• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونېسف: د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ اونۍ کې اسراییل په غزه کې ۷۴ فلسطیني ماشومان وژلي دي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۵۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې صندوق(یونېسف) وایي، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ اونۍ کې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۷۴فلسطیني ماشومان وژل شوي دي.

د عربي رسنیو د راپورونو له مخې په غزه کې د اسراییلي بريدونو لړۍ روانه ده. په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٢ فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسراییل او حماس له جګړې شاوخوا ۱۵ میاشتې تېریږي، چې په دې موده کې تر ۴۶ زرو زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

دغه رسنۍ زیاتوي، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو ۹ ورځو کې اسراییلي پوځ ۴۹۰ فلسطینیان وژلي دي.

بل خوا د جمعې په ورځ (د مرغومي ۲۱مه) د لانسیټ طبي مجلې د څېړنې د اټکل له مخې، په غزه کې د اسراییل او حماس جګړې په لومړیو نهو میاشتو کې د مرګ ژوبلې کومې شمېرې چې د فلسطین د روغتیا وزارت له خوا ثبت شوي، له هغې د مرګ ژوبلې شمېر ۴۰ سلنه زیات دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د جاپان د ټوکیو په یوه پوهنتون کې یوې نجلۍ په څټک اته کسان ټپیان کړل

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۱۹ GMT+۰

د جاپان د ټوکیو په هوسي پوهنتون ټاما کمپس کې یوې ۲۲ کلنې محصلې په څټک اته کسان ټپیان کړي دي. روغتیایي چارواکو د دغو اتو کسانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ نه دی بللی.

د جاپاني رسنیو د راپور له مخکې، دغه ۲۲ کلنه نجلۍ د ټولنپوهنې زده کوونکې وه. هغې په ټولګې کې څټک راواخیست او اته تنه یې پرې ټپیان کړل.

پولیسو دغه ۲۲ کلنه نجلۍ نیولې ده خو د دغې تاوتریخجنې پېښې په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.

په جاپان کې دا لومړنۍ پېښه نه ده، جاپان کې کله نا کله د ځینو خلکو له خوا په چاقو بریدونه او حتی د وسلو ډزې کیږي.

تېر ډسمبر میاشت کې د ښوونځي دوه زده کوونکي چې په یوه ریستورانت کې د ماښامني لپاره تللي و، یوه سړي پر دواړو برید وکړ او په چاقو یې ټپیان کړل.

د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې د توکیو پوهنتون مخ ته یوه سړي درې زده کړیالان په چاقو ووهل. په قربانیانو کې یوه ۱۸ کلن هلک، یوه ۱۷ کلنه نجلۍ او یو ۷۲ کلن سړی شامل وو.

د دمشق په لوی جومات کې د ګڼې ګوڼې له امله څلور تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۳۳ GMT+۰

د سوریې رسنیو د راپورونو له مخې، د جمعې په ورځ د دمشق په اموي جامع جومات کې د ګڼې ګوڼې له امله څلور کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د دمشق والي مهیر مروان رسنیو ته وویل، چې په جومات کې د یوې پیښې په ترڅ کې د راغورځیدو په پایله کې درې کسان ووژل شول.

د ژغورنې ډلې وویل، چې د ماسپښین په اوږدو کې د غورځیدو له امله درې مېرمنې وژل شوي او پنځه ماشومان یې ټپیان شوي دي خو یوه ماشومه نجلۍ یې له بد حالت څخه ژغورلې ده.

یاده پېښه د ټولنیزو رسنیو د یو فعال له خوا د خوراکي توکو د وېش پر مهال رامنځته شوې ده.

د ایران سپاه پاسداران د نوي توغندي اډې پرانیستې سره اسراییل ته ګواښ وکړ

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۲۹ GMT+۰

د ایران سپاه پاسداران د جمعې په ورځ په دغه هېواد کې د نوي توغندي اډې پرانسته وکړه. د سپاه پاسداران قوماندان حسین سلامي د دغه پرانیستې پر مهال ګواښ وکړ چې د دغه توغندیو پر مټ به ډېر ژر د اسراییل مهمې اډې په نښه او له منځه یوسي.

د سپاه پاسداران قوماندان د ګواښ په بڼه وویل، په ډېر لنډ وخت کې به دغه ارامه اور غورځوونکي د دښمن پر سر غورځېدو ته چمتو شي.

نوموړي ویلي: «د صادق ۲ عملیاتو په لړ کې د دغې اډې راکټونه د اسراییل رژیم د ایف ۳۵ جنګي الوتکو اصلي ځاې له مینځه وړي او اسراییلي رژیم تراوسه نه دی توانیدلی چې دغه هوایي ډګر بیرته په شا کړي.»

حسین سلامي وویل، چې د ایران د توغندیو تولید دوام لري او ډېر ژر به د نويو تولید شويو توغنديو اډې پرانیځي.

