• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بنګله دېش د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شېخ حسینې واجد پاسپورټ لغوه کړ

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۲۰ GMT+۰

د نوبل د جایزې د ګټونکي ډاکټر محمد یونس په مشرۍ د بنګله دېش موقت حکومت د دغه هېواد د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شېخ حسینې واجد پاسپورټ لغوه کړ.

د بنګله دېش موقت حکومت د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شېخ حسینې په ګډون په دغه هېواد کې د ۹۷ کسانو پاسپورټونه د جرمي فعالیتونو له امله لغوه کړي دي.

له دې شمېر څخه ۲۲ کسان یې د جبري لادرکۍ کې په لاس لرلو تورن دي او ۷۵ نور یې تېر کال په بنګله دېش کې د محصلینو د اعتراضونو پر مهال په وژلو کې په لاس لرلو تورن دي.

دا وروسته له هغه کېږي، چې د جرمونو نړۍوالې محکمې (ای سي ټي) د شېخ حسینې او ۱۱ نورو کسانو پر وړاندې د هغې د حکومت پرمهال د جبري ورکېدو او غیر قضایي وژنو په قضیه کې د نیولو امر صادر کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې بنګله دېش څه موده مخکې په رسمي ډول له هند څخه د حسینې د سپارلو غوښتنه وکړه.

د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې نوموړې باید د قضايي تعقیب لپاره دوی ته وسپارل شي.

حسینه واجد تېر کال د خلکو له سختو اعتراضونو وروسته له بنګله دېش څخه وتښتېده او هند ته ولاړه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ډونالډ ټرمپ: طالبانو ته د میلیاردونو ډالرو لېږل د منلو وړ نه دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۵۱ GMT+۰

د امریکا منتخب ولسمشر د سې شنبه په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې امریکا طالبانو ته په ملیاردونو ډالر ورکوي او دا مساله ورته د منلو وړ نه ده. ډونالډ ټرمپ ویلي، چې طالبانو ته باید مرستې و نه لېږل شي.

نوموړي په فلوریډا کې په یوه خبري کنفرانس کې له افغانستان سره په تېرو درېیو کلونو کې د امریکا د مرستو په اړه خبرې وکړې، هغه مساله چې د جمهوري غوښتونکو د ګوند د غړو له خوا پرې سختې نیوکې شوې دي.

د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي ټیم بورچټ چې د مقاومت له جبهې سره نږدې ده، تېره ورځ ټرمپ ته په یوه پرانیستي لیک کې له طالبانو سره د امریکا د نغدي مرستو د سمدستي بندولو غوښتنه وکړه.

هغه ټینګار وکړ، چې امریکا نه باید له هېواده بهر خپل دوښمنان مالي تمویل کړي.

ټرمپ هم د جمهوري غوښتونکو د کانګرس له نیوکو سره موافقه وکړه.

هغه وویل: "موږ افغانستان ته میلیونونه نه بلکې میلیاردونه ډالر ورکوو او په حقیقت کې طالبانو ته یې ورکوو، دا غیر قابل باور ده. دا باید ترسره نه شي."

امریکا په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې له مرستندویه موسسو سره څه باندې دوه میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دا مرستې یوازې د مرستو او خیریه پروګرامونو او د افغانستان د هغو عامو خلکو لپاره دي، چې له قحطۍ، لوږې او د خوړو له کمښت سره مخ دي.

په ایران کې اوس نجونې په ۱۴ کلنۍ او هلکان ۱۶ کلنۍ کې د ښکلا جراحي کولی شي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۱۶ GMT+۰

د یوې رسمي اعلامیې له مخې، اوس په ایران کې نجونې په ۱۴ کلنۍ او هلکان په ۱۶ کلنۍ کې د ښکلا جراحۍ کولی شي. تر دې مخکې د ښکلا د جراحۍ لپاره کم عمر ۱۸ کاله وو.

