• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پوځ په ډېره اسماعيل خان کې د عملياتو پر مهال د ۵ وسله والو د وژلو خبر ور کړی

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۵۲ GMT+۰

پاکستان راډيو د پوځ د عامه اړيکو د دفتر له قوله ويلي، چې د ډېره اسماعيل خان په مادي سيمه کې يې د عملیاتو پر مهال د وسله والو د یوه مشر شفيع الله په ګډون پنځه اورپکي وژلي دي. د پوځ د اړیکو دغه دفتر ويلي، چې د عملياتو پر مهال يې له وسله والو وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي.

د پوځ په خبره، دغه عملیات یې د استخباراتي مالوماتو پر بنسټ کړي او د وسله والو یو مشر شمفيع الله، چې مستعار نوم یې شفيع و، هم وژلی دی.

د پاکستان راډيو د همدې دفتر په حواله په خپل خبر کې ويلي ، چې وژل شویو وسله والو د پاکستان د امنيتي ځواکونو په وړاندي په ترهګريزونو بريدونو او د ملکي کسانو په هدفي وژنو کې لاس درلود.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر زياتوي، چې پوځ له هېواده د ترهګرۍ ګواښ د له منځه وړولو هوډ لري او په سيمه کې به یې عملیات هم دوام ولري.

د پاکستان پوځ د همدې ادعا په اړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په لاس انجلس کې د اور له کبله ۱۰ تنه مړه او تر ۹ زره ودانۍ ورانې او ویجاړې شوې

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۴۵ GMT+۰

د امریکا د لاس انجلس ټایمز د خبر له مخې، د کالفرونیا ایالت په لاس انجلس کې د اورلګیدنې له کبله لس کسان مړه او تر ۹ زرو زيات کورونه، سوداګريز مرکزونه او ودانۍ ویجاړې او زيانمنې شوې دي. لاس انجلس ټايمز لیکلي، چې له سيمې ۱۳۰ زرو کسانو ته د وتلو امر شوی.

رویټرز خبري اژانس بېګاه راپور ورکړ، چې د لاس انجلس په څنډه پیسفیک پلاسيډاس کې ځنګلونو اور اخیستی او په زرګونو جریبه خپور شوی دی.

لاس انجلس ټایمز د جمعې په ورځ په دې اړوند په خپل وروستي راپور کې د کارپوهانو له قوله لیکلي، چې دا اور له خطر ډک او د امریکا په تاريخ تر ټولو لوی ناورین له ځان سره لري.

د لاس انجلس والي تېره ورځ په سیمه کې بېړنی حالت ترهغه وروسته اعلان کړ، چې دغه اور د سې شنبه په شپه ناوخته پیل او د چهارشنبې تر سهاره لا کابو نه شو.

د امریکا د برېښنا ادارې د معلوماتو له مخې، د سې شنبې ناوخته په لاس انجلس کې له ۲۲۰ زرو ډېر کورونه او سوداګريزو مرکزونو برېښنا نه لرله.

محمد بن سلمان د څلورم پرله پسې کال لپاره د «عربي نړۍ تر ټولو اغېزناک رهبر» غوره شو

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۵۳ GMT+۰

د عربي خبري شبکې ار ټي نظرپوښتنه کې د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د عربي نړۍ تر ټولو اغېزناک مشر انتخاب شو. دا څلورم پرله پسې کال دی چې د سعودي ولیعهد په دې نظرپوښتنه کې لومړی مقام ګټي.

د عربي ژبې ار ټي خبري شبکې د خپلې کلنۍ نظرپوښتنې پایلې خپرې کړې، چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د ټولو رایو ۵۴.۵۴ سلنه ترلاسه کولو سره د عربي نړۍ تر ټولو اغېزناک مشر وټاکل شو.

شبکې لیکلي، چې محمد بن سلمان له ټولټال ۳۱ زره ۱۶۶ رايو شاوخوا ۱۶ زره ۹۹۸ رایې تر لاسه کړې.

د ار ټي د خبر له مخي، دا نظرپوښتنه د دسمبر له ۲۳ د ۲۰۲۵ کال د جنوري تر ۸ پورې دوام وکړ.

دغه عربي رسنۍ اعلان وکړ، چې د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان د ۱۷.۹ سلنه رایو په ترلاسه کولو دویم او د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د ۳.۹ سلنه رایو په ګټلو سره دریم ځای خپل کړی دی.

د دې نظرپوښتنې د تنظميموونکې په توګه ار ټي عربي شبکه هر کال له خپلو لیدونکو غوښتنه کوي، چې په عربي هیوادونو کې ترټولو اغیزناک شخصیتونه غوره کړي.

تېر کال همدې رسنۍ اعلان وکړ، چې محمد بن سلمان د عربي نړۍ تر ټولو اغېزناک شخصیت په توګه غوره شوی، چې د نږدې ۱۲ میلیونه ګډونوالو یې له ۷ میلیونه څخه زیاتې رایې ترلاسه کړې.

