• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوه پاکستاني د افغان پاسپورټ په کارولو سره د ایرلنډ له حکومته ۴۸ زره ایرو ترلاسه کړي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۸:۴۵ GMT+۰

د ایرلنډ مرکز ډوبلین کې یوه پاکستاني د جعلي افغان پاسپورټ په کارولو د دغه هېواد له حکومته ۴۸ زره ایرو په ناقانونه توګه ترلاسه کړي دي. دغه پېسې یې د ۱۲ کلونو په موده کې د وړیا حکومتي مرستو د پروګرام له لارې ترلاسه کړي دي.

ایرېش ټایمز د چهارشنبې په ورځ یو راپور خپور کړی، چې له مخې یې د ډوبلین محکمې تورن کس ته خبرتیا لېږلې خو هغه کوم ځواب نه دی ورکړی.

دغې محکمې ویلي، چې که تورن کس خپل جرم ومني او خپل پاسپورټ تسلیم کړي، ضمانت کې یې کومه ستونزه نه شته.

د تورن کس مدافع وکیل ایغان اوسلیوان پلټونکو ته د خپل پاکستانی پاسپورټ او د اوسېدو ځای ادرس ورکړی دی.

تورن کس فضل اکبر نومېږي او د پاکستاني پاسپورټ په لرلو واضیح ده، چې د پاکستان دی.

د عامه څارنوالۍ رییس وایي، که چیرې اکبر خپل جرم ومني قضیه به یې د ولسوالۍ په محکمه کې فیصله شي.

د اعتراف د نه کولو په صورت کې به هغه د قاضي او جوري هیت په وړاندې محاکمه شي، چې د سزا ورکولو پراخ واکونه لري او پروسه یې هم اوږده ده.

ډوبلین محکمې له اکبر څخه غوښتي، چې نه باید د سفر د اسنادو غوښتنه وکړي او یا هم خپل پاسپورت نوی کړي.

همدا راز دغې محکمې ورته خبرداری ورکړی، که چیرې خپل ادرس بدلوي نو باید اړوندو ادارو ته خبر ورکړي.

له اکبر څخه غوښتل شوي، چې راتلونکې میاشت کې بیا محکمې ته حاضر شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

ایران بهرنیو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د بوشهر اټومي انرژۍ بټۍ په ۵ کيلومترۍ کې ونه اوسيږي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۰۹ GMT+۰

د ایران د بوشهر د والي سیاسي، امنيتي او ټولنیز مرستیال بهرنیو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې د اټومۍ انرژۍ بټۍ په پنځه کيلومترۍ «هلیله او بندرګاه» سېمو کې د اوسېدو او کار اجازه نه لري. احسان جهانیان ويلي، هغه بهرني وګړي، چې په دغو سيمو کې اوسيږي، نیول کیږي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا ستنېدو وروسته په ایران کې زيات افغانان اوسېږې او ډېری په دغه هېواد کې خپل کاروبار کوي.

ایران هم تر ډېره د بهرنيو اتباعو اصطلاح افغان کډوالو ته کاروي.

ایراني رسنیو د چارشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې د بوشهر د والي د سیاسي، امنيتي او ټولنيزو چارو مرستيال احسان جهانیان د شتستان ښار الکي ښارګوټې د لېدنې پر مهال ويلي چې « د بوشهر د اټومي انرژۍ بټۍ په پنځه کیلومترۍ او د دغه ولایت د ګناوې، دیلم او عسلویه ښارونو په شاوخوا کې د بهرنیو اتباعو او کډوالو کار او اوسېدل منع دي.»

نوموړي له کډوالو غوښتنه کړې، چې ژر تر ژر ه دې له دې سيمو ووځي که نه قانوني اسناد به هم ترې واخیستل شي او له هېواده به یې وباسي.

د نوموړي په وینا، غير قانوني کډوال به تر نيولو وروسته سرحدي کمپونو ته ولېږدوي.

هغه په دې برخه کې له اړوندو ادارو څخه د دوامداره ګزمو او پلټنو غوښتنه کړې او زياتوي، چې له هغو ايرانیانو سره به هم قانوني چلند وکړي، چې بهرنيو اتباعو ته د کار زمينه برابروي.

جهانیان په ۲۰۲۵ کال کې د کډوالو په برخه کې د مرستو پر زياتېدو ټينګار کړی او زياتوي، چې په تېرو کلونو کې نړیوالو سازمانونو او ادارو له ایران سره د کډوالۍ په برخه کې لږې مرستې کړې دي.

دغه ایرانی چارواکی پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې نن د طالبانو د رییس الوزرا سياسي مرستیال مولوي کبير په افغانستان کې د ایران له نوي سفير سره په پېژندګلویزه ناسته کې له دغه هېواده غوښتي، چې د افغان کډوالو له جبري ايستلو ډډه وکړي.

ټرمپ ته د ټروډو غاښ ماتونکی ځواب؛ کاناډا به د قیامت تر ورځې له امریکا سره یو ځای نه شي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۳۴ GMT+۰

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی او ویلي یې دي، چې کاناډا به د قیامت تر ورځې له امریکا سره یو ځای نه شي.

تر دې مخکې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، چې د کاناډا پر ضد به اقتصادي ځواک وکاروي او دغه هېواد باید د امریکا ۵۱ ایالت شي.

