لوکزامبورګ له افغانستان سره د یو نیم ملیونه یورو په شاوخوا کې مرسته وکړه

د افغانستان ځانګړی اماني صندوق وایي چې لوکزامبورګ شاوخوا ۱.۵ میلیون یورو دغه صندوق ته سپارلې دي.

د افغانستان ځانګړی اماني صندوق وایي چې لوکزامبورګ شاوخوا ۱.۵ میلیون یورو دغه صندوق ته سپارلې دي.
د ملګرو ملتونو تر نظر لاندې دغه صندوق ویلي، چې دغه مرسته شوې پیسې به د افغانانو لپاره د بنسټیزو خدمتونو په برخه کې ولګول شي.
دغه صندوق د سې شنبې په ورځ د مرغومي په ۱۸مه په اېکس پاڼه لیکلي: «دغه ملاتړ د هغو افغانو کورنیو لپاره هیله بخښونکی دی چې له اقتصادي ننګونو سره مخامخ دي.»
د افغانستان ځانګړی اماني صندوق یو مالي بنسټ دی چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د ادارو او بنسټونو ملاتړ کوي.
د دغه صندوق موخه له افغانستان سره د هېوادونو د بشري مرستو همغږي کول ياد شوي دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاالله هاشمي خبر ورکړی چې دغې ډلې مشر د خپلې ځانګړې لارښوونې له مخې د بدخشان پوهنتون لپاره د طب پوهنځی منظور کړی دی.
دا پرېکړه داسې وخت کې کېږي چې د طالبانو مشر تازه د نجونو پر مخ د طبي لوړو زده کړو دروازې هم تړلې دي.
د هاشمي په خبره، په بدخشان کې د روغتیايي خدمتونو د اسانتیاوو او پراخولو په موخه ملا هبت الله د یاد پوهنځي د جوړیدو امر کړی دی. د طالبانو د دغه مشر د پخواني فرمان له مخې نجونې حق نلري چې په بدخشان کې د نورو پوهنځیو تر څنګ د طب پوهنځي ته د لوړو زده کړو لپاره لاړې شي.
د معلوماتو پر بنسټ تر دې دمخه هم په بدخشان کې یو شمېر خصوصي پوهنتونونو او د نیمه لوړو زده کړو انسټېټیوټونو د لوړو زده کړو پوهنځي او د نیمه لوړو زده کړو ټولګي جوړ کړي دي.
د طالبانو افراطي مشر بیا څو اونۍ دمخه په یو بل فرمان کې د نجونو پر مخ د طبي زده کړو ادارو دروازې هم بندې کړې او له دې سره یې په ټول هېواد کې په بشپړه توګه له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیزونه ولګول.
د راپورونو له مخې د هېواد په یو شمېر پوهنتونونو کې بیا طالبانو هغه استادان له دندو هم ګوښه کړي چې د دغه ډلې خلاف فکرونه لري او نه غواړي چې په اکاډمیک چاپېریال کې د دوی افراطي ذهنتیتونو ته وده ورکړي.
د ملا هبت الله د سختدریځۍ له امله ورځ تر بلې د افغانانو او نړیوالو له لوري د طالبانو پر ضد غبرګونونه ډېرېږي او دغه ډلې د لمنځه وړلو په تړاو تاوده بحثونه هم روان دي.

