د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان پر ثبات ټینګار کړی

په افغانستان کې د ایران د سفارت سرپرست علیرضا بیکدلي ددغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره کتلي دي.

په افغانستان کې د ایران د سفارت سرپرست علیرضا بیکدلي ددغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره کتلي دي.
په کابل کې د ایران سفارت د پنجشنبې په ورځ « د مرغومي شپږمه» په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د سفارت سرپرست علیرضا بیکدلي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر ډاکټر سید عباس عراقچي سره وکتل او د خپل ماموریت د رپوټ د وړاندې کولو په ترڅ کې یې د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکاریو په تړاو د راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل.
اعلامیه وايي، په دې کتنه کې عراقچي د ښه ګاونډيتوب پاليسۍ په تړاو د مسعود پزشکیان د حکومت جدي ارادې ته په اشارې ویلي، چې د افغانستان حالاتو ته په ځانګړې پاملرنې سره د ثبات او تلپاتې امنیت او پراخیتا برخه کې د افغانانو مرسته او ملاتړ وشي.
علیرضا بیکدلي له دې وړاندې په قزاقستان کې دنده ترسره کړې او د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان د اقتصادی بیارغاونې مرکز رییس، د سیاسی او نړیوالو مطالعاتو مرکز مرستیال څیړونکی او په اذربایجان، قبرس او ترکیه کې د ایران سفیر او کنسولي مرستیال په توګه دندې ترسره کړې دي.


د افغان خبریالانو مرکز خپل کلنی راپور خپور کړی او لیکلي یې دي، چې طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې هم د رسنیو د ځپلو لړۍ روانه ساتلې ده. سږ کال دغه مرکز د طالبانو له خوا د رسنیو او خبریالانو له حقونو د سرغړونې ۱۸۱پېښې ثبت کړې دي، چې ۱۳۰یې د ګواښ او ۵۱ یې د خبریالانو د نیولو دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په ۲۰۲۴ کال کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د وضعیت په اړه خپل راپور خپور کړ.
د یاد راپور له مخې د رسنیو د ازادۍ د ځپلو لړۍ په ډېر شدت دوام درلودلی او د ۲۰۲۳ کال په پرتله شاوخوا اته سلنه زیاتوالی ښيي. په راپور کې راغلي، چې د افغانستان د خبریالانو مرکز په تېرو ۱۲میاشتو کې د رسنیو او خبریالانو له حقونو د سرغړونې ۱۸۱ پېښې ثبت کړې دي، چې د طالبانو له لوري د نويو وضع شویو محدودیتونو د پلي کېدو له امله د ۱۸ رسنیو د فعالیت بندول او د ۵۰ خبریالانو نیول پکې شامل دي.
د راپور پر بنسټ، په تېر کال کې له رسنیو سره د چلند په اړه د حاکمې ادارې دننه دوه ګونی دریځ د ۲۰۲۳ کال په پرتله لا څرګند و.
د دوی د مالوماتو له مخې، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت، چې د رسنيو اصلي مرجع بلل کيږي بې صلاحیته شوی او پر ځای یې د طالبانو امربالمعروف او استخبارات پر رسنيو سخت بنديزونه لګوي.
په دې راپور کې راغلي: «په ۲۰۲۴ کال کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون په پلي کېدو سره، محتسبینو یا مذهبي پولیسو ته پراخ صلاحیتونه ورکړل شوي دي. دوی د دې قانون له مخې د خلکو لپاره، په ځانګړي ډول د رسنیو د کارکوونکو لپاره کړنلارې ټاکي.»
د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي، د طالبانو يو شمېر وياندويان او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تېر حکومت د رسنيو د قانون پر پلي کېدو ټينګار کوي خو د طالبانو يو شمېر چارواکي د رسنيو قانون نه مني.
په افغانستان کې د رسنیو د وضعیت په اړه د دغه مرکز په راپور کې ویل شوي چې «د قدرت سخت دریځ چې له خورا محافظه کاره عنعنوي او مذهبي چلند سره دی» په ۲۰۲۴ کال کې د رسنیو د محدودولو د امرونو د صادرولو بهیر ګړندی کړی دی.
یاد مرکز وايي، «موندنې ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې طالبانو لږ تر لږه اووه نوې کړنلارې رسنیو ته اورولې دي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کال کې دا شمېره څلور وه.»
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې د طالبانو د ۲۰۲۴ کال د امربالمعروف د قانون توشیح د دې ډلې استازو ته اجازه ورکړې، چې د رسنیو او خبریالانو کار وڅاري او په خپله خوښه او د استخباراتو په همکارۍ د رسنیو پر ضد عمل وکړي.
دغه مرکز لیکلي، طالبان په داسې حال کې د رسنیو کار څاري، چې د دې ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څېړلو کمېسیون د بیا فعالولو خبر هم ورکړی دی.
