د غزې په جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۴۵ زرو لوړ شو

د غزې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د فلسطین په خاوره کې ۴۸ تنه وژل شوي چې له دې سره د جګړې د ټولو وژل شویو کسانو شمېر ۴۵ زره او ۴۸۴ تنو ته ورسېد. دغه وزارت زیاتوي، چې د تېرو ۱۴ میاشتو په جګړو کې لږ تر لږه ۱۰۸ زره او ۹۰ کسان ټپیان شوي.