• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر افغانستان بریدونو ته د هند غبرګون: پاکستان د خپلو داخلي ناکامیو پړه تل پر ګاونډیو اچوي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۰۶ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۰۱:۰۲ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند په پکتیکا او خوست کې د پاکستان له هوايي بریدونو ۱۳ ورځې وروسته دغه حملې غندلې، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې ۴۶ کسان ووژل شول. رندیر جیسوال خبریالانو ته ویلي:« دا د پاکستان یو پخوانی عمل دی چې د خپلو داخلي ناکامیو پړه تل پر ګاونډیانو اچوي.

د پاکستان هوايي ځواک د ډیسمبر پر ۲۴ د تحریک طالبان پاکستان د غړو په نښه کولو په پلمه د پکتیکا پر برمل او د خوست پر سپېره ولسوالۍ هوايي بریدونو وکړل.

پر طالبانو سربېره نړیوال سازمانونه او خپلواکۍ رسنۍ وايي، چې دې بریدونو کې تر ډېره مرګ ژوبله ماشومانو او ښځو ته اوښتې ده.

ښاغلي جیسوال هم د رسنیو د یوې پوښتې په ځواب کې وویل:« موږ په بې ګناه ملکي وګړو هر ډول بریدونه په څرګنده توګه غندو.»

نوموړی وایي، اسلام اباد تل هڅه کوي چې د خپلو داخلي ناکامیو پړه پر ګاونډیو هیوادونو واچوي.

له دې بریدونو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان شارژدافیر هم احضار کړ.

طالبانو د پاکستان دغه بریدونه “ له ملي حاکمیت سرغړونه او د دواړو هېواددونو په اړیکو کې د بې باورۍ رامنځته کولو هڅه» وبلله او څو ورځې وروسته یې د دغو بریدونو په غبرګون له ډیورنډ کرښې سره په کورمه او شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر سرحدي پوستو بریدونه وکړل.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

دوبۍ د طالبانو د رسنیز فعال «جنرال مبین» د کار وېزې غوښتنلیک رد کړی دی

۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۰۷ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلي سندونه ښيي چې د متحده عربي اماراتو د دوبۍ ځايي چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال «جنرال مبین» د کار وېزې غوښتنلیک رد کړی دی. په دوبۍ کې د وېزو خدماتو یو شرکت هم تایید کړه، چې ځايي حکومت د «جنرال مبین» د اقامې او کار ویزې غوښتنلیک رد کړی دی.

په «جنرال مبین» د مشهور طالب رسنیز فعال د پاسپورټ په کډون ځینې سندونه افغانستان انټرنشنل پښتو ترلاسه کړي دي.

د نوموړي پاسپورټ شمېره هم د دوبۍ چارواکو په مکتوب کې درج شوې شمېرې سره توپیر نه لري.

د اقامې تر ردېدو وروسته بیا جنرال مبین د دوبۍ له دولتي ادارو غوښتنه کړې ده، چې د کار وېزې د غوښتنلیک د رد په اړه دې یوځل بیا کتنه وکړي.

جنرال مبین په خپل دغه مکتوب کې په عربي ژبه لیکلي:« ستاسې درانه حضور ته دا غوښتنه وړاندې کوم، چې زما د کار وېزې د رد پرېکړې ته بیا کتنه وکړي»

د مکتوب په یوه بله برخه کې راغلي:« زه غواړم تاسې ته خبر درکړم چې ما په دې وروستیو کې د وفي وفي د تخنیکي خدمتونو شرکت کې وظیفه ترلاسه کړې ده، دغه د شرکت زما لپاره د وېزې غوښتنه کړې وه خو دغه غوښتنه رد شوې ده.»

100%

جنرال مبین د دوبۍ حکومت ته لیکلي چې تاسې ته څرګنده ده، چې زمونږ هېواد «افغانستان» کې د کار او تجارت وضعیت ډېر خراب دی او د وظیفې او عاید امکانات ډېر کم دي.

جنرال مبین په ټینکار سره ویلي «د دې غوښتنلیک منل به ماته د یوې واحدې عایداتي سرچینې فرصت راکړي څو خپل ځان او کورنۍ ته د عزت او ثبات ژوند برابر کړم.»

