• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران بهرنیو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د بوشهر اټومي انرژۍ بټۍ په ۵ کيلومترۍ کې ونه اوسيږي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۰۹ GMT+۰

د ایران د بوشهر د والي سیاسي، امنيتي او ټولنیز مرستیال بهرنیو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې د اټومۍ انرژۍ بټۍ په پنځه کيلومترۍ «هلیله او بندرګاه» سېمو کې د اوسېدو او کار اجازه نه لري. احسان جهانیان ويلي، هغه بهرني وګړي، چې په دغو سيمو کې اوسيږي، نیول کیږي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا ستنېدو وروسته په ایران کې زيات افغانان اوسېږې او ډېری په دغه هېواد کې خپل کاروبار کوي.

ایران هم تر ډېره د بهرنيو اتباعو اصطلاح افغان کډوالو ته کاروي.

ایراني رسنیو د چارشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې د بوشهر د والي د سیاسي، امنيتي او ټولنيزو چارو مرستيال احسان جهانیان د شتستان ښار الکي ښارګوټې د لېدنې پر مهال ويلي چې « د بوشهر د اټومي انرژۍ بټۍ په پنځه کیلومترۍ او د دغه ولایت د ګناوې، دیلم او عسلویه ښارونو په شاوخوا کې د بهرنیو اتباعو او کډوالو کار او اوسېدل منع دي.»

نوموړي له کډوالو غوښتنه کړې، چې ژر تر ژر ه دې له دې سيمو ووځي که نه قانوني اسناد به هم ترې واخیستل شي او له هېواده به یې وباسي.

د نوموړي په وینا، غير قانوني کډوال به تر نيولو وروسته سرحدي کمپونو ته ولېږدوي.

هغه په دې برخه کې له اړوندو ادارو څخه د دوامداره ګزمو او پلټنو غوښتنه کړې او زياتوي، چې له هغو ايرانیانو سره به هم قانوني چلند وکړي، چې بهرنيو اتباعو ته د کار زمينه برابروي.

جهانیان په ۲۰۲۵ کال کې د کډوالو په برخه کې د مرستو پر زياتېدو ټينګار کړی او زياتوي، چې په تېرو کلونو کې نړیوالو سازمانونو او ادارو له ایران سره د کډوالۍ په برخه کې لږې مرستې کړې دي.

دغه ایرانی چارواکی پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې نن د طالبانو د رییس الوزرا سياسي مرستیال مولوي کبير په افغانستان کې د ایران له نوي سفير سره په پېژندګلویزه ناسته کې له دغه هېواده غوښتي، چې د افغان کډوالو له جبري ايستلو ډډه وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ ته د ټروډو غاښ ماتونکی ځواب؛ کاناډا به د قیامت تر ورځې له امریکا سره یو ځای نه شي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۳۴ GMT+۰

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی او ویلي یې دي، چې کاناډا به د قیامت تر ورځې له امریکا سره یو ځای نه شي.

تر دې مخکې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، چې د کاناډا پر ضد به اقتصادي ځواک وکاروي او دغه هېواد باید د امریکا ۵۱ ایالت شي.

ټرمپ وویل، چې هغه به د کاناډا پر وارداتو ۲۵سلنه تعرفه ولګوي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلانیا جولي وویل؛ د ټرمپ څرګندونې ښيي چې هغه د کاناډا په اصلي ځواک نه پوهېږي او کاناډا به هېڅکله دغو ګواښونو ته سر ټیټ نه کړي.

ټرمپ د نوي کال په پیغام کې هم ګوټ څنډنه کړې وه، چې که کاناډا د امریکا ۵۱ ایالت وای د خلکو مالیه به یې دومره لوړه نه وه.

د دې تر څنګ د محافظه کار ګوند مشر هم وویل، چې کاناډا یو لوی خپلواک هېواد دی او هېڅکله به د متحده ایالاتو ۵۱ ایالت نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د واکمن لېبرال ګوند د مشر په توګه له نهو کلونو دندې وروسته استعفا کوي.

د راپورونو له مخې، نوموړی به تر هغه په خپله دنده پاتې شي تر څو چې ګوند یې ځای ناستی ټاکي.

بنګله دېش د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شېخ حسینې واجد پاسپورټ لغوه کړ

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۲۰ GMT+۰

د نوبل د جایزې د ګټونکي ډاکټر محمد یونس په مشرۍ د بنګله دېش موقت حکومت د دغه هېواد د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شېخ حسینې واجد پاسپورټ لغوه کړ.

د بنګله دېش موقت حکومت د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شېخ حسینې په ګډون په دغه هېواد کې د ۹۷ کسانو پاسپورټونه د جرمي فعالیتونو له امله لغوه کړي دي.

له دې شمېر څخه ۲۲ کسان یې د جبري لادرکۍ کې په لاس لرلو تورن دي او ۷۵ نور یې تېر کال په بنګله دېش کې د محصلینو د اعتراضونو پر مهال په وژلو کې په لاس لرلو تورن دي.

دا وروسته له هغه کېږي، چې د جرمونو نړۍوالې محکمې (ای سي ټي) د شېخ حسینې او ۱۱ نورو کسانو پر وړاندې د هغې د حکومت پرمهال د جبري ورکېدو او غیر قضایي وژنو په قضیه کې د نیولو امر صادر کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې بنګله دېش څه موده مخکې په رسمي ډول له هند څخه د حسینې د سپارلو غوښتنه وکړه.

د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې نوموړې باید د قضايي تعقیب لپاره دوی ته وسپارل شي.

