شمالي کوریا ټرمپ ته د واک سپارلو وړاندې د امریکا پر ضد سخته تګلاره اعلان کړه

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون ژمنه وکړه، چې د متحده ایالاتو پر ضد "تر ټولو سخت" پاليسي پلي کړي.

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون ژمنه وکړه، چې د متحده ایالاتو پر ضد "تر ټولو سخت" پاليسي پلي کړي.
راپورونه وایي، چې د شمالي کوریا مشر دغه اقدام د متحده ایالاتو په ټاکنو کې بریالي نوماند ډونالډ ټرمپ ته د واک له سپارلو وړاندې ترسره کړی دی.
د متحده ایالاتو ضد دغې پالیسۍ په اړه ډېر جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو ویل کېږي چې کېم جونګ اون د دفاعي ټیکنالوژۍ د پرمختګونو له لارې د نظامي وړتیا لوړولو لپاره دندې ټاکلي او د شمالي کوریا سرتېرو ته د نویو وړتیاوو په زیاتولو یې ټینګار کړی.
په شمالي کوریا کې واکمن کارګر ګوند په پنځه ورځينۍ ناسته کې کېم جونګ اون د متحده ایالات د کمونیزم ضد حکومت یاد کړ او ویې ویل، چې د متحده ایالاتو - سویلي کوریا او جاپان امنیتي ملګرتیا "د تیري لپاره اټومي نظامي بلاک" ته پراختیا ورکوي.
کېم جونګ اون ویلي، ټولو هغو اړخونو ته به کلک ځواب ورکړي چې د شمالي کوریا اوږدمهاله ملي ګټې او امنیت ګواښي.
د رسنیو د راپورنو له مخې د شمالي کوریا مشر ویلي: "دا واقعیت په روښانه ډول ښیې چې موږ باید کوم لوري ته لاړ شو او څه باید څنګه وکړو."
سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ راتګ د شمالي کوریا سره د لوړې کچې ډیپلوماسۍ امکانات زیاتوي.
ډونالډ ټرمپ د خپلې لومړۍ ولسمشریزې دورې په جریان کې، د شمالي کوریا د اټومي پروګرام په اړه د خبرو اترو لپاره درې ځله کېم سره ولیدل، خو اوس کارپوهان په دې باور دي، چې د کېم او ټرمپ د خبرو د بیا پیلېدو احتمال ډېر نه ترسترګو کېږي، ځکه ټرمپ به لومړی د اوکراین او منځني ختیځ پر شخړو تمرکز وکړي.
د کارپوهان په وینا، د اوکراین په وړاندې د روسیې د جګړې لپاره د شمالي کوریا ملاتړ هم د ډیپلوماسۍ د بیا راژوندي کولو هڅو ته ننګونه ده.

جيمي کارټر د متحده ایالاتو ۳۹م ولسمشر، د نړۍ په سیاسي ډګر کې د خپلې مهمې ونډې له امله یو تلپاتې نوم پرېښود. د هغه د ولسمشرۍ دوره (۱۹۷۷-۱۹۸۱) د سړې جګړې له خورا حساسو پړاوونو څخه وه.
د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانستان د مجاهدینو ملاتړ، له پاکستان سره همکاري، او د سړې جګړې په اوږدو کې د ستراتیژیکو موخو ترلاسه کول د هغه د میراث یوه مهمه برخه ګڼل کېږي.
د شوروي یرغل او د امریکا غبرګون
په ۱۹۷۹ کال کې د شوروي اتحاد ځواکونو پر افغانستان یرغل وکړ. دا یرغل د شوروي د کمونیسټي نظریې د پراختیا لپاره یوه هڅه ګڼل کېده، چې په نړۍواله کچه یې د امریکا او لویدیځ لپاره ستر ګواښ رامنځته کړ.
د افغانستان د کمزوري حکومت د سقوط په درشل کې شوروي هڅه وکړه، چې خپل نفوذ ټینګ کړي او افغانستان د خپل سیاسي او نظامي بلاک برخه وګرځوي. جيمي کارټر چې په دې وخت کې د امریکا ولسمشر و، د دې یرغل په غبرګون کې د افغانستان د مجاهدینو ملاتړ د خپلې ستراتیژۍ یوه مهمه برخه وګرځوله.