ار ټي عربي شبکې د سږ کال په سروې کې د ګډون کوونکو کمښت «د لویدیځ لخوا په شبکه باندې لګول شوي محدودیتونو» یاد کړه.

ویل کيږي، چې د سعودي عربستان ولیعهد او لومړي وزیر محمد بن سلمان دا بریا په هیواد کې د پرمختللي لید ۲۰۳۰ پلان پلي کولو، په منځني ختیځ کې د سولې د تامین لپاره د هغه د هڅو او اړمنو هېوادونو سره د هغه د بشري مرستو له امله ترلاسه کړې ده.

د پاکستان نړیوال هوايي شرکت له څه باندې څلور کلن بندیز وروسته بیا اروپا ته الوتنې پیل کړې

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۴۹ GMT+۰

د پاکستان نړیوال هوايي شرکت یا پي ای اې له څه باندې څلور کلن ځنډ وروسته بیا خپلې الوتنې اروپا ته پیل کړې. دغه هوايي شرکت نن خپله لومړۍ الوتنه له اسلام اباد نړیوال هوايي ډګر څخه پاریس ته وکړه.

پر همدغه مهال د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف اروپا ته د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت د الوتنو بیا پیل کول یوه تاریخي شیبه وبلله او ویې ویل، چې په دې ډول به ملي بیرغ وړونکی شرکت په ټوله اروپا کې فعالیت وکړي.

ښاغلي اصف ژمنه وکړه، چې د پي ای اې پخوانۍ اعتبار به بیا را ژوندی کړي.

د پاکستان د دفاع وزیر ویلي، چې بریتانیا او امریکا ته به هم د پي ای اې الوتنې پیل کړي، خو دغو هېوادونو ته یی د یاد هوايي شرکت د الوتنو دقیق وخت نه دی روښانه کړی.

نوموړي پر همدغه مهال ویلي، چې پي ای اې به خصوصي سکټور ته په واک کې ورکړي او ډیر ژر به په مارکیټ خپل پخوانی ځای په لاس راوړي.

پاکستان کې د الوتکې غورځېدو پېښه کې د ۹۷ کسانو وژل کېدو او د لسګونو پیلوټانو د جعلي اسنادو د خبر خپرېدو پسې اروپايي ټولنې او بریتانیا د پي ای اې پر الوتنو بندیز لګولی وو.

خو د اروپايي ټولنې د هوایې خوندیتوب ادارې د تېر ډیسمبر په لومړیو کې له پي ای اې دغې وچې ته پر الوت لګېدلي بندییزونه لرې کړل.

د راپورونو له مخې، د دې بندیزونو له امله هر کال د پاکستان هوايي کرښې ته تر څلوېښت میلیارد روپیو یا ۱۴۴ میلیون ډالرو تاوان رسېدلی دی.

د اروپايي ټولنې د هوايي خوندیتوب ادارې د ۲۰۲۰ جون پر ۳۰ پر پاکستان نړیوالې هوايي کرښې د بندیز لګېدو سره د هغه وخت د حکومت په هڅو پسې د همغه کال د جولای تر ۳ د لنډمهال لپاره التونو ته اجازه ور کړل شوه، خو بیا تر اوسه پرې بندیز و.

د ملګرو ملتونو خبرداری: ۱۳ میلیونه سوریایان د خوړو له کمښت سره مخ دي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۴۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلیچر وویل، چې د سوریې بشري وضعیت د وروستیو پرمختګونو سره سره لا هم خراب دی او ۱۳ میلیونه انسانان د خوراکي توکو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

فلیچر په نیویارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې وویل، د ډسمبر په لومړیو کې د اوږدې مودې ډیکتاتور بشارالاسد د حکومت له ړنګېدو راهیسې امنیت ټینګ شوی او میلیونونو خلکو د مرستو ترلاسه کول بیا پیل کړي، خو لا هم ملاتړ ته اړتیا ده.

فلیچر وویل: "نږدې ۱۳ میلیونه سوریایان لاهم د خورا سخت خوراکي کمښت سره مخ دي."

د منځني ختیځ کړکېچ؛ په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې ۲۲ فلسطینیان وژل شوي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۰۸ GMT+۰

الجزیرې د روغتیایي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د پنجشنبې له سهار راهیسې د غزې په تړانګه کې د اسراییل په بریدونو کې ۲۲ فلسطینیان وژل شوي دي.

ویل کیږي، چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

بل پلو د اسراییلي سرتېرو او محافظینو له ۸۰۰ څخه زیاتو والدینو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو څخه د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې «موږ نه غواړو چې غزه زموږ د ماشومانو هدیره شي.»

په غزه کې د اسراییل په برېدونو کې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷ راهیسې لږ تر لږه ۴۶ زره فلسطینیان وژل شوي او ۱۰۹ زره او ۳۷۸ نور ټپیان شوي دي.

په همدې موده کې د حماس په مشرۍ د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۱۳۹ تنه په اسراییل کې وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات یرغمل شوي دي.