په دوبۍ کې یکې د یوه ځايي شرکت مسوولینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دا ځل هم معلومه نه ده، چې د دوبۍ حکومت به د جنرال مبین د د اقامې او یا هم د کار وېزې غوښتنلیک ومني او کنه.

د طالبانو رسنیز فعال جنرال مبین چې په وروستیو کې دوبۍ ته په سفر دی او په دغه هېواد کې د طالبانو له سفیر سره دلیدنې انځورونه یې هم خپاره کړي و.

100%

تر اوسه نه ده، معلومه چې په کومو دلایلو د دوبۍ حکومت د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د اقامې یا هم د کار وېزې غوښتنلیک رد کړی دی.

دجنرال مبین د طالبانو په روانه واکمنۍ کې څو ځلې د دې ډلې د حکومت له لوري ترې تم شوی او د ده د رسنیزو فعالیتونو په اړه یې ورته ګوتڅنډنې کړې چې د دغې ډلې د ارادې خلاف دې رسنیز فعالیت بند کړي.

جنرال مبین وخت ناوخت په ټولنیزو رسینو کې نیوکه کوله چې له خبرو معنه شوی دی او د طالبانو استخباراتو ورته ویلي چې په ټولنیزو رسنیو کې به سیاسي بحثونه او په پاکستاني چارواکو پسې به خبرې نه کوي.

امرالله صالح: د بایډن حکومت له طالبانو سره پټې مالي مرستې کړې دي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۰۱ GMT+۰

د افغانستان د مخکني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر اېکس پاڼه د بایډڼ په مشرۍ د امریکا اوسني حکومت له پټو رازونو پرده پورته کړې او ویلي یې دي چې امریکا په بیلابیلو بڼو مالي او نورې سرچینې برابرې کړې، چې د طالبانو اقتصادي او اجرایي جوړښتونه ورسره لا پیاوړي شوي‌.

صالح ادعا کړې، چې د بایډن حکومت طالبانو ته دغه اقدامات د ۲۰۲۱ کال له سپتمبر وروسته د طالبانو د واکمنۍ د ټینګښت لپاره ترسره کړي دي.

صالح څرګنده کړې چې د ۲۰۲۲ کال له پسرلي راهیسې، د بایډن حکومت درې میلیارده نوي افغانۍ چاپ کړې او دغه پیسې یې بیا طالبانو ته سپارلې دي.

د ده په وینا، دغه پیسې لومړی د پخواني جمهوري نظام پر مهال د افغانستان بانک له لوري په پولنډ کې چاپ شوې وې چې وروسته په بېلابېلو بڼو دغه پیسې طالبانو ته لېږل شوې دي او هېڅ ډول څارنه ترې نه ده شوې.

صالح دا کړنه د امریکا له بندیزونو سره سره سرغړونه بللې او ټینګار یې کړی چې دا پیسې په حقیقت کې د بایډن حکومت لخوا طالبانو ته د«ډالۍ» په توګه ورکړل شوي دي.

د پاسپورټونو وېش

صالح زیاته کړې چې د بایډن حکومت طالبانو ته شپږ میلیونه ټوکه افغاني پاسپورټونه د اسلامي جمهوریت له نښې سره ورکړي دي.

دغه پاسپورټونه په تور بازار کې له ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ ډالرو پلورل کېږي، چې طالبان ترې په لوی کچه عواید ترلاسه کوي. هغه وایي، په داسې حال کې چې دغه پاسپورټونه د تېر جمهوریت ملکیت و، چې په ناقانونه ډول طالبانو ته سپارل شوي او اوس هېڅ ډول قانوني باور نه لري.

د نغدي کڅوړو لېږد

امرالله صالح دې ته هم اشاره کړې چې هره اونۍ له۴۰ تر ۸۰ میلیونه ډالرو نغدي‌ کڅوړې کابل ته لېږدول کېږي، چې د عراق د سلیمانیه سیمې له لارې یې د چارټر الوتکو په مټ وړي او بیا د طالبانو تر واک لاندې بانکونو ته سپارل کېږي.

د پخواني جمهوري نظام دغه لوړ پوړي چارواکي وویل،چې که څه هم دغه پیسې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر څار لاندې استول کېږي ؛خو بیا هم د ترهګرو ډلو لاس ته لوېږي.

نوموړي دغه کار د امریکا له قوانینو څخه سرغړونه بللې او د پټو همکاریو د یوې بېلګې په توګه یې یاده کړې ده.

