روسیې او اوکراین نږدې ۳۴۰ تنه یرغمل شوي پوځیان یو بل ته وسپارل

روسیې او اوکراین د دوشنبې په ورځ د عربي اماراتو په منځګړیتوب، ۳۳۹ تنه یرغمل شوي پوځیان یو بل ته وسپارل.

روسیې او اوکراین د دوشنبې په ورځ د عربي اماراتو په منځګړیتوب، ۳۳۹ تنه یرغمل شوي پوځیان یو بل ته وسپارل.
د اوکراین ولسمشر وویل چې ۱۸۹ اوکرایني یرغمل شوي چې په ډله کې یې سرتیري، پوله ساتي او دوه ولسي وګړي شامل و خوشې شوي دي. د روسیې د دفاع وزارت هم ویلي چې د دوی ۱۵۰ سرتیري خوشې شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي، ویلي: «موږ هڅه کوو چې له روسیې سره خپل ټول یرغمل شوي راخوشې کړو، زموږ له یاده به یو یرغمل شوی کس هم و نه وځي.»
زلینسکي وایي: «د روسیې له یرغمله زموږ د هر وګړي خوشې کېدل زموږ لپاره ښه خبر او زموږ هیله ده. موږ پر دې بریالي شو، چې ۱۸۹ تنه بېرته له خپلو کورنیو سره یو ځای کړو.»
روسیې او اوکراین تر دې وړاندې هم یو شمېر یرغمل شوي سرتیري پخپلو کې تبادله کړي وو. په وروستي ځل د سپټامبر په نیمایي کې هم دواړو هېوادونو ۲۰۶ تنه بندیان یو بل ته سپارلي وو.
که څه هم چې د دواړو خواو سره د یرغمل شویو کره شمېرې نه دي خپرې شوې، خو اوکرایني چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو، چې د دوی سره لږ تر لږه ۶۰۰ روسي سرتیري یرغمل دي.

د خيبر پښتونخوا سر وزير علي امين ګنډاپور ويلي، چې په بهرني فشار باور نه لري؛ بلکې د خلکو په زور به د پاکستان د تحريک انصاف بنسټګر عمران خان خوشې کېږي.
هغه له جيو نيوز سره په خبرو کې د مذاکراتو په اړه وويل: «زه به په مذاکراتي کمیټه کې هرو مرو شامل شم.»
د هغه په وینا، عمران خان د خپل ځان پر ځای د پاكستان د راتلونکې لپاره مذاكراتي كمېټه جوړه كړې ده.
هغه زیاته کړې: «عمران خان به د ولس په زور راخوشې شي. موږ په بهرنیو فشارونو باور نه لرو، موږ يوازې په خدای باور لرو.»
علي امین ګنډاپور وویل، چې دومره لوی ګوند نه بهرني فشار او نه هم بهرنۍ بیانیې ته اړتیا لري.
بل خوا د پاکستان قامي اسمبلۍ د جنورۍ په دویمه نېټه د تحريک انصاف او حکومت د مذاکراتي کميټو غونډه رابللې ده.
تحریک انصاف به په دغې غونډه کې د دغه ګوند د مشر د خلاصون غوښتنه کوي.
له بل پلوه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي: «زه د مذاکراتو مخالف نه یم، زه په وار، وار دا پوښتنه کوم چې هغه کس چې نه یې غوښتل زموږ سره لاس یو کړي اوس څه شو؟ په دې کس کې دا بدلون څنګه راغی؟»
هغه ویلي، چې په تحریک انصاف ګوند كې د سنجيده ګۍ كمی دی.
د هغه په وینا: «زه دوعا كوم، چې مذاكرات دې بريالي شي، زه سل په سلو كې د دغو خبرو اترو پلوی يم.»
تر دې وړاندې هم علي امین ګنډا پور د پخواني لومړي وزیر عمران خان په خوشې کولو ټینګار کړی او څو ځلې یې ستر لاریونونه وربللي و، چې تر ډېره په تاوتریخوالي واوښتل او د ځاني زیانونو تر څنګ یې ګڼ مالي زیانونه هم اړولي وو.
د هغو لاریونونو په ترڅ کې د تحریک انصاف سلګونه کسان هم په اسلام اباد کې تر نیولو وروسته بندیان شوي وو.

د خیبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د یوې تازه پېښې په ثبتېدو، په روان کال کې په پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۶۸ ته لوړ شو.
یوازې په روان کال کې د خېبر پښتونخوا له ډېره اسماعیل خان څخه د پولیو لس پېښې راپور شوې دي.
د پوليو د دغه ۶۸ پېښو له ډلې ۲۷ يې په بلوچستان، ۲۰ په خيبر پښتونخوا او ۱۹ په سند کې ثبتې شوې دي.
پنجاب او اسلام اباد کې بیا په روان کال کې د پولیو یوازې یوه، یوه پېښه راپور شوې ده.
په پاکستان کې د پولیو پرضد د مبارزې مرکز وایي، چې په بلوچستان کې د دوشنبې په ورځ د پولیو ضد اووه ورځینی کمپاین پیل شو.
په دغه کمپاین کې به ۱۱۶۰۰ ټیمونه برخه واخلي.
د دغه مرکز د چارواکو په وینا، په دغه کمپاین کې به د ۲.۶ مېلیون څخه زیاتو ماشومانو ته چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شي.
پاکستان د افغانستان ترڅنګ په نړۍ کې یو له هغو دوو هېوادونو څخه دی، چې لاهم په کې پولیو هرکال تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان اغېزمنوي.
په افغانستان کې هم تېره اونۍ د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شوی و.
تېره میاشت د طالبانو د مشر له خوا پر دغه کمپاین بندیز لګول شوی و او داسې سپارښتنه یې کړې وه، چې د پولیو واکسین کمپاین دې نور د کوراکور پر ځای په جوماتونو کې تطبیق شي او خلک دې خپل ماشومان جوماتونو ته ورولي.

