سرچینې وایي چې په پام کې ده نن د کورمې د سولې تړون لاسلیک شي

په خیبر پښتونخوا کې حکومتي چارواکي وایي، په کورمې ولسوالۍ کې د رامنخته شوې قبیلوي او مذهبي شخړې ښکیلې خواوې ښایي نن سې شنبه د (مرغومې ۸مه) د سولې تړون لاسلیک کړي، چې ورسره به په سیمه کې رامنځته شوی ناورین پای ته ورسېږي.