د مجاهدینو سره د جيمي کارټر مرسته
د جيمي کارټر ادارې د مجاهدینو ملاتړ لپاره د “برژینسکي د ستراتیژۍ” په نوم یوه ځانګړې تګلاره غوره کړه. د دې تګلارې موخه دا وه چې د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانستان په غرونو کې د مقاومت ډلو ملاتړ وشي.
پاکستان کې د دغو مجاهدینو لپاره روزنځایونه جوړ شي او د مالي امکاناتو تر څنګ یې تبلیغاتي او روایتي ملاتړ وشي.
د امریکا استخباراتي ادارې (CIA) له لارې د مجاهدینو لپاره وسلې، روزنه، او مالي مرستې برابرې شوې. دا مرسته د پاکستان له لارې ترسره کېده، چې په سیمه کې د امریکا ستراتیژیک ملګری ګڼل کېده.
مجاهدینو جيمي کارټر ته د “مهربانه ملاتړي” په سترګه کتل، ځکه چې د هغه ملاتړ د دوی د مبارزې لپاره حیاتي ګڼل کېده. د هغه په مشرۍ امریکا د دې لپاره کار وکړ چې د شوروي ځواکونه په افغانستان کې د یوې اوږدې جګړې په لومو کې بند کړي، کوم چې د دوی لپاره ستر اقتصادي او سیاسي زیان واړاوه.
له پاکستان سره همکاري
پاکستان د شوروي یرغل پر وړاندې د امریکا د ستراتیژۍ یوه مهمه برخه وه. د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې (ISI) د امریکا د مرستو په تطبیق کې کلیدي رول درلود. د کارټر په وخت کې امریکا پاکستان ته پراخې مالي او نظامي مرستې برابرې کړې، ترڅو د مجاهدینو د ملاتړ لپاره یوه خوندي لاره برابره کړي.
د پاکستان د نظامي واکمن ضیاالحق حکومت د امریکا سره په دې ستراتیژیکه همکارۍ کې ځانګړی اهمیت درلود. پاکستان نه یوازې د مجاهدینو د ملاتړ لپاره یو مرکز جوړ کړ، بلکې د هغوی د وسلو، تجهیزاتو، او مالي سرچینو د لیږد او تنظیم لپاره یې عملي رول ترسره کړ.

د سړې جګړې ستراتیژیک اړخ
د افغانستان جګړه د سړې جګړې یوه مهمه جبهه وه. جيمي کارټر په دې باور و، چې د افغانستان جګړه کولی شي د شوروي اتحاد لپاره یوه اوږدمهاله ستونزه رامنځته کړي او د دوی ځواک او نفوذ محدود کړي.
د شوروي ځواکونو لپاره د افغانستان جګړه یوه ستړې کوونکې جګړه وګرځېده، چې په پایله کې یې په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستانه وتل ترسره شول.
د کارټر په دوره کې د دې ستراتیژۍ عملي کولو لومړني ګامونه پورته شول، خو د هغه د ولسمشرۍ دوره د دې لپاره کافي نه وه چې د جګړې پایلې وګوري. د هغه پالیسیو د رونالډ ریګن په دوره کې هم دوام وکړ، چې د شوروي ځواکونو د ماتې او وتلو لپاره لار هواره کړه.
د مجاهدینو د جوړښت پیل
د جیمي کارټر د ملي امنیت سلاکار زبګنیو برژینسکي، په دې باور و چې د شوروي پر وړاندې د افغان مجاهدینو ملاتړ کولای شي د امریکا لپاره دوه ګټې ولري:
د کارټر د ادارې اقدامات
د مجاهدینو بریا او پایلې
د کارټر له خوا پیل شوې مرستې د مجاهدینو د بریا لپاره بنسټ کېښود. د شوروي ځواکونو وتل د افغانستان د مجاهدینو د بریا یوه نښه وه، چې په نړۍواله کچه یې د سړې جګړې پر وړاندې د امریکا بریا هم وښوده. که څه هم د دې بریا پایلې د افغانستان لپاره اوږدمهاله ستونزې وزېږولې، خو د شوروي اتحاد د کمزوري کولو لپاره دا یو ستراتیژیکه بریا ګڼل کېږي.
امریکا لا هم د جیمي کارټر دا پالیسي په نړۍوالو قضیو کې د متحده ایالاتو د غښتلتیا اساس ګڼي.

