حیات الله حیات: که سره یوموټی نه شو، تر دې به بد حالت تجربه کړو

د تېر جمهوري نظام د کورنیو چارو وزات سرپرست وزیر حیات الله حیات د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان له لورې هوایي برید په کلکو ټکو غندلی او په هېوادوالو یې د یوالي غږ کړی دی.
حیات الله حیات په خپله فېسبوک پاڼه کې دغه برید ته په غبرګون کې لیکلي: «د واک په ګډۍ په ناستو زمامدارانو او په ټولو افغان سیاسونو او مشرانوغږ کوم، چې که چېرې له خپلو ګوندي او شخصي ګټو تېر نه شو، یو بل ته د خپل هېواد او ځورېدلي افغان ملت لپاره لاس ورنکړو، نو لرې به نه وي چې له دې څخه هم له بد حالت سره لاس او ګرېوان شو. »
د پاکستان دغه هوايي بریدونه د برمل ولسوالۍ په لمن، مرغه او ولې واست سیمو کې شوي دي.
ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې لومړی دوه بې پیلوټه الوتکې راغلې او وروسته جېټ الوتکو پر بېلابېلو سیمو بمونه وغورځول. سرچینه وايي، چې دوه بمونه په سرخوړي سیمه کې اچول شوي دي.
هغه غږیز کلېپونه چې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته رسېدلي په کې ښيي، چې په سیمه کې وسله وال کسان د پکتیکا امنیه قوماندانۍ ته معلومات ورکوي، چې په لمن کې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر اوسه مالومه نه ده، چې په دغه هوایي بریدونو کې څو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي انځورونه ښيي، چې په دغه بریدونو کې ماشومان او ښځې هم وژل شوي دي