دغه مرکز زیاته کړې، چې په ۲۰۲۴ کال کې د طالبانو د اقداماتو له امله لږ تر لږه ۱۸ رسنۍ تړل شوې، چې له دې جملې ۱۴ رسنیو ته د بیا پرانیستلو اجازه نه ده ورکړل شوې.
تر دې وړاندې د بې پولې خبریالانو سازمان اعلان کړی و، چې طالبانو پر رسنیو فشارونه او د خبریالانو ځورونه زیاته کړې ده.
دغه سازمان لیکلي، چې طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۱۲ دولتي او خصوصي رسنۍ تړلې دي.

مخکینی ولسمشر اشرف غني د پکتیکا د پېښې په غبرګون کې ویلي، چې ستونزې په وژلو، ځپلو او کړولو نه غوڅېږي او ددې لپاره عقل، تدبیر او منطق ته اړتیا ده. اشرف غني وايي، چې د پاکستان دوه ګونی سیاست چې افغانستان کې تاوتریخوالی شرعي او پاکستان کې یې ترهګري ګڼي، له عملي منطق سره اړخ نه لګوي.
اشرف غني پر خپل اېکس د چارشنیې په ورځ د مرغومي پر شپږه ولیکل ، چې « د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د جنایاتو په دوام، یو ځل بیا زموږ خاوره د بمباریو نښه شوې او د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې زموږ ګډه وینه بیا په ډېرې بې رحمۍ بهول شوې ده».
مخکینی ولسمشر وايي، ددغو وژنو مرتکبینو هېره کړې چې د یوه بې ګناه انسان وژنه د ټول بشریت وژنه ده او له قاتلانو سره به یې د اعمالو جلا جلا حساب کېږي.
اشرف غني وايي، چې د پاکستان دوه ګونی سیاست چې افغانستان کې تاوتریخوالی شرعي او په پاکستان کې یې ترهګري ګڼي، له سیاسي تفکر او عملي منطق سره اړخ نه لګوي.
اشرف غني زیاته کړې ، لسیزې وشوې چې د ډیورنډ کرښې د دواړو خواوو د ولسونو د ځپنې او د ځینو کړیو د سیاسي ګټو لپاره هلته د تاوتریخوالي د پارونې او وژنې تګلاره پرله پسې پراخېږي. هغه زیاته کړې، « انګرېز استعمار له لویه سره دا کرښه د ګډ تاریخ، ګډ کلتور او ګډ فکر لرونکو ولسونو د بېلولو او د هغوی د ودې د مخنیوي لپاره ایستلې او د هغوی فزیکي امحا او وژنه یې دغه هدف ته د رسېدو وسیله ټاکلې وه».
نوموړی وايي، وینه هغه وخت درېدلی شي چې ټولو افغانانو ته په افغانستان، خیبر پښتونخوا او بلوڅو ته له نورو قومونو سره په ګډه په بلوچستان کې د سوله ییز ژوندانهامکان او انتخاب ورکړل شي.
مخکینی ولسمشر زیاتوی، « افغانستان ته د ستراتېژیک سرحد د کتو پرځای باید د هغه بشپړې خپلواکۍ ته درناوی وشي».
هغه وايي، چې د نړۍ اوسني تلاطم او ګڼو ننګونو ته په کتو به دا عقلاني نه وي چې د خپلو ستونزو د غوڅولو لپاره نړیوالو بنسټونو او قدرتونو ته سترګې ونیول شي.
اشرف غني زیاته کړې چې خلک باید خپل برخلیک پخپله وټاکي او د مشورو، مفاهمو او یوه ملي او سیمه ییز بحث او جرګو له لارې یې عملي لارې چارې ولټوي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه پاکستان ته خبرداری ورکړ، چې د افغانانو صبر دې نه ازمویي. خیرخواه وویل، چې دوه ورځې یې د استقلال او جوړېدو نه کیږي او پر افغانستان بریدونه کوي.
خیرالله خیرخواه د پنجشنبې په ورځ په کابل کې پر افغانستان د شوروي ځواکونو د یرغل په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې چې ددې ډلې ګڼو چارواکو پکې ګډون کړی و، وویل، چې « خدای چاته په قهر شي، نو وزر ورکړي».
دغه طالب چارواکي وویل چې « موږ د ملت د ارادې خلاف نه شو تلای او د ملت اراده دا ده، چې که مېلمه مو دی[وزیرستاني کډوال] او که کوربه دی دا مصوونیت او حفاظت غواړي، ددې ټولو سره که بیا څوک تجاوز کوي او اراده یې وي، بیا دې دا فکر وکړي، چې دې درې امپراتوریو چې ماته خوړلې ده کومې توغندۍ یې پرې ورغورځولې وې».
هغه وویل چې که افغانان پیل وکړي، پاکستان ته به د وضعیت کنټرول ستونزمن شي.