د جيمي کارټر میراث
جيمي کارټر د افغانستان د مجاهدینو لپاره د یوې سترې معنوي څېرې په توګه پېژندل کېږي. د هغه ملاتړ نه یوازې د شوروي اتحاد د پراختیا مخه ونیوله، بلکې د نړۍوال سیاست په ډګر کې یې د امریکا د ستراتیژیکو موخو ترلاسه کولو لپاره لار هواره کړه.
کارټر چې په کورني سیاست کې د خپل نرم او د سولې غوښتونکي شخصیت لپاره مشهور و، په نړۍوال سیاست کې د سړې جګړې په دې پړاو کې یو مهم لوبغاړی پاتې شو.
پایله
د جيمي کارټر هڅې د سړې جګړې په تاریخ کې د یوه مهم پړاو په توګه یادېږي. هغه د افغانستان د مجاهدینو د ملاتړ له لارې د شوروي اتحاد د پراختیا مخه ونیوله او په نړۍواله کچه یې د امریکا ستراتیژیکې موخې ترلاسه کړې.
که څه هم د هغه پالیسیو اوږدمهاله پایلې لرلې، خو د هغه د دورې هڅې د نړۍوال سیاست په ډګر کې د امریکا لپاره د یوې مهمې بریا په توګه پاتې دي.

د سوریې نوې ادارې د مرکزي بانک د مشرې په توګه د میسا صابرین د ټاکلو اعلان وکړ. دا د دغه بانک په تاریخ کې لومړنۍ ښځه ده چې دغه مقام ته رسېږي. صابرین له خپل نوي رول څخه مخکې په مرکزي بانک کې د لومړي مرستیالې په ګډون په څو مهمو پوستونو کې دنده ترسره کړې.
د العربیه وېبپاڼې د خبر له مخې، صابرین د مرکزي بانک د دندو تر څنګ له ۲۰۱۸ کال راهیسې د دمشق د بورس یا اسهامو د تبادلې په بورډ کې د مرکزي بانک استازیتوب کړی دی.
صابرین د محاسبې په برخه کې د ماسټرۍ سند لري.
دا دویمه ښځه ده، چې د سوریې د نوې ادارې د مشر له خوا په لوړه دولتي څوکۍ ګومارل کېږي.
د هغې دا ګومارنه داسې مهال ده، چې د سوريې د حکومت په مشرتابه کې د ښځو د زیات ګډون غوښتنې په زیاتېدو دي.
د روانې میاشتې په پیل کې عایشه الدباس د ښځو د چارو دفتر مشره وټاکل شوه، چې په دې سره هغه د سوریې د نوې ادارې په چوکاټ کې لومړۍ ښځه شوه چې رسمي مقام یې ترلاسه کړ.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې سوریه له اوکراین سره د "ستراتیژیکو همکاریو" هیله لري. د سوریې د بهرنیو چارو نوي وزیر د دوشنبې په ورځ خپل اوکرایني سیال ته وویل ،چې کیېف په دمشق کې د روسیې د نفوذ کمېدو په ترڅ کې له نویو اسلامپالو واکمنانو سره د اړیکو د ټینګولو لپاره حرکت وکړي.
د سوریې د بهرنیو چارو نوي ټاکل شوي وزیر اسد حسن الشیباني د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها ته وویل، «زموږ او اوکراین ترمنځ به په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو او علمي برخو کې ستراتیژیکه ملګرتیا موجوده وي.»
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دوشنبې په ورځ یې په دمشق کې د سوریې له نوي واکمن احمد شرع سره هم وکتل.

