د افغان خبریالانو مرکز : طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې پر رسنیو بندیزونه ۸ سلنه ډېر کړي دي

د افغان خبریالانو مرکز خپل کلنی راپور خپور کړی او لیکلي یې دي، چې طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې هم د رسنیو د ځپلو لړۍ روانه ساتلې ده. سږ کال دغه مرکز د طالبانو له خوا د رسنیو او خبریالانو له حقونو د سرغړونې ۱۸۱پېښې ثبت کړې دي، چې ۱۳۰یې د ګواښ او ۵۱ یې د خبریالانو د نیولو دي.