په ایران کې د ښکلا جراحي (کاسمیټیک سرجیري) ډېره مشهوره ده او دغه هېواد په نړۍ کې د دې ډول جراحي لپاره په ځانګړي ډول د پوزې د ښکلا عملیاتو لپاره له مخکښو هېوادونو څخه ګڼل کېږي.

په ایران کې د ښکلا جراحي بیې د کیفیت ډېر لوړوالی او د ډاکټرانو لوړې تجربې او مهارتونه د دې لامل شوي، چې خلک له نورو هېوادونو څخه ایران ته د ښکلا جراحي لپاره سفر وکړي.

د یادولو ده، چې په ایران کې د ښکلا جراحي ترسره کول قانوني دي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر: د ملي ډیالوګ کنفرانس جوړولو لپاره وخت ته اړتیا ده

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۱۶ GMT+۰

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسد الشیباني د سې شنبه په ورځ وویل، چې سوریه د ملي ډیالوګ کنفرانس جوړولو لپاره وخت ته اړتیا لري.

د سوریې دولتي رسنیو د الشیباني له قوله لیکلي، چې دوی هڅه کوي څو د سوریې د ټولنې ټولې برخې په کې شاملې شي.

د دغه کنفرانس موخه دا ده، چې د ټولنې له بېلابېلو برخو څخه سوریایي وګړي راټول شي او د بشارالاسد نظام له ړنګېدو وروسته د ملت لپاره یوه نوې لاره وټاکي.

د سوریې پخوانی ولسمشر بشارالاسد له ۵۴ کلنې واکمنۍ وروسته له خپلې کورنۍ سره ترکیې ته وتښتېد.

الشیباني وویل: «موږ د ملي ډیالوګ کنفرانس جوړولو لپاره وخت ته اړتیا لرو، ترڅو په فرصت سره د چمتووالي یوه پراخه کمېټه جوړه کړو چې وکولی شي د سوریې د بېلابېلو برخو او والیانو هر اړخیزه استازولي وکړي.»

د رویټرز د راپور له مخې، نوي حکومت لا تر اوسه د کنفرانس د نېټې لپاره څه نه دي ویلي، خو د مخالفو ډلو یو شمېر غړو ویلي چې دوی ته تر اوسه بلنه نه ده ورکړل شوې.

بلخوا، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سې شنبه په ورځ وویل، سوریه وخت ته اړتیا لري چې د بشارالاسد له نسکورېدو وروسته بیا ځان جوړ کړي.

د بشارالاسد نظام له نسکورېدو وروسته ترکیې په وار - وار دا ویلي، چې د خپل ګاوندي د بیارغونې لپاره هر ډول مرستې ته تیار دی.

ترکیه له سوریې سره ۹۱۱ کیلومتره اوږده پوله لري او څو ځلې یې د سوریې په خاوره کې د (YPG)په نوم د کردانو وسله والې ډلې پر وړاندې عملیات کړي دي.

ترکیه دغه ډله ترهګره ګنې او فکر کوي، چې د دغې ډلې فعالیتونه د ترکیې د ملي امنیت لپاره ګواښ دی.

د غزې کړکېچ؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې ۸۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۹:۲۱ GMT+۰

د غزې د روغتیا وزارت وایي، چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د غزې په تړانګه کې د اسراییل بمبارۍ دوام لري، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۳۱ فلسطینیان وژل شوي او ۵۷ نور ټپیان دي.

د ملګرو ملتونو د مرستو مشر ټام فلیچر وايي، چې په غزه کې د ژغورونکو د ژوند ژغورلو هڅې له «ناکامۍ» سره مخ دي، ځکه چې اسراییل پر مرستندویه کارکوونکو او د خوړو نړۍوال پروګرام پر کاروان بریدونه کوي او په دې جګړه ځپلې سیمه کې قانون او نظم له منځه تللی.

اسراییلي پوځ په نیول شوې لوېدیځه غاړه کې تر هغه وروسته لټون پیل کړ، چې وسله والو په قلقیلیه ولایت کې یوه غیر قانوني مېشت ځای ته څېرمه درې اسراییلیان ووژل.