د برېښنا د لګښتونو اړوند مرستې

د تېر حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال دې ته هم اشاره کړې چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ازبکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردېدونکې بریښنا پیسې هم ورکول کېږي.

د ده په وینا؛ د امریکا حکومت تر څار لاندې د برېښنا اړوند لګښتونه د سویسي میکانیزم له لارې د افغانستان د جمهوري نظام د کنګل شویو شمتنیو له ترلاسه کیدونکې ګټې څخه ورکول کېږي.

د صالح په خبره، دغه لګښتونه په نا رسمي ډول د طالبانو حکومت د اجرایي چارو د دوام لپاره ترسره کېږي.

د بایډن د پټو سیاستونو څېړنه دې وشي

امرالله صالح د خپلو څرګندونو په پای کې ویلي چې طالبان د څلورو میلیاردهډالرو مالي کسر سره مخ دي، چې د بایډن د حکومت پټو مرستو یې ورسره د دې کسر په پوره کیدو کې لاسنېوی کړی دی.

هغه د بایډن حکومت دغه اقداماتو ته «تخریبي او شیطاني سیاستونه» وویل او د دې غوښتنه یې وکړه چې د بایډن د ټیم او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر څخه تر ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر پایه شوې پټې مرستې باید په رڼه توګه وڅېړل شي.

صالح د امریکا له نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه هم وغوښتل چې دغه سیاستونه بیا وارزوي او که اړتیا وي، دغه موضوعات دې خلکو ته بربنډ کړي.

د افغانستان د دغه پخواني چارواکي تر څرګندونو مخکې هم د امریکا پر حکومت یو شمېر څارونکو نادولتي موسسو له طالبانو سره د بایډن حکومت د خواخوږیو په تړاو اندیښنې څرګندې کړې وې.

امریکایي موسسو نیوکې کړې چې د بایډن حکومت له لوري د طالبانو تر واک لاندې له افغانستان سره کیدونکې مرستې له بېلابېلو له لارو د طالبانو لاسونو ته ورغلي دي چې ښايي په ترهګریزو فعالیتونو کې ترې کار واخلي.

یونېسف: په افغانستان کې مو د لومړنیو زده‌کړو دوه زره ټولګي‌ جوړ کړي‌ دي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۶ جنوری ۲۰۲۵، ۰۶:۵۷ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف د (مرغومې ۱۷مه) نېټه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې یې ماشومانو ته د لومړنیو زده‌کړو په موخه په ټولو ولایتونو کې نږدې دوه زره ټولګي جوړ کړي دي.

یونېسف وايي، د زده‌کړو د نړۍوالې ټلوالې په ملاتړ یې دغه ټولګي جوړ کړي چې شاوخوا ۶۰ زره ماشومان په کې په زده‌کړو بوخت دي.

یونېسف په خپله ایکس پاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې په هرات ولایت کې د یاد سازمان له لوري په یو جوړ شوي ټولګي کې د درس بهیر ښيي،‌ چې د رابعې په نوم ښوونکې یوه کوچنۍ زده‌کوونکې ته ګوته نیسي او ورته سپارښتنه کوي چې پر سپینه دړه لیکل وکړي.

د رابعې په وینا؛ خپل اولادونه هم لري او خپلو زده‌کوونکو ته په «خندا خندا کې د کیسو تر څنګ ورځني درسونه ور زده کوي»، څو یې په اسانۍ زده کړي.

په دغو ټولګیو کې یوازې له شپږم ټولګي ښکته نصاب ښودل کېږي چې د نجونو تر څنګ په کې هلکان هم په زده‌کړو بوخت دي‌ ؛خو برېښي چې د طالبانو د فرمان له مخې یوازې تر شپږم ټولګي ورته کتابونه تدریس کېږي.

طالبانو په ټول افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو زده‌کړې تر شپږم ټولګي محدودې کړ‌ي او د پوهنتونونو دروازې یې بیا د دوی پرمخ په بشپړه توګه تړلې دي.

د افغانستان دننه او بهر د طالبانو له لوري پر نجونو دغه سختدریځه بندیزونه غندل شوي او دغه ډله پر افراطي ناروغۍ ککړه بلل شوې ده.