ټرمپ وویل، چې هغه به د کاناډا پر وارداتو ۲۵سلنه تعرفه ولګوي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلانیا جولي وویل؛ د ټرمپ څرګندونې ښيي چې هغه د کاناډا په اصلي ځواک نه پوهېږي او کاناډا به هېڅکله دغو ګواښونو ته سر ټیټ نه کړي.

ټرمپ د نوي کال په پیغام کې هم ګوټ څنډنه کړې وه، چې که کاناډا د امریکا ۵۱ ایالت وای د خلکو مالیه به یې دومره لوړه نه وه.

د دې تر څنګ د محافظه کار ګوند مشر هم وویل، چې کاناډا یو لوی خپلواک هېواد دی او هېڅکله به د متحده ایالاتو ۵۱ ایالت نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د واکمن لېبرال ګوند د مشر په توګه له نهو کلونو دندې وروسته استعفا کوي.

د راپورونو له مخې، نوموړی به تر هغه په خپله دنده پاتې شي تر څو چې ګوند یې ځای ناستی ټاکي.

بنګله دېش د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شېخ حسینې واجد پاسپورټ لغوه کړ

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۲۰ GMT+۰

د نوبل د جایزې د ګټونکي ډاکټر محمد یونس په مشرۍ د بنګله دېش موقت حکومت د دغه هېواد د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شېخ حسینې واجد پاسپورټ لغوه کړ.

د بنګله دېش موقت حکومت د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شېخ حسینې په ګډون په دغه هېواد کې د ۹۷ کسانو پاسپورټونه د جرمي فعالیتونو له امله لغوه کړي دي.

له دې شمېر څخه ۲۲ کسان یې د جبري لادرکۍ کې په لاس لرلو تورن دي او ۷۵ نور یې تېر کال په بنګله دېش کې د محصلینو د اعتراضونو پر مهال په وژلو کې په لاس لرلو تورن دي.

دا وروسته له هغه کېږي، چې د جرمونو نړۍوالې محکمې (ای سي ټي) د شېخ حسینې او ۱۱ نورو کسانو پر وړاندې د هغې د حکومت پرمهال د جبري ورکېدو او غیر قضایي وژنو په قضیه کې د نیولو امر صادر کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې بنګله دېش څه موده مخکې په رسمي ډول له هند څخه د حسینې د سپارلو غوښتنه وکړه.

د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې نوموړې باید د قضايي تعقیب لپاره دوی ته وسپارل شي.

حسینه واجد تېر کال د خلکو له سختو اعتراضونو وروسته له بنګله دېش څخه وتښتېده او هند ته ولاړه.

ډونالډ ټرمپ: طالبانو ته د میلیاردونو ډالرو لېږل د منلو وړ نه دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۵۱ GMT+۰

د امریکا منتخب ولسمشر د سې شنبه په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې امریکا طالبانو ته په ملیاردونو ډالر ورکوي او دا مساله ورته د منلو وړ نه ده. ډونالډ ټرمپ ویلي، چې طالبانو ته باید مرستې و نه لېږل شي.

نوموړي په فلوریډا کې په یوه خبري کنفرانس کې له افغانستان سره په تېرو درېیو کلونو کې د امریکا د مرستو په اړه خبرې وکړې، هغه مساله چې د جمهوري غوښتونکو د ګوند د غړو له خوا پرې سختې نیوکې شوې دي.

د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي ټیم بورچټ چې د مقاومت له جبهې سره نږدې ده، تېره ورځ ټرمپ ته په یوه پرانیستي لیک کې له طالبانو سره د امریکا د نغدي مرستو د سمدستي بندولو غوښتنه وکړه.

هغه ټینګار وکړ، چې امریکا نه باید له هېواده بهر خپل دوښمنان مالي تمویل کړي.

ټرمپ هم د جمهوري غوښتونکو د کانګرس له نیوکو سره موافقه وکړه.

هغه وویل: "موږ افغانستان ته میلیونونه نه بلکې میلیاردونه ډالر ورکوو او په حقیقت کې طالبانو ته یې ورکوو، دا غیر قابل باور ده. دا باید ترسره نه شي."

امریکا په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې له مرستندویه موسسو سره څه باندې دوه میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دا مرستې یوازې د مرستو او خیریه پروګرامونو او د افغانستان د هغو عامو خلکو لپاره دي، چې له قحطۍ، لوږې او د خوړو له کمښت سره مخ دي.

په ایران کې اوس نجونې په ۱۴ کلنۍ او هلکان ۱۶ کلنۍ کې د ښکلا جراحي کولی شي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۱۶ GMT+۰

د یوې رسمي اعلامیې له مخې، اوس په ایران کې نجونې په ۱۴ کلنۍ او هلکان په ۱۶ کلنۍ کې د ښکلا جراحۍ کولی شي. تر دې مخکې د ښکلا د جراحۍ لپاره کم عمر ۱۸ کاله وو.

په ایران کې د ښکلا جراحي (کاسمیټیک سرجیري) ډېره مشهوره ده او دغه هېواد په نړۍ کې د دې ډول جراحي لپاره په ځانګړي ډول د پوزې د ښکلا عملیاتو لپاره له مخکښو هېوادونو څخه ګڼل کېږي.

په ایران کې د ښکلا جراحي بیې د کیفیت ډېر لوړوالی او د ډاکټرانو لوړې تجربې او مهارتونه د دې لامل شوي، چې خلک له نورو هېوادونو څخه ایران ته د ښکلا جراحي لپاره سفر وکړي.

د یادولو ده، چې په ایران کې د ښکلا جراحي ترسره کول قانوني دي.