بل خوا، متحده عربي اماراتو له اسراییل او امریکا سره په جګړه ځپلې غزه کې د یو لنډمهالي حکومت د جوړولو په تړاو خبرې کړې دي، چې له جګړې وروسته یوه «اصلاح شوې» فلسطیني اداره واک پرغاړه واخلي.

د دغو پټو خبرو په جریان کې چې لومړی ځل رویټرز رپوټ پرې خپور کړی، دا احتمال شامل دی چې له غزې د اسراییل له وتلو وروسته متحده عربي امارات او متحده ایالتونه له نورو هېوادونو سره یو ځای د غزې د ادارې، امنیت او بیا رغونې لنډمهالې چارې سمبال کړي.

متحده عربي امارات د امریکا نږدې امنیتي شریک دی او د ډېری عربي هېوادونو خلاف له اسراییل سره ډیپلوماتیکې اړیکې لري.

په غزه کې اسراییل د ۲۰۲۳کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې لږ تر لږه ۴۵ زره او ۸۸۵ فلسطینیان وژلي او ۱۰۹ زره او ۱۹۶ نور یې ټپیان کړي دي.

په هماغه ورځ د حماس تر مشرۍ لاندې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۱۳۹ تنه په اسراییل کې ووژل شول او تر ۲۰۰ زیات یرغمل شوي دي.

متحده عربي امارات د غزې د راتلونکي حکومت پر سر له امریکا او اسراییل سره خبرې کوي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۷:۲۶ GMT+۰

متحده عربي اماراتو له اسراییل او امریکا سره په جګړه ځپلې غزه کې د یو لنډمهالي حکومت د جوړولو په تړاو خبرې کړې دي چې له جګړې وروسته یوه «اصلاح شوې» فلسطیني اداره واک پرغاړه واخلي.

د دغو پټو خبرو په جریان کې، چې لومړی ځل رویټرز رپوټ پرې خپور کړی، دا احتمال شامل دی چې له غزې د اسراییل له وتلو وروسته متحده عربي امارات او متحده ایالتونه له نورو هیوادونو سره یوځای د غزې د ادارې، امنیت او بیا رغونې لنډمهالې چارې سمبال کړي.

متحده عربي امارات د امریکا نږدې امنیتي شریک دی او د ډېری عربي هیوادونو خلاف له اسراییل سره ډیپلوماتیکې اړیکې لري.

له۱۵ میاشتنۍ جګړې وروسته اسراییل لا هم د غزې لپاره خپله لاره نه ده مشخصه کړې او نړیواله ټولنه هڅه کوي چې یو عملي پلان رامنځته کړي.

متحده عربي امارات په دې بحثونو کې د فلسطیني ادارې د اصلاح ملاتړ کوي، چې د غزې، لویدیزې غاړې او ختیز بیت المقدس اداره د یوه خپلواک فلسطیني دولت تر چتر لاندې تنظیم کړي.

فلسطینۍ اداره د ۱۹۹۳-۱۹۹۵ کال د اوسلو تړونونو په ترڅ کې رامنځته شوه، خو په ۲۰۰۷ کال کې د حماس ډلې له خوا له غزې وایستل شوه. اوس مهال، فلسطینۍ اداره یوازې په لویدیزه غاړه کې محدود واک لري.

د متحده عربي امارات چارواکو ټینګار کړی چې د دې ادارې اصلاح او بیا ځواکمنول له جګړې وروسته د غزې د پلان یوه مهمه برخه ده.

د دې ترڅنګ، د متحده عربي امارات چارواکو د خبرو په جریان کې د حماس ډلې د مخالفت له امله د یوه شخصي نظامي قراردادي ځواک د کارولو وړاندیز هم کړی، چې د غزې د سولې د ټینګښت په برخه کې مرسته وکړي.

خو لویدیز چارواکي دغه وړاندیز ته په اندېښنه ګوري، ځکه شخصي نظامي قراردادي ځواکونه له بشري حقونو په سرغړونو او نورو کړنو بدنام دي.