سره له دې چې د نجونو د زده‌کړو بندیز له امله طالبان او ملا هبت‌الله د افغانانو تر څنګ د بهرنیانو له سختو غبرګونونو سره مخ دي‌؛ خو د دې پر ځای چې دا بندیزونه ختم کړي،‌ ورځ تر بلې یې لا ډېروي.

حنیف اتمر: پاکستان له طالبانو د سیاسي ګټو ترلاسه کولو لپاره افغان کډوال ځوروي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۶ جنوری ۲۰۲۵، ۰۳:۱۴ GMT+۰

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر په اسلام اباد کې د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو د نیولو په غبرګون کې ویلي‌، چې پاکستان له طالبانو څخه د سیاسي ګټو د لاسته راوړلو لپاره له افغان کډوالو سره ظالمانه چلند کوي.

د حنیف اتمر په خبره، پاکستان له کډوالو سره د دغه ډول چلند او تګلارې له مخې هېڅ نه شي ترلاسه کولای، ځکه پر طالبانو هېڅ ډول اغېزه نه کوي‌ او یوازې د عامو افغان کډوالو ژوند یې خراب کړی.

هغه خبرداری ورکړی چې د پاکستان له لوري له کډوالو سره دغه ناوړه چلند د دواړو هېوادونو د اړیکو پر خرابیدو ژورې اغیزې درلودلای شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو دې پخواني وزیر له ملګرو ملتونو او نړۍوالو بشري سازمانونو څخه غوښتي چې تر ژره دې د دغو نیول کیدو افغان کډوالو د ژغورنې او خوندیتوب لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې وروسته له هغې د پولیسو له لوري د ناقانونه افغان کډوالو د نیول کیدو لړۍ زور واخیست چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ وسله والې نښتې او سیاسي ناندرۍ رامنځته شوې.

افغانستان انټرنشنل ته په استول شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې پاکستاني پولیس د اسلام اباد په بېلابېل سیمو کې ان افغان ماشومانې او مېرمنې هم نیسي.

که څه هم له تېرو پنځه ورځو راهیسې هره ورځ یوازې په اسلام اباد کې تر سل تنو ډېر کسان د پولیسو له لوري نیول کېږي ؛خو د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې په اسلام اباد کې په پیل شویو عملیاتو کې تر اوسه ۱۲۷ افغان کډوال نیول شوي دي.

عصمت عالم په خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې سلیزه ووهله او راشد خان شپږ ویکټي واخیستې

۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۱۳ GMT+۰

عصمت عالم لومړنی افغان لوبغاړی شو، چې په خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه کې یې سل منډې جوړې کړي. د زېمبابوې پر وړاندې د روانې ټېسټ لوبې په څلورمه ورځ راشد خان هم شپږ ویکټې واخیستې.

عصمت عالم درې ورځې وړاندې د زیمبابوې پر وړاندې د خپلو ټېسټ لوبو سفر پیل کړ.

نوموړي په خپله لومړنۍ ټېست لوبه کې د زېمبابوې پر وړاندې ۱۰۱ منډې جوړې کړې.

د روانې ټېسټ سیالۍ په دویمه پاڼۍ کې د رحمت شاه او عصمت عالم ترمنځ د منډو جوړولو ښه ملګرتیا وشوه. رحمت شاه زرمتي هم په توپ وهنه کې ۱۳۹ منډې جوړې کړې او په دې سره افغانستان سیالې لوبډلې ته د ۲۷۸ منډو هدف ورکړ.

په توپ اچونه کې راشد خان د زېمبابوې شپږ لوبغاړي وسوځول.

د افغان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دا پنځم ځل دی چې راشد خان په ټېست کرېکټ لوبو کې پنځه یا له دې ډیرې ویکټې اخلي.

د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د روانې ټېسټ سیالۍ څلورمه ورځ نن پای ته ورسیده او د لوبې پنځمه ورځ د زېمبابوې لوبډلې په توپ وهنه پیلږي.

زېمبابوې لوبډلې د لوبې پر څلورمه ورځ ۲۰۵ منډې جوړې کړې او اته ویکټې یې له لاسه ورکړې دي.

افغان لوبډله سبا یوازې دوه نورو ویکټو ته اړتیا لري، چې دغه ټېسټ لوبه له کوربه زېمبابوې څخه وګټي.