د ۲۰۱۷ کال د جولای په میاشت کې د ایران په مرکزي صحرا کې د ایران د توغندیو غږ د تلویزیون د کمرې د لینز له لارې نړۍ ته خپور شو. په هغه وخت کې د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قوماندان سردار حسین سلامي ویلي و، چې دا د ایران د توغندیو او وړتیاوو یوه کوچنۍ برخه ده.

د یوې څېړنې له مخې د غزې د مرګ ژوبلې شمېر د ثبت شوي شمېر څخه ۴۰ سلنه زیات دی

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۲۸ GMT+۰

د جمعې په ورځ (د مرغومي ۲۱مه) د لانسیټ طبي مجلې د څېړنې د اټکل له مخې، په غزه کې د اسراییل او حماس جګړې په لومړیو نهو میاشتو کې د مرګ ژوبلې کومې شمېرې چې د فلسطین د روغتیا وزارت له خوا ثبت شوي، له هغې د مرګ ژوبلې شمېر ۴۰ سلنه زیات دی.

د یادې مجلې څېړنې اټکل کوي، چې د اسراییل او حماس جګړې له پیل راهیسې په غزه کې ۶۴,۲۶۰ کسان وژل شوي دي. دا پدې مانا ده چې د حماس تر کنټرول لاندې غزې تړانګې کې د روغتیا وزارت د مړینو شمېر کم ښودلی دی.

د تېر کال د جون تر ۳۰ نېټې پورې، د حماس تر کنټرول لاندې غزې تړانګه کې ددغه هېواد د روغتیا وزارت، په جګړه کې د ۳۷,۸۷۷ وژل شویو کسانو راپور ورکړی و.

خو نویو څېړنو چې په غزه کې د روغتیایي ادارو، نظرپوښتنو او ټولنیزو رسنیو پر مټ شوې، داسې اټکل ښيي چې تر هغه وخت پورې په غزه کې له ۵۵،۲۹۸ څخه تر ۷۸،۵۲۵ پورې کسان وژل شوي دي.

د څېړنې ترټولو کره د مړینې شمېره ۶۴,۲۶۰ ده، دا په دې مانا ده چې د دغه هېواد روغتیا وزارت د مړینې شمېره تر ۴۱ سلنې پورې کمه ښودلې ده.

د بریتانیا په مشرۍ د څېړونکو ډلې اټکل کړی چې په دغه جګړه کې په سلو کې ۵۹ سلنه وژل شوي ښځې، ماشومان او زاړه خلک دي.

اسراییل د حوثي وسله والو تر کنټرول لاندې یمن کې هوایي بریدونه کړي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۸:۰۱ GMT+۰

د اسراییل هوایي ځواکونو د حوثي وسله والو له خوا پر اسراییل د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو په ځوابیه بریدونو کې د جمعې په ورځ د حوثي وسله والو تر کنټرول لاندې یمن کې د برېښنا یو سټیشن او دوه بندرونو باندې بریدونه ترسره کړل، چې له امله یې درې کسان ټپیان شوي دي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو وویل، د ایران ملاتړي حوثي وسله وال "زموږ په وړاندې د تېري لپاره درنه بیه ورکوي موږ ادامه ورکوو."

المسیره ټلویزیون، چې د حوثي وسله والو له خوا اداره کیږي وویل د یمن په پلازمینه صنعا کې د حوثیانو د برېښنا مرکز باندې دیارلس هوایي بریدونه ترسره شوي.

دغه ټلویزیون زیاتوي: «د سنهان ولسوالۍ د هزیاز سټیشن د یوه کارکوونکي په ګډون درې تنه ټپیان شوي او یو شمېر کورونه زیانمن شوي دي.»

تر دې مخکې د بریتانیې امنیتي شرکت امبري ویلي وو، چې د راس عیسی په بندر کې د تېلو د زېرمه کولو تاسیسات په نښه شوي دي، په داسې حال کې چې کومې سوداګریزې کښتۍ ته زیان نه دی رسېدلی.

المسیره په راس عیسی او د حدیده په لوی بندر د شپږو نورو هوایي بریدونو خبر هم ورکړل شوی، په داسې حال کې چې د عمران ولایت د حرف سفیان ولسوالۍ هم تر هوایي برید لاندې راغلې ده.

اسراییلي پوځ دغه بریدونه تایید کړي او ویلي یې دي، چې د حزیاز د برېښنا سټیشن د "حوثي ترهګر رژیم لپاره په خپلو نظامي فعالیتونو کې د انرژۍ مرکزي سرچینې" په توګه کار کاوه. د دوی په وینا، په نښه شوي هدفونه د "حوثیانو له خوا د ملکي زیربناوو د استثمار" مثالونه وو.

بل خوا د حوثیانو د پوځ ویاند یحیی سري وویل، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې حوثي وسله والو د اسراییل پر سوداګریز مرکز تل ابیب درې بې پیلوټه الوتکې او په سور سمندرګي کې د امریکا پر الوتکې وړونکې بېړۍ یې بریدونه ترسره کړي دي.