خیرخواه زیاته کړه، « ستا حالت وګوره او پنځه توغندۍ جوړې کړې ګوره او دې ته نه ګورې افغانانو چې پنځه امپراتورۍ ماتې کړې، دوی توغندي درلودل که پرمختللې طیارې یې درلودې. زوی مړیه پنځه ورځې دې د خلاصیدو نه کیږي، چې استقلال دې اخستی».
خیرخوا وویل چې د پاکستان خلک څو کسانو یرغمل کړي او د شخصي ګټو لپاره حالات خرابوي.
هغه خبرداری ورکړ، چې که دوی پاکستاني جنګیالي له جګړو را ونه ګرځوي، [پاکستاني پوځیان به] په افغانستان کې د ناټو د همکارانو په څېر په کوڅو کې پراته وي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر پر پکتیکا د پاکستان هوايي برید ستر ظلم وباله او ویې ویل، چې افغانان د چا ښه او بد نه هېروي. امیرخان متقي وویل: «موږ به د جهاد پر مهال د پاکستان احسانونه هېر نه کړو، خو نن به پر افغانستان د پاکستان یرغل هم هېر نه کړو.»
امیرخان متقي د پنجشنبې په ورځ پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل د ۴۵مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، چې پاکستان د پکتیکا په برید کې د وزیرستاني کډوالو په ګډون ماشومان، ښځې او سپین ږیري وژلي دي.
متقي ټینګار وکړ، چې د وزیرستان کډوالو لس کاله وړاندې د پاکستان د حکومت له خوا د خپلو کورونو له ویجاړوېدو وروسته افغانستان ته پناه یووړه او اوس په سختو شرایطو کې ژوند کوي.
هغه له پاکستان څخه وغوښتل، چې افغانستان ته دې په سپکه سترګه نه ګوري.
متقي زیاته کړه چې پاکستان «باید پوه شي چې افغانستان یو باعزته ګاونډی، باعزته خلک او سیاستوال لري.»
هغه د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد او انګریز برخلیک ته وګوري او له هغه دې عبرت واخلي.
متقي وايي، چې دامهال شوروي اتحاد نه شته افغانستان شته، امریکا او ناټو تښتېدلې ده خو افغانستان شته.
هغه زياته کړه: « که افغانستان ته په سپک نظر ګورئ یو ځل د شوري اتحاد د واکمنو سره هم مشوره وکړئ، یو وار د انګریزانو تاریخ هم وګورئ، یو وار د امریکا او ناټو انجام هم وګورئ، چې په ټول غرب، اروپا او مریکا د یوه اوکراین دفاع نه شي کولی.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې له یوې خوا پاکستان خپل سیاسي پلاوی د خبرو لپاره کابل ته استولی او په ورته وخت کې یې پر پکتیکا برید کړی.
هغه د پاکستان دغه عمل د پاکستاني پلاوي د سپکاوي په مانا وباله.
د سه شنبې په ورځ د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق کابل ته سفر وکړ او له یو شمېر طالب چارواکو سره یې وکتل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په افغانستان کې یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړي دي. د یاد وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ له عملیاتو دوه ورځې وروسته د خپل اونیز خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل، چې «اسلام اباد د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته درناوی لري».
د پاکستان هوايي ځواک د سه شنبې په شپه د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې څلور ځایونه په نښه کړل او ۴۶ تنه ملکي کسان یې ووژل.
پاکستان وايي چې په دغو بریدونو کې یې «مشکوک ترهګر» وژلي دي.
طالبانو ددې بریدونو په غبرګون کې د پاکستان شارژدافیر احضار وکړ، خو له ځوابي عمل نه یې ډډه کړې ده.
ممتاز زهرا بلوڅ وویل، « پاکستان د خپلو خلکو لپاره متحد دی. پاکستان د افغانستان په سرحدي سیمو کې عملیات ترسره کړي دي».
هغې وضاحت ورکړ: « پاکستان دغه استخباراتي عملیات د افغانستان په سرحدي سیمو کې ترسره کړي دي».
دې چارواکې ټینګار وکړ چې پاکستان « تل له افغانستان سره په اړیکو کې خبرو ته لومړیتوب ورکړی دی». هغې وویل: « موږ د افغانستان بشپړتیا او خپلواکۍ ته درناوی لرو».
ممتاز بلوڅ د ډېرو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل، « پاکستان نه غواړي د افغانستان مساله د رسنیو له لارې مطرح کړي. دا یوه دوه اړخیزه مساله ده چې افغان چارواکي هم پرې خبر دي او موږ هم».
نوموړې زياته کړه، چې د پاکستان ټول تمرکز د پولې پر مديريت، ترهګرۍ، سوداګرۍ او د دواړو غاړو د خلکو پر هوساینې دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په هوایي برید کې د ماشومانو د وژل کیدو رپوټونه بې بنسټه وګڼل او غوښتنه یې وکړه چې په هوایي بریدونو کې د وژل شویو په اړه د ټولنیزو رسنیو پر رپوټونو باور ونه کړي.