د پاکستان حکومت پخواني وزیر ساجد حسین ویلي، له هغه مهاله چې په کورمه کې مذهبي تاوتریخوالي زور اخیستی، په پاړه چنار کې د دارو درملو د کموالي له امله ۱۲۸ ماشومان مړه شوي دي.
د شاوخوا ۸۰ ورځو راهیسې کورمې ته ټولې غځېدلې لارې تړل شوې او خلک نه شي کولای خپل ناروغان پېښور یا اسلام اباد ته ولیږدوي.
په کورمې ولسوالۍ کې د پخوا راهیسې د شیعه او سني مذهبو ډلو تر منځ د ځمکو او نورو مذهبي اختلافاتو له امله تاوتریخوالی پیښېده، خو ډېر ځله دغه تاوتریخوالی د محرم او ځینو نورو مذهبي ورځو پر مهال زیاتېده، خو دا پلا دغې جګړې له دوو میاشتو زیاتې اوږدې شوې او دواړو خواو په کې له سپکو او درنو وسلو کار واخیست چې یو بل ته یې درانه تلفات هم اړولي دي.
دغې جګړې د نومبر په میاشت کې له هغې وروسته زور واخیست چې د شیعه مذهبو په موټریز کاروان برید وشو او دواړو خواو ته د سر درانه زیانونه واوښتل.
تر دې وړاندې حکومت ویلي و، چې په دارو درملو یوه بار چورلکه یې سیمې ته استولې او ځیني بیړني ناروغان یې هم اسلام اباد او نورو ښارونو ته لیږدولي دي؛ خو بیا هم په سیمه کې خلک د دارو درملو له نشتوالي شکایت کوي.
د پاکستان په حکومت کې پخواني وزیر ساجد حسین د ډان ورځپاڼې ته ویلي، یوازې د پاړه چنار په مرکزي روغتون کې ۳۷ ماشومان د درملو د نشتوالي له امله مړه شوي دي.
ښاغلي توري ویلي: «که د ټولو روغتونونو شمېرې سره راټولې شي، نو د ۸۵ ورځو په ترڅ کې د مړو شویو ماشومانو شمېر ۱۲۸ ته رسیږي.»
نوموړي ویلي د لارو د بندېدو سره، په کورمې ولسوالۍ کې د ناروغانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او تر څنګ یې خلک د خوړو او سون توکو له نشتوالي سره هم مخامخ شوي دي.
هغه وایي د زړه په رنځ اخته ناروغان او میندواره مېرمنې د درملو د کمي له امله مري چې دغه حالت تر ټولو دردونکی او خواشینونکی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش اعلان وکړ، چې نړۍ د "وژونکې تودوخې لسیزې" څخه تېریږي او دا په ۲۰۲۴ کې به د ۱۰ کلونو د تودوخې ریکارډ پای ته ورسېږي.
دې مسلې ته په اشارې سره، ګوترېش د اقلیم د سقوط په اړه خبرداری ورکړ.
د دوشنبې په ورځ د نوي کال په پیغام کې ګوترېش وویل، چې د نړۍ په تاریخ کې په تېره لسیزه کې تر ټولو ګرم ۱۰ کلونه ثبت شوي، چې ۲۰۲۴ کال هم په کې شامل دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي دې مسلې ته د "اقلیم سقوط" نوم ورکړ او ویې ویل: "موږ باید د ویجاړۍ له دې لارې ووځو او د ضایع کولو لپاره هېڅ وخت نه لرو."
هغه وویل، چې په ۲۰۲۵ کال کې هېوادونه باید د پام وړ د شنو خونو ګازونو اخراج په کمولو او د نوې کېدونکي انرژۍ پراساس راتلونکي ته د لېږد ملاتړ کولو سره نړۍ خوندي کړي.
د هوا پېژندنې نړۍوال سازمان (WMO) د ملګرو ملتونو د اقلیم ادارې په توګه، د سږکال په جنوري کې د هوا د تودوخې رسمي احصایې خپروي.
دغه سازمان اعلان وکړ، چې تېر کال په تاریخ کې تر ټولو تود کال و او د یوې لسیزې بې سارې تودوخې پای ته ورسېد، چې د بشري فعالیتونو او د هوا د سختې پدېدې د زیاتوالي له امله رامنځته شوې ده.
د هوا پېژندنې د نړۍوال سازمان په وینا، په تېر کال کې د شنو خونو ګازونو کچه نوي ریکارډ ته رسېدلې، چې په راتلونکي کې به نوره تودوخه راولي.
یاده دې وي، چې په ۲۰۲۴ کې د هوا تودې څپې په نړۍ کې د لږ تر لږه ۳۷۰۰ خلکو د مړینې او د میلیونونو خلکو د بې ځایه کېدو لامل شوی.

د متحده ایالاتو د استیناف فډرالي محکمې د دوشنبې په ورځ په یوې قضیه کې د جوري هییټ موندنه تایید کړه، چې ډونالډ ټرمپ د ۱۹۹۰ لسیزې په نیمایي کې د ډیپارټمنټ پلورنځي د جامو په خونه کې پر یوې کالم لیکونکې جنسي تېری کړی.
د استیناف فډرالي محکمې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی نوماند ډونالډ ټرمپ د کالم لیکونکې ای جین کارول سره د جنسي تېري په قضیه کې ښکېل ثابت شوی او پنځه میلیونه ډالره جریمه شوی چې کارول ته به یې د جنسي تېري او بدنامي د جبران لپاره ورکړي.
دې لانګ ټایم مجلې دغه کالم لیکونکې د ۲۰۲۳ کال په محاکمه کې شاهدي ورکړې وه، چې ښاغلي ټرمپ د ۱۹۹۶ کال په پسرلي کې دوستانه لیدنه ورسره لرله، خو کله چې د پلورنځي د جامو خونې ته لاړو، تاوتریخجن برید یې پرې وکړو.
که څه هم ډونالډ ټرمپ دا په ځان یوازې تور وګاڼه او محاکمه یې پرېښوده، خو نوموړي د دې کال په پیل کې تعقیبي محکمې ته لنډه شاهدي ورکړې وه، چې له مخې یې نوموړی ۸۳،۳ میلیونه ډالر جریمه شوی وو.
