د بشري حقونو سازمان ههنګاو وویل چې د ایران په کرمان زندان کې یو افغان زنداني اعدام شو

د بشري حقونو سازمان ههنګاو وویل، چې ایران د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۶مه) د کرمان د جیرفت ښار په مرکزي زندان کې یو افغان بندي اعدام کړ. دغه سازمان تر دې مخکې د شیراز په عادل اباد زندان کې د یوه بل افغان زنداني د اعدام په اړه هم ویلي و.