اکبر موسسه: د افغان مېرمنو پر کار بنديز کې روغتيايي او ښوونيز بنسټونه شامل نه دي

په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار د بندولو په اړه د طالبانو له نوي فرمان وروسته اکبر موسسې اعلان وکړ، چې په دې بندیز کې د روغتیا، پوهنې، د لرې پرتو سیمو لپاره کارکوونکې او هغه مېرمنې چې له محرم سره کار ته ځي، شاملې نه دي.