اندري سیبیها وویل چې اوکراین به د سه شنبې په ورځ د اوړو شلو کښتیو له رسیدو وروسته سوریې ته د خوراکي توکو نورې مرستې هم ولېږي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د تېرې جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې سوریې ته د اوکراین د خوراکي مرستو لومړۍ چوپه چې ۵۰۰ مټریک ټنه غنم پکې شامل دي د کیېف د بشري مرستو د یوې برخې په توګه د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام سره په همکارۍ دغه هېواد ته استول شوې ده.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر او پښتون سیاستوال محسن داوړ په جدي ډول له پاکستاني طالبانو سره د مذاکراتو پر بهیر او د پاکستان پوځ پر رول نیوکې کړې دي او د دې تګلارې منفي پایلې یې پر حکومتونو او پوځي ادارو ور اچولې دي.
محسن داوړ ویلي، چې د پاکستاني طالبانو سره خبرې اترې د عمران خان د حکومت پر مهال د پاکستان د پوځ په مستقیم ملاتړ او لارښوونه پیل شوې. هغه وخت حکومت، چې مشري یې عمران خان کوله، د دغو مذاکراتو ملاتړ وکړ او دا یې د سیمې د سولې او ثبات لپاره یوه هڅه وګڼله.
هغه وايي، په دې موده کې پوځ د خبرو اترو اصلي لوبغاړی و او حکومت یې د دې بهیر په پرمختګ کې ملتیا کوله.
محسن داوړ زیاته کړه، چې د عمران خان د حکومت تر پرځېدو وروسته او د ټولګډونه حکومت (پيډيایم) تر واک ته رسېدو وروسته، پوځ له پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو په سیاستونو کې خپل مرکزي رول ساتلی و.
د ملي جمهوري غورځنګ مشر وايي، هغه مهال د پارلمان د امنیتي کمېټې په غونډو کې د دغوخبرو اترو جزییات وړاندې شول او د پوځ استازو د خبرو اترو پر بهیر او احتمالي پایلو په تړاو سپیناوی وړاندې کړ.
محسن داوړ ټینګار وکړ، چې له پیل څخه څرګنده وه چې پاکستاني طالبان د پاکستان شرایطو منلو ته لېوالتیا نه لري؛ خو بیا هم پوځ او حکومت مذاکرات د سولې یوه حل لاره وګڼله.
نوموړي دا هم وویل، چې په هغه وخت کې پرته له دې چې اټکل شوي ګواښونه په نظر کې ونیسي، ډیروګوندونو د پوځ د دغه تګلارې ملاتړ وکړ.
له پاکستاني طالبانو سره د خبرو تاریخچه
پاکستان له ۲۰۰۴ کال راهیسې له پاکستاني طالبانو سره د خبرو هڅې پیل کړې، چې هدف یې د تاوتریخوالي بندول او په قبایلي سیمو کې امنیت ټینګول و. په دې موده کې د پاکستان بیلابیلو حکومتونو څو ځله له ټي ټي پي سره د سولې تړونونه لاسلیک کړي، لکه د ۲۰۰۴ کال د «شکۍ تړون» او د ۲۰۰۹ کال د «سوات تړون» ؛خو دا تړونونه د طالبانو له خوا د پرلهپسې سرغړونو له امله ناکام شول.
منتقدان، په ځانګړي ډول محسن داوړ باور لري چې دغو خبرو اترو نه یوازې سولې ته لاره هواره نه کړه، بلکې پاکستاني طالبان یې لا پیاوړي کړل او په سرحدي سیمو کې یې تاوتریخوالی زیات کړ.
پاکستاني سیاستونو کې د افغان طالبانو رول
محسن داوړ د پاکستان په سیمه ییزو سیاستونو کې د افغان طالبانو پر رول پخوا هم خبرې کړې دي.
هغه او ځينو نورو پښتنو سیاسیونو په وار وار په ټینګار سره ویلي چې د پاکستان پوځ په بېلابېلو وختونو کې د افغان طالبانو ملاتړ کړی، په ځانګړي ډول د ۱۹۹۰ لسیزې پر مهال او تر هغې وروسته د طالبانو د لومړۍ دورې له پرځیدو وروسته د دغه ډلې څخه ملاتړ د سیمې په امنیت خورا بدې منفي اغیزې کړي دي.
د ۲۰۲۱ په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځل واکمنیدو وروسته ټي ټي پي هم د افغان طالبانو پر واکمنۍ خوښۍ کړي او د دواړو ډلو اړیکې تر پخوا له ډېرې شوې دي. دې اړیکو د پاکستان په خاوره کې د طالبانو بریدونه زیات کړل ؛خو د پاکستان حکومت او پوځ بیا هم د طالبانو سره د خبرو سیاست ته دوام ورکړ.
پاکستان تازه تېره اوونۍ پر پکتیکا ولایت هوايي بریدونه وکړل او ادعا یې وکړه چې د افغانستان په خاوره کې یې د ټي ټي پي جنګیالي په نښه کړي وو. همدا راز پاکستان لومړي وزیر هم تېره اوونۍ له افغانستان سره پر ښو اړیکو ټینګار وکړ؛ خو ګیله یې وکړه چې افغان طالبانو په خپله خاوره کې د پاکستان ضد ډلې ټي ټي پي ته پټنځایونه ورکړي دي او له هغې ځایه په دغه هېواد کې بریدونه تنظیموي.
پر افغانستان واکمنو طالبانو په بیا بیا د پاکستان دغه ادعاوې چې ګوندې له افغان خاورې ورته ګواښونه پېښ دي رد کړې دي؛خو له پاکستاني طالبانو سره د خپلې انډیوالۍ په تړاو یې هېڅ نه دي ویلي.