د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې د (مرغومې ۱۷مه) د طالبانو د پوهنې ریاست له لوري ښوونکو ته د ملا هبت الله د فرمانونو د پلي کولو یو ورځنی سیمینار جوړ کړی و، او په کې یې ورته سپارښتنې کړي، چې د دوی د مشر د فرمانونو پلي کولو په تړاو خلکو ته فکري تبلیغات وکړي.
کابل کې د طالبانو د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال مولوي عبدالهادي په یاد سېمینار کې ښوونکو ته ویلي چې د ملا هبت الله فرمانونه داسې پر ځای فرض وګڼئ لکه د خدای تعالی حکمونه چې پر ځان منئ.
هغه له ځايي ښوونکو غوښتنه کړې چې د طالبانو د مشر د فرمانونو د پلي کولو لپاره خلکو ته فکري تبلیغات وکړي او له سرغړونو یې راوګرځوي.
د پوهنیزو چارو کارپوهان په دې باور دي چې د طالبانو له لوري ښوونځي په بشپړه توګه سیاسي کړای شوي او ښوونکو ته سپارښتنه شوې چې زده کوونکي د طالبانو د پلویتوب پر روحیه روزي.
داسې اندیښنې هم شته چې طالبانو په ښوونځیو کې د دوی د افکارو لرونکي ملایان د ښوونکو په توګه ګومارلي، چې په ښوونځیو کې زده کوونکو او ماشومانو ته د طالبانو د بقا لپاره فکري روزنې ورکړي.
طالبانو په ټول هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او باورونه دا دي چې غواړي چې د خپلو افراطي ملایانو په وسیله د هلکانو د ښوونځیو دننه هم د طالبانو د مدرسو په څېر ذهني چاپېریال رامنځته کړي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې یو ایراني شرکت په افغانستان کې د انرژۍ د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور د ایراني شرکت «نیروی برق دیبا» له مسوولینو سره لیدلي او په دغې لیدنه کې یې له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
په دغې خبرپاڼه کې د دغه ایراني شرکت مسوولینو په حواله راغلي، چې دوی لېواله دي په افغانستان کې د اوبو، ډبرو سکرو، ګازو او لمریزو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید پروژو په برخه کې پانګونه وکړي.
له دې سره سم د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر هم په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.
نوموړي د دغه شرکت له مسوولینو غوښتي، چې د وزارت له تخنیکي ډلې سره د پروژو د ټاکلو او د پانګونې د څرنګوالي په اړه همغږي وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، د دواړو خواوو ترمنځ تر همغږۍ وروسته به د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شي او له هغه وروسته به د چارو د ترسره کولو لپاره یې عملي ګامونه هم واخیستل شي.
افغانستان هغه هېواد دی، چې د برېښنا د تولید لپاره د اوبو، لمر او بادونو پراخې سرچېنې لري؛ خو لا هم دغه هېواد په وارداتي برېښنا متکي دی او په دغو برخو کې نه کار شوی او نه هم خلکو پانګونې ته زړه ښه کړی.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) وایي په روان ساړه ژمي کې د افغانستان ملیونونه وګړي بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د سې شنبې په ورځ د (مرغومي ۱۸مه) لیکلي: «ډیر افغانان د ژمي په سړو سیلیو کې هک حیران دي چې لومړی د خپلو ماشومانو تشې ګېډې ډکې کړي که هغوی ته د خونو د تودولو غم وخوري.»
دغه بنسټ په افغانستان کې د لوږې او بیوزلۍ په اړه اندېښنه ښودلې او له مرستندویه بنسټونو یې غوښتي چې د دغو خلکو لاس نیوي ته راودانګي.
څه موده وړاندې هم دغه بنسټ ویلي و چې دوی په افغانستان کې د بیوزلو کسانو سره د مرستې لپاره له ۷۰۰ ملیون ډالرو زیاتو پیسو ته اړتیا لري، دغه بنسټ دا هم ویلي و چې په افغانستان کې پنځه ملیونه خلک په دې نه پوهیږي چې د بل وخت ډوډۍ له کومه کړي.
سره له دې چې په افغانستان کې خلک د لوږې او بېوزلۍ له سخت ناورین سره مخامخ دي، خو طالبان لا هم د هغو فرمانونو او بندیزونو په لګولو بوخت دي چې د نړیوالې ټولنې له خوا پرې نیوکې کیږي.
د طالبانو دغه دریځ نړیوالې بشري مرستې کمې کړې او خلک یې د سختو کړاوونو سره مخامخ کړي دي.

د طالبانو پر ضد جګړه کوونکې د ملي مقاومت په نامه جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري د (مرغومې ۱۸مه) پر خپلې اېکس پاڼه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د امریکا لوري هره اونۍ د څلوېښت میلیونه ډالرو د نغدي کڅوړې پر ورکړې توندې نیوکې کړي دي.
هغه ادعا کوي چې د امریکا له لوري طالبانو ته هره اونۍ ورکول کېدونکې څلوېښت میلون ډالري کڅوړو څخه د دغې ډلې تر څنګ القاعده او ۲۱ نورې ترهګرې ډلې مالي ملاتړ ترلاسه کوي.
علي میثم نظري زیاته کړې چې د طالبانو تر واک لاندې اوس په افغانستان کې القاعده او نورې ترهګرې ډلې پټنځایونه لري.
هغه ویلي چې د بایډن تر مشرۍ لاندې حکومت په افغانستان کې طالبانو ته د ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي وسایل پرېښودل او د جمهوري نظام تر نسکوریدو وروسته یې یاده ډله په خپلو مالي مرستو لا مظبوطه کړه.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا د طالبانو تر واک لاندې له افغانستان سره د امریکا څلوېښت میلیون ډالري کڅوړو مرستې جدي اندیښنې او بحثونه راپارولي دي. د امریکا د استازو جرګې غړي په یوه لیک کې د امریکا له نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې ژر تر ژره پر طالبانو اونیزې نغدي کڅوړې بندې کړي.
تازه د افغانستان د پخواني جمهوري نظام مرستیال امرالله صالح هم د بایډن پر ادارې توندې نیوکې کړي او د طالبانو په مالي ملاتړ یې تورنه کړې ده.
په ورته مهال د نړۍ ستر شتمن او امریکایي میلیارد له طالبانو سره د امریکا پر نغدي کڅوړو حیرانتیا ښودلې ده.
