طالبانو ښوونکو ته لارښوونه کړې چې د ملا هبت الله د فرمانونو په پلي کولو کې مرسته وکړي

د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې د (مرغومې ۱۷مه) د طالبانو د پوهنې ریاست له لوري ښوونکو ته د ملا هبت الله د فرمانونو د پلي کولو یو ورځنی سیمینار جوړ کړی و، او په کې یې ورته سپارښتنې کړي، چې د دوی د مشر د فرمانونو پلي کولو په تړاو خلکو ته فکري تبلیغات وکړي.