د افغانستان د ډيپلوماتیکو استازولیو د همغږۍ شورا په سوېلي کوریا کې د جېجو هوايي شرکت الوتکې د پرېوتو په پېښه خواشیني څرګنده کړې. تیره ورځ په سوېلي کوریا کې د یوې الوتکې د لوېدو په پېښه کې ۱۷۹ کسان مړه شول.
د افغانستان د ډيپلوماتیکو استازولیو د همغږۍ شورا په خپرې شوې خبرپاڼه کې په دې تړاو راغلي، چې د کوریا حکومت او د هغو کسانو کورنیو او خپلوانو ته چې په دغې غمجنې پېښه کې مړه شوي خپله ژوره خواخوږي او ډاډګېرنه وړاندې کړې ده.
د افغانستان د ډيپلوماتیکو استازولیو د همغږۍ شورا دارنګه په دغې خبرپاڼه کې د پېښې ټپیانو ته د بېړنۍ او بشپړې روغتیا هیله کړې ده.
د خبرپاڼې په وروستۍ کرښه کې راغلي: «موږ په دې غمیزه خپله ژوره خواشیني څرګندوو او په دې سخت وخت کې د کوریا جمهوریت د خلکو تر څنګ ولاړ یو.»
له دغې پېښې وروسته تازه د سوېلي کوریا لنډمهاله ولسمشر چوی سانګ مک د دغه هېواد د ټول هوایي چلند عملیاتي سیسټم د بېړني خوندیتوب د پلټنې امر کړی.
د سوېلي کوریا دغه مساپر وړونکې الوتکه د دغه هېواد په موان هوايي ډګر کې د ښکته کېدو پر مهال له ځغاست لیکې ووتله او له یوه کانکریټي دیوال سره له ټکر وروسته وچاوده او اور یې واخیست.
په دې الوتکه کې ۱۸۱ تنه سپاره وو او یوازې دوه تنه یې ژوندي وتلي دي.