حسینه واجد تېر کال د خلکو له سختو اعتراضونو وروسته له بنګله دېش څخه وتښتېده او هند ته ولاړه.

ډونالډ ټرمپ: طالبانو ته د میلیاردونو ډالرو لېږل د منلو وړ نه دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۵۱ GMT+۰

د امریکا منتخب ولسمشر د سې شنبه په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې امریکا طالبانو ته په ملیاردونو ډالر ورکوي او دا مساله ورته د منلو وړ نه ده. ډونالډ ټرمپ ویلي، چې طالبانو ته باید مرستې و نه لېږل شي.

نوموړي په فلوریډا کې په یوه خبري کنفرانس کې له افغانستان سره په تېرو درېیو کلونو کې د امریکا د مرستو په اړه خبرې وکړې، هغه مساله چې د جمهوري غوښتونکو د ګوند د غړو له خوا پرې سختې نیوکې شوې دي.

د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي ټیم بورچټ چې د مقاومت له جبهې سره نږدې ده، تېره ورځ ټرمپ ته په یوه پرانیستي لیک کې له طالبانو سره د امریکا د نغدي مرستو د سمدستي بندولو غوښتنه وکړه.

هغه ټینګار وکړ، چې امریکا نه باید له هېواده بهر خپل دوښمنان مالي تمویل کړي.

ټرمپ هم د جمهوري غوښتونکو د کانګرس له نیوکو سره موافقه وکړه.

هغه وویل: "موږ افغانستان ته میلیونونه نه بلکې میلیاردونه ډالر ورکوو او په حقیقت کې طالبانو ته یې ورکوو، دا غیر قابل باور ده. دا باید ترسره نه شي."

امریکا په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې له مرستندویه موسسو سره څه باندې دوه میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دا مرستې یوازې د مرستو او خیریه پروګرامونو او د افغانستان د هغو عامو خلکو لپاره دي، چې له قحطۍ، لوږې او د خوړو له کمښت سره مخ دي.

په ایران کې اوس نجونې په ۱۴ کلنۍ او هلکان ۱۶ کلنۍ کې د ښکلا جراحي کولی شي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۱۶ GMT+۰

د یوې رسمي اعلامیې له مخې، اوس په ایران کې نجونې په ۱۴ کلنۍ او هلکان په ۱۶ کلنۍ کې د ښکلا جراحۍ کولی شي. تر دې مخکې د ښکلا د جراحۍ لپاره کم عمر ۱۸ کاله وو.

په ایران کې د ښکلا جراحي (کاسمیټیک سرجیري) ډېره مشهوره ده او دغه هېواد په نړۍ کې د دې ډول جراحي لپاره په ځانګړي ډول د پوزې د ښکلا عملیاتو لپاره له مخکښو هېوادونو څخه ګڼل کېږي.

په ایران کې د ښکلا جراحي بیې د کیفیت ډېر لوړوالی او د ډاکټرانو لوړې تجربې او مهارتونه د دې لامل شوي، چې خلک له نورو هېوادونو څخه ایران ته د ښکلا جراحي لپاره سفر وکړي.

د یادولو ده، چې په ایران کې د ښکلا جراحي ترسره کول قانوني دي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر: د ملي ډیالوګ کنفرانس جوړولو لپاره وخت ته اړتیا ده

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۱۶ GMT+۰

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسد الشیباني د سې شنبه په ورځ وویل، چې سوریه د ملي ډیالوګ کنفرانس جوړولو لپاره وخت ته اړتیا لري.

د سوریې دولتي رسنیو د الشیباني له قوله لیکلي، چې دوی هڅه کوي څو د سوریې د ټولنې ټولې برخې په کې شاملې شي.

د دغه کنفرانس موخه دا ده، چې د ټولنې له بېلابېلو برخو څخه سوریایي وګړي راټول شي او د بشارالاسد نظام له ړنګېدو وروسته د ملت لپاره یوه نوې لاره وټاکي.

د سوریې پخوانی ولسمشر بشارالاسد له ۵۴ کلنې واکمنۍ وروسته له خپلې کورنۍ سره ترکیې ته وتښتېد.

الشیباني وویل: «موږ د ملي ډیالوګ کنفرانس جوړولو لپاره وخت ته اړتیا لرو، ترڅو په فرصت سره د چمتووالي یوه پراخه کمېټه جوړه کړو چې وکولی شي د سوریې د بېلابېلو برخو او والیانو هر اړخیزه استازولي وکړي.»

د رویټرز د راپور له مخې، نوي حکومت لا تر اوسه د کنفرانس د نېټې لپاره څه نه دي ویلي، خو د مخالفو ډلو یو شمېر غړو ویلي چې دوی ته تر اوسه بلنه نه ده ورکړل شوې.

بلخوا، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سې شنبه په ورځ وویل، سوریه وخت ته اړتیا لري چې د بشارالاسد له نسکورېدو وروسته بیا ځان جوړ کړي.

د بشارالاسد نظام له نسکورېدو وروسته ترکیې په وار - وار دا ویلي، چې د خپل ګاوندي د بیارغونې لپاره هر ډول مرستې ته تیار دی.

ترکیه له سوریې سره ۹۱۱ کیلومتره اوږده پوله لري او څو ځلې یې د سوریې په خاوره کې د (YPG)په نوم د کردانو وسله والې ډلې پر وړاندې عملیات کړي دي.

ترکیه دغه ډله ترهګره ګنې او فکر کوي، چې د دغې ډلې فعالیتونه د ترکیې د ملي امنیت لپاره ګواښ دی.