژباړن او همکار په توګه دنده درلوده، خو د جمهوریت پرځېدو درشل کې هند ته ولېږدول شو.

نوموړی کابل کې د هندي ډیپلوماټانو د ماموریت پیلېدو سره افغانستان ته ستندېو پسې ننګرهار کې د هند کونسلګرۍ کې و.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د افغان جمهوریت پرځېدو پسې هند په کابل کې سفارت او ولایتونو کې کونسلګرۍ وتړلې.

نوي ډېلي د ۲۰۲۲ کال په جون کې د افغان سفارت لپاره خپله تخنیکي ډله کابل ته وستوله، خو کونسلګرۍ یې لا هم تړلې دي.

د طالبانو واکمنېدو سره په افغانستان کې ډېری سفارتونه تړلی، خو په محدودو پرانیستو کې دا لومړی ځل دی چې د بهرنیو هېوادونو له ډیپلوماټیک ماموریت سره تړلي ځايي کارمن باندې ډزې کېږي.

تر دې مخکې او د ۲۰۲۲ کال په ډیسمبر کې په کابل کې د پاکستان پر سفارت ډزې وشوې، چې له امله یې د هغه وخت سفیر عبیدالرحمان نظامانی د څه مهال لپاره اسلام اباد ته لاړ.

د پاکستان پر سفارت تر ډزو مخکې د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په لومړیو کې هم کابل کې د روسیې د سفارت مخ ته ځانمرګی برید شوی و.

د ازبکستان حکومت اته افغان زندانیان د طالبانو سفارت ته سپارلي دي

۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۹ GMT+۰

په ازبکستان کې د طالباتو تر واک لاندې د افغانستان سفارت وايي، د ازبکستان حکومت اته افغان زندانیان د غه سفارت ته سپارلي دي. طالبان وايي ازاد شوي افغان زندانیان د ازبکستان د اساسي قانون د تصویب د کلیزې په مناسبت د ځانګړي فرمان له مخې خوشي شوي دي.

په ازبکستان کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت نن سې شنبه « د مرغومي ۴مه» په خپله اېکس پاڼه کې په دغه هېواد کې د اتو تنو افغان زندانیانو د خوشي کېدو انځورونه خپاره کړي دي.

سفارت لیکلي:« په تاشکند کې د افغانستان د سفارت د مشرتابه د هلو ځلو په پایله کې د ازبکستان د اساسي قانون د تصویب په مناسبت د ازبکستان د جمهور رییس په فرمان سره اته افغان بندیان خوشي شول.»

طالبانو د دې کسانو په اړه جزییات نه دي ورکړي او نه یې هم د دې زندانیانو د جرمونو په اړه څه ویلي دي.

په ازبکستان کې د طالبانو سفارت وايی، چې د خوشي شوو اتو افغان زندانیانو سره یې نغدې مرستې کړې او له هغه وروسته یې افغانستان